حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 07/18/1394 ساعت: 21:53
    بازدید 665
    ♥4

    پوښتنه : يوتن وايي :چې زه به موټرواخلم اوته يې چلوه ګټه به موسره نيمايې وي نوداشرعاًصحيح ده اوکنه ؟     حاجي نوراحمد صاحب الجواب : په مذکوره صورت کې دامام ابوحنيفه ، امام مالک ،اوامام شافعي رحمهم الله په نزد داصورت جائزنه دی ځکه چې دامضاربت بالعروض دی، مضاربت بالعروض د ائمه ثلاثه ؤپه نزد […]

    پ
    پ

    پوښتنه :

    يوتن وايي :چې زه به موټرواخلم اوته يې چلوه ګټه به موسره نيمايې وي نوداشرعاًصحيح ده اوکنه ؟     حاجي نوراحمد صاحب

    الجواب :

    په مذکوره صورت کې دامام ابوحنيفه ، امام مالک ،اوامام شافعي رحمهم الله په نزد داصورت جائزنه دی ځکه چې دامضاربت بالعروض دی، مضاربت بالعروض د ائمه ثلاثه ؤپه نزد صحيح نه دی ، البته مولنااشرف علي تهانوي رحمه الله په « امدادالفتاوی » کې اوهمدا راز مولنا تقي عثماني صاحب په « فتاوی عثماني » اوپه « اسلام اورجديدمعاشی مسائل » کې ليکلي چې د ځينو ائمه ؤ لکه امام احمد رحمه الله اوداسې نوروپه نزدمضاربت بالعروض جائزدی ، بل داچې په اوسني عصرکې دتجارت ډېرډولونه ددې لاندې راځي نوکه داډولونه دمضاربت څخه وايستل شي نوپه معاصرکاروبارکې به سخته تنګي اوحرج راشي ، اوبل طرفته داسې يونص هم نشته چې دتجارت داډولونه دې ناجائزوګڼي ، لهذادعموم بلوی له وجې په دې مسئله کې دنوروائموپه قول فتوی ورکول جوازلري .

    هغه کتابونه چې ددې مسئلې په نه صحت اقوال نقل کوي په لاندي ډول دي :

    البحر: ۵/ ۳۰۷ فصل في الشرکة الفاسدة مکتبه رشيديه کوئته

     الهنديه : ۲ / ۳۳۴ فصل في الشرکة الفاسدة

    درالمختارمع ردالمحتار: ۶ / ۴۹۸ فصل في الشرکة الفاسدة

     

     الهدايه : ۲ / ۶۰۳ فصل     مکـــــــــــتبه رشيديه کـــــــــــــــــــوئته

    المبسوط للسرخسي : ۱۱ / ۱۷۳،۱۷۴ کتاب الشـــــــــرکــــــــــــــة

     البدائع : ۵ / ۱۱۳   فصــــــــــــل   وامـــــــاشـــــرائط الرکــــــــــــــن

    فتح القدير: ۶ / ۱۵۷

    العناية علی ذيل فتح القدير: ۶ / ۱۵۷،۱۵۸

    التبيين : ۳ / ۳۱۶ کتاب الشرکة مکتبه امداديه ملتان

    هغه کتابونه چې ددې مسئلې په صحت اقوال نقل کوي

    امدادالفتاوی : ۳ / ۴۵۱ مکتبہ سیداحمدشہیداکوڑہ خٹک پشاور

    المغني

    (اسلام اورجديدمعاشی مسائل ) : ۲ / ۲۴۳

     

    کتبه   : حضرت شاہ

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.