۱- دحضرت ابوبكر [ رض] ميـنه
يوه ورځ يې دخداى ( ج ) رسول ته مخ ورواړاوو، ورته وي ويل : ماته په دادرسته نړۍ كې دري څيزونه خوند راكوي ۱= النظراليك ۲= الجلوس بين يديك ۳= والانفاق عليك .
لمړی داچې تاته ګورم ، دوهم داچې له تاسره ناست یم ،دریم داچې خپل مال په تاسو مصرف وم .
باتين انكي ص\ 93
۲- پر خبره ولاړ خلګ:
حارث بن عباد په جګړه کي هڅه کوله تر څو عدی بن ابي ربیعه ژوندی ونیسي او خپل وار ورڅخه واخلي…حارث په همدې جګړه کي یو کس بندي کړ، له دې کس نه یې د عدي په اړه وپوښتل! بندي ورته وویل: که چیرته زه تاته عدي بن ابي ربیعه در وښیم په بدل کې به یې ته ما خوشی کړې؟!
حارث ورته وویل: هو. وعده مي ده
بندي ورته وویل: زه پخپله عدي یم
حارث هم پر خپله وعده وفا وکړه او خوشی یې کړ
(حیاة العرب)
۳- د قاضي ایاس بن معاویه ځراکت:
یوه سړي قاضي ایاس رحمه الله ته وویل: که چیرته زه خورماوي وخورم ته مې وهې؟؟
قاضي: نه
سړی: که زه یو اندازه اوبه وڅښم ته مې وهې؟
قاضي: نه
سړي په تعجب سره زیاته کړه: نو دا د خورما سره شراب هم له همدې دواړو څخه جوړ شوي دي ولي یې په خوړلو سزا راکوې او څله باید حرام وي؟؟!
قاضي ورته وویل: که دې زه په خاوره وولم ته به خوَږ شې؟
سړی: نه
قاضی: که اوبه در باندې وشیندم نو کوم ځای به دې ژوبل شي؟؟
سړی: نه
قاضي زیاته کړه ښه نو که همدغه اوبه او خاوره سره ګډ کړم او خټه یې را واخلم لمر ته یې وچه کړم او بیا تا پر سر ورباندي وولم نو څه به پیښ شي؟؟
سړي وویل: سر به مې مات شي
قاضي وویل: دا هم کټ مټ همداسي ده…










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه