حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 07/01/1394 ساعت: 9:28
    بازدید 102
    ♥2

    پوښتنه : – که پلاراوزامن ټول په يوکور کي شريک ژوند کوي اومشترک کار وبار کوي قرباني په ټولو واجبيږي اوکه دپلار په قرباني دټولو غاړي خلاصي دي ؟ الجواب- دمسئوله مسئلی څو صورة دي تفصیل یې په لاندی ډول ده لومړی ، دپلار اوزامنو کار به يووي ، دوهم ،دويې به ځان ځان ته […]

    پ
    پ

    پوښتنه : – که پلاراوزامن ټول په يوکور کي شريک ژوند کوي اومشترک کار وبار کوي قرباني په ټولو واجبيږي اوکه دپلار په قرباني دټولو غاړي خلاصي دي ؟

    الجواب- دمسئوله مسئلی څو صورة دي تفصیل یې په لاندی ډول ده

    لومړی ، دپلار اوزامنو کار به يووي ،

    دوهم ،دويې به ځان ځان ته مخکي تردغه مال نه درلود ی ،

    دريم ، دزوي خوراک اوګذاره به له پلارسره شريک وي یعنی دپلار په عیال کی به وي ،

    په مذکوره صورتونو کي مال ټول دپلارده أو زامن يې معاونين بلل کيږي ، قرباني صرف په پلار لازمیږی ، که صاحب دنصاب وي، زامن ورڅخه خلاص دي ، اوکه زويې ځان ته کار کوي ، او پلار ځان ته کار کوي کار ئي سره جلاجلا وي ، که څه هم ددواړو يوقسم کار وي مثلا دواړه يو دپسونو تجارت کوي خو پلار جداأوزويې جدا، پدي صورة کي زامن دپلارپه قرباني نه خلاصيږي که صاحب دنصاب وي په هريوه قرباني واجبيږي ،ولوکی ګذاره اوخوراک سره شريک وي ،اوکه ئي تردي له مخه دزوي مال ؤ بيا هم په زوي قرباني واجب ده که مالک دنصاب ؤ ، اوهمدغه ډول که ښځي او ميړه په دواړو سره کسب کول او مخکي تردغه يې مال نه درلود اوس يې په کسب کولو سره جمع کړو دغه مال ټول دزوج بلل کيږي اوښځه ور سره معا وينه بلل کيږي قربانی صرف په زوج واجبه ده نه په زوجه ،،

    (۱) لما في الهندية /۳۲۹ /۲ /رشيديه ، أب وابن في صنعة واحدة ولم يکن لهما مال فاالکسب کله للا ب اذاکان الابن في عيال الاب لکونه معينا له ألاتري انه لوغرس شجرة تکون للاب وکذا الحکم في الزوجين اذالم يکن لهما شي ثم اجتمع بسعيهما اه

    (۲)وفي شرح المجلة للاتاسي رحمه الله، المادة (۱۳۹۸ )ص(۳۲۰ )ج (۴)رشيديه ، قال في الفتاوي الخيريه قول علمائناأب وابن يکتسبان في صنعة واحدة ولم يکن شئي سابق لهما ثم اجتمع لهما قال يکون کله للاب اذاکان الابن في عياله هو مشروط کما يعلم من عبارتهم بشروط منها اتحاد الصنعة وعدم ماسبق لهما وکون الابن في عيال أبيه فاذا عدم واحد منها لايکون کسب الابن للاب ، الی أخره ،

    (۳)و في الشامي /۲۲۵ /۴ /الاب و الابن يکتسبان في صنعة واحد ة ولم يکن لهما شئ فالکسب کله للاب انکان الابن في عياله لکونه معينا له ، الی أخره ،

    (۴)ومثله في الحقانية /۳۳۸ /۶ /

    (۵) ومثله في الکا ملية /۵۰ / والله اعلم باالصواب!

    لیکوال : م/ ابوزبیر

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.