پوښتنه : که دیوي میرمني سر پټ وي ، مګر ویښتان يی دملا په برابر ښکاریږي نولمونځ يی په دغه حالت کې صحیح کېږي ؟ همداراز که يې پړونی دومره باریک وي چې دغه اندازه ويښتان يې معلوميږي نولمونځ يې صحیح کيږي اوکنه ؟
جوا ب : دښځي دسر ويښتان وي اوکه تر غوږو لاندي وي ، پر مفتی به قول عورت دي ، نو که دونه ویښتان لوڅ وي یامعلوميږي چې ربع [څلورمه ] دادنی عضوي ته رسیږي [لکه غوږ ] نولمونځ نده ورسر ه صحیح .
همداراز که چېري دسرویښتان لیږ څه يوي خواته ليږڅه بلي خواته لوڅ وي ، نو سره جمع کيږي ؛که چېري وربع [څلورمي ] دادنی عضو[اندام ] ته رسیږی نو لمونځ نده ورسره صحیح .
فی الهندیة ۱\۵۸: وشعر المرأة علی رأسها عورة وآما المسترسل ففیه روایتان الأصح انه عورة کذا فی الخلاصة ، وهو الصحیح وبه أخذ الفقیه أبو اللیث وعلیه الفتوی .
وفی ردالمحتار ۲\ ۹۵: ط . ج . [ وللحرة جمیع بدنها حتی شعرها النازل فی الأصح ] صححه فی الهدایة و المحیط والکافی وغیرها… وعلیه الفتوی کما فی المعراج .
والله اعلم بالصواب ،











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه