پوښتنه : ـ که پلار وفات شی اوزامنو ته یې دنیا (مال او پیسي ) پاته شی زامن یې ټول یوځایې ګذاره کوي اوسره شریکان و ی په ټولو قربانی واجبیږي اوکه په یوه مشر ددوی ؟
الجواب ـ چون په مذکوره دنیا کی زامن ټول مساوي حق لری که دټولو حصی نصاب ته رسیږی په ټولو قربانی واجب ګرزی ولوکه دپلار دنیا په کسب اوخواري دبعضو سره زیات شوي وي ، اوکه دهر فرد حصه نصاب ته نه رسیده بیا قربانی په یوه هم نه واجبیږی !
اوهمدا ډول که وروڼو په مشترک ډول کسب اوخواری کوله اوماحصل ددوی په ښکاره ډول ممېيز، معلوم نه ؤ ، هم په ټولو قربانی واجبیږی که دهر یو حصه نصاب ته رسیده ، والا فلا ،
(۱) لما فی شرح المجلة /للاتاسی / ۴/ ۳۲۰/ وکذلک لواجتمع اخوة یعملون فی ترکة ابیهم ونمی المال فهوبینهم سویة ولواختـــــــــــلفو فی العمل والرأی ،
(۲) وفی الکاملیة /۵۰ / وفی فتاوی حانوتی فاذا کان سعیهم واحد اولم یتمیز ماحصله کل واحد منهم بعمله یکون ما جمعو ه مشترکا بینهم باالسویة وان اخـتـــــــــــــــلفو ا فی العمل والرأیه کثرة وصوابا کما افتی به فی الخیریة ،








![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه