لیکوال سترعلمي شخصیت فقیه العصر مولانا مفتي نورمحمدثاقب مدظله العالي
ژباړونکی : قاري محمد
( د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء پخوانی رئیس او د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رئيس او قاضي القضات)
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله وحده والصّلوة والسّلام علی مَن لانبيّ بعده
امابعد : د قطب الارشاد، شیخ المشائخ، قدوة العلماء، استاذ المحدثین، رئیس الفقهاء مفتي اعظم حضرت مولانا مفتي محمدفریدصاحب رحمه الله د یولړملفوظاتو، لیکنو، علمي نکاتو، ارشاداتو، فیوضاتو او نوروځانګړنوپه اړه یوڅوکرښې لیکنه قلم ته سپارم.
په ۱۴۰۴ سپوږمیزکال کې چې له ۱۹۸۴ میلادي کال سره سمون لري مونږ د اکوړه خټک په جامعه دارالعلوم حقانیه کې د نبوي احادیثو دلویې دورې زده کونکي وو( د نړیوالې دیني درسګاه د اسلامي علومومرکزجامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک عظمت، فیوضات، برکات، نړیوال شهرت اومقبولیت له هیچانه پټ نه دی) په هماغه کال د بخاري شریف کتاب المغازي او داسې نور اوپه ترمذي شریف کې ابواب الحج او داسې نور ډېرسبقونه د دارالعلوم دیوبند پخواني استاذ، بقیة السلف،شیخ المشائخ، زبدة الاتقیاء، د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک باني شیخ الحدیث مولاناعبدالحق رحمه الله راته ویل؛ او د دورۀ حدیث کتابونه بخاري او ترمذي له پورته یادوشویو ابوابوپرته، مسلم او ابوداؤد د وخت له سترفقیه، لوی محدث عارف بالله مولانا مفتي محمد فرید صاحب سره وو، حضرت مفتي صاحب د داسې علمي تبحر، جامعیت، کمالاتو او فیوضاتوڅښتن ووچې د لویې دورې په پای کې مې داسې احساس کړه چې مونږیوازې احادیث نه بلکه له دې مخکې موچې د طالبۍ په زمانه کې کوم علوم او فنون لوستلي وو هغه هم تکرارشول، د حضرت مفتي صاحب د پوهې د بدبه داوه چې د دوئ همعصرو لویولویو شیوخوبه د دورۀ حدیث په کتابونو د ده شرحې کتلې، د بېلګې په ډول منهاج السنن، هدایة القاري، فتح المنعم او داسې نور، داخبره به د هغومدارسو د دورۀ حدیث طالبانوهم کوله؛ د حدیثو د دورې په کال به مونږ له جناب مفتي صاحب نه د سبق په وخت کې او همداراز په نورو وختونوکې داسې بې بېلګې، خوښمن، باوري، له معنی ډک عالمانه کلمات، عبارات اوجملې اورېدې چې له کره والي سره سره به ډېرې زیاتې ګټورې اوهر اړخیزې هم وې چې د جوامع الکلم بڼه به یې لرله، له دې سره سره به دومره ژورې، قناعت بښونکې او اغېزمنې وې چې د زړه تل ته به کوزېدې، د کاڼي د کرښې په څېربه پخې اوکلکې وې، له لنډوالي سره به په معنی کې غټې او درنې وې، مونږ داسې ویلای شوچې ګواکې د پخوانیومصنفینو(لیکوالانو) متون دي، په اختلافي مسائلوکې به یې داسې خبره وکړه چې قول فیصل (یوه پرېکړه) به وه، همداډول د دوئ لطیفې اوعلمي نکتې به هم ډېرې زړه راښکونکې اوپوهنیزې وې، داټول د هغوئ له ځانګړنوڅخه وې؛ د لیکنې د اوږدېدو له وېرې تفصیلي بیان پرېږدو؛ دهغوئ لطیفې اوعلمي نکتې اکثر د هغوئ په تالیفاتوکې ځای په ځای پیداکېږي.
محترم مفتي صاحب به هره ورځ دګهیځ او مازدیګرله لمانځه وروسته په خپل استوګنځي (د دارالعلوم په کوارټر ) کې اجتماعي مراقبه کوله چې طالبانو اومریدانوبه یې په کې په ډېره مینه ګډون کاوو، همدارنګه د دارالعلوم په جامع جومات کې به اکثر وخت لمونځونه هم د دوئ په امامت سره اداکېدل؛ مفتي صاحب ته به د هېواد له ګوټ ګوټ نه استفتاء غوښتونکي راتلل، اکثر وخت به دوئ په دارالافتاء کې هغوئ په جوابونونازول اوکله کله به یې په خپل استوګنځي کې هم جوابونه ورکول، مونږبه هم د ځینوپېچلومسائلوپوښتنې ورنه کولې او له هغوئ نه به موعام فهمه حل ترلاسه کاوو، د هغوئ فتوې چې له لنډوالي سره مدللې دي د عوامو اوخواصوترمنځ په یوه ډول مقبولې دي؛ مطلب داچې د حدیثو د دورې کال دعلم، روحانیت، اصلاح، تربیت، فیض اوبرکت په چاپېریال کې تېرشو، ټول کتابونه په ډېره ښه توګه پای ته ورسېدل، په اخیرکې د وفاق المدارس العربیه کلنی امتحان ؤ، د امتحان د څارنې اونګرانۍ لپاره له کراچۍ نه علماءکرام راغلي وو په هغوعلماؤکې مولانا مفتي نظام الدین شامزي (شهید) رحمه الله هم وو، د امتحان په جریان کې یوه ورځ د وفاق المدارس العربیه له مرکزملتان نه د امتحاناتومرکزي ناظم مولانا مفتي انورشاه صاحب د یوه پلاوي په مشرئ کې په خپله د امتحان دهال د کتنې لپاره راغی هغوئ د امتحان په هال کې د امتحان جاج واخيست، په پای کې د امتحان څارونکو اونګرانانو د دارالعلوم حقانیه د اعلاناتوپه ځای کې د (هدیه تبریک) ترعنوان لاندې یوه خبرتیا ولږوله چې داسې پکې لیکلي ؤ : سږکال (شعبان ۱۴۰۴هق) د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک د وفاق په امتحان کې ګډون کونکوطالبانوچې په کوم حسن عمل اوشرافت د وفاق المدارس د قوانینو اوضوابطوپه پابندۍ سره اهتمام کړی اوپه کوم ورین تندي یې چې د وفاق لارښو ونې منلي اوپه ټاکل شویو اصولوټینګ ولاړوو په دې باندې دوئ بې له شکه د مبارکۍ مستحق دي، په دې نظم او ضبط، امانت او دیانت باندې مونږ دوئ ته دزړه له کومې مبارکي وړاندې کوو او د دوئ د کامیابۍ لپاره د زړه له اخلاصه دعاء کوو، الله تعالی دې مونږټول د دین په لاره کې په هر هرګام اخیستلوکې د تل لپاره له خلوص او دیانت څخه بهره من ولري آمین، له دې سره سره مونږ د دارالعلوم له هغومنتظمینوڅخه هم مننه کول خپل فرض کڼوچې زمونږپه راسپارل شوې دنده کې یې پوره مرسته راسره کړې او د دې ارزښناک کار ترسره کېدل یې زمونږلپاره آسانه کړ، په ځانګړي ډول د حضرت شیخ الحدیث دامت برکاتهم چې کومې بې پایه پېرزوینې او له اخلاصه ډکې دعاوې مونږ ترلاسه کړې دازمونږلپاره ډېر دنېک بختۍ ځای ؤ، الله تعالی دې د دوئ سوری په مونږ ترډېره وخته قایم ولري آمین .
د دې هدیه تبریک په پای کې د وفد د ګډونوالولاسلیکونه موجود وو، بیا امتحان پای ته ورسېد او زده کونکي رخصت شول؛ د شوال په میاشت کې د وفاق المدارس العربیه د نتایجو اعلان وشو، مونږ د ورځپاڼوله لارې خبرشوو، د الله تعالی په فضل اومهربانۍ، د استاذانو دعلومو، فیوضاتو، دعاګانو په برکت او زماپه مات ګوډ کوښښ سره ما لیکونکي (نورمحمدثاقب) ته په ټول وفاق کې لومړۍ درجه کامیابي ترلاسه شوې وه او د جامعة العلوم الاسلاميه بنوري ټاون کراچۍ زده کونکي حفیظ الرحمن دوهم او د همغې مدرسې غلام مرتضی اعوان دریم نمبرترلاسه کړی وو(الحمدلله حمداًکثیراً) د نتائجو اعلان د کراچۍ جنګ ورځپاڼې په ۱۵ د شوال المکرم ۱۴۰۴ هق چې له ۱۴ جولای ۱۹۸۴ میلادي سره سمون خوري او د کراچۍ حریت ورځپاڼې په ۱۶ د شوال ۱۴۰۴ هق چې له ۱۵ جولای ۱۹۸۴ میلادي سره سمون لري خپورکړ، دلاهورپه جنګ ورځپاڼه کې دغه اعلان دوه ورځې پرله پسې یعني ۱۹،۱۸ د شوال ۱۴۰۴ هق چې له ۱۸،۱۷ جولای ۱۹۸۴ سره سمون خوري خپرې ده او همداراز په نورو ورځپاڼوکې هم دغه اعلان خپورشو.
مونږبه له فراغت وروسته د تدریس په ورځوکې وخت په وخت د مفتي صاحب لیدوکتوته ورتلو، د ځینوستونزمنومسائلوحل به مو ورڅخه ترلاسه کاوو، په ځینوکارونوکې به موله هغوئ نه د مشورې غوښتنه کوله، فیض اوبرکات به موحاصلول؛ یوځل چې زما د تدریس دوه کاله پوره شوي وو د سعودي حکومت غوښتل چې د افغانستان له اوو (۷) جهادي تنظیمونوڅخه یویوتکړه او وړعالم د مدینې منورې په جامعه (پوهنتون) کې د داخلې لپاره ور وغواړي په داسې ډول چې دوئ به هلته ځانګړې مرتبه ولري، د ځانګړې ښېګڼې لائق او مستحق به وي، له څلوروکلونوزده کړې وروسته که هلته پاتې کېدل غواړي ښه ترښه که نه نو د استازي (مبعوث) په توګه به بېرته راولېږل شي، داچې زمونږ تعلق د مولوي محمدنبي محمدي له تنظیم حرکت انقلاب اسلامي افغانستان سره ؤ له همدې امله هغوئ له ماڅخه وغوښتل چې د تنظیم له لوري ته لاړشه، تاته به د سعودي حکومت له ځانګړې پاملرنې سره سره د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان پوره پاملرنه هم حاصله وي، د تنخواه اونورې پاملرنې سره به موټرهم ولرې، اوس یوازې لاړشه اوکه کورنۍ دې درسره بو ول غواړې نوپه شپږومیاشتوکې به یې دننه د سفر اسناد جوړشي شپږمیاشتې وروسته هغوئ هم له ځان سره بوزه؛ زه مفتي صاحب ته ورغلم هغه ته مې خبره وړاندې کړه اومشوره مې ورنه وغوښته، حضرت مفتي صاحب و ویل په دې کې به دعلمي ګټې پرځای علمي تاوان وي، همدلته تدریس کوه په دې کې به دې پرمخ تګ وشي، هو! یوه ګټه په تګ کې شته چې حج به وکړې خو د حج لپاره به له دې ځایه هم لاره درپیداشي(ان شاء الله) ما د حضرت مفتي صاحب په مشوره باندې په کلکه عمل وکړ اوهغوخلکوته مې جواب ورکړ، الله تعالی حاضر اوناظردی چې زما د زړه لېوالتیاهم د نه تګ لورته وه ځکه چې زما د دې ځای له تدریس سره ډېره مینه وه، د مفتي صاحب د رسا اوصائبې رایې په پوهېدوسره زماپه رایه کې قطعیت راغی او زړه ته مې ډاډحاصل شو؛ له هغه وروسته لکه څرنګه چې مفتي صاحب ویلي وو ډېر زر او په ډېره اسانۍ سره الله تعالی د حج نېک بختي را وبښله .
مفتي صاحب ته الله تعالی د زهد، په الله جل جلاله د توکل او الله تعالی ته د رجوع کولو ژوند وربښلی ؤ، کله چې شیخ المشائخ بقیة السلف شیخ الحدیث مولاناعبدالحق صاحب له دې فاني نړۍ رخصت شو نومولوي محمدنبي محمدي صاحب د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مشر و ویل چې د شیخ صاحب رحمة الله تعالی علیه په ژوند کې زماغوښتنه وه چې جناب مفتي صاحب خپلې مدرسې ته راولم خوما داخبره ځکه نه ښکاره کوله په دې پوهېدم چې شیخ صاحب رحمه الله به سخت خپه شي، اوس زه غواړم چې مفتي صاحب خپلې مدرسې جامعه اسلامیه محمدیه ته (چې د پیښورپه چراټ روډ واقع ده) د شیخ الحدیث او صدرالمدرسین په توګه راولم، د دې کارلپاره زه ( نورمحمدثاقب د جامعه محمدیه مدرس)، بل د مدرسې ناظم او یوبل عالم مفتي صاحب ته ور ولېږل شوو او دایې هم راته و ویل چې مونږبه جناب مفتي صاحب ته د میاشتې لس زره (۱۰۰۰۰) روپۍ ورکوو بلکه هغه ته به اختیار وي چې هغه څومره غواړي هغومره تنخواه به یې مونږته د منلو وړوي اوحال داچې هغه وخت په دارالعلوم حقانیه کې د مفتي صاحب تنخواه اتلس سوه (۱۸۰۰) روپۍ وه؛ مونږ مفتي صاحب ته ورغلو په ډېر ادب او درناوي مو د مولوي محمدنبي محمدي صاحب پیغام ورته ورساؤ، مفتي صاحب و ویل مقصد دعلم او دین خدمت ده اوجامعه حقانیه کې دامقصد ښه ترسره کېږي اوتنخواه خومقصدنه ده ځکه نو دلته په کمه تنخواه هم خوښ یم، دایې هم و ویل چې مولاناعبدالحق صاحب رحمة الله تعالی علیه په روغتون کې د خپل ژوند په وروستي وخت کې چې غږیې هم ټیټ شوی ؤ اوخبرې یې سمې نشوای اورېدل کېدې زه یې په اشاره ور وغوښتلم چې رانزدې شه زه چې ورنزدې شوم نو وې ویل داګاډی روان وساته پرېږده یې مه، مرادیې په حقانیه کې د تدریس وو؛ په دې ډول د مولوي محمد نبي محمدي صاحب داهیله پوره نه شوه؛ مفتي صاحب به ویل چې زه د تنخواه له امله اویا له کوم شرعي عذرپرته بلې مدرسې ته نه یم تللی، د یوه شرعي عذرپربناء د جامعه اسلامیه اکوړه خټک څخه دارالعلوم اسلامیه چارسدې ته لاړم، بیاله هغه ځای څخه د شرعي عذر له امله او د مولاناعبدالحق صاحب رحمه الله په بلنه، د مولاناعبدالمالک صدیقي صاحب رحمه الله په امر او د مولاناغورغشتوي صاحب رحمه الله په اشاره دارالعلوم حقانیه ته راغلم.
ما(نورمحمدثاقب) به له تدریس سره سره بېلابېل غیر درسي کتابونه هم کتل اومطالعه کول چې په هغوکې به اکثر د فقهې اوفتاوی وو کتابونه وو، ما به له هغونه مسائل لیکل په ډېرومسائلوکې به مې دثبوت او عدم ثبوت او د ثبوت په صورت کې د قوت اوضعف د معلومولوپه لټه کې د فقهې اوفتوی له قواعدوسره سم مستند او باوري کتابونه کتل اوهغه مسائل به مې له ځان سره لیکل، په دې ډول د ډېرو زیاتومسائلوڅېړنه وشوه او د هغوڅرنګوالی څرګندشو؛ یوه ورځ چې زه د مفتي صاحب لیدوته ورتلم نوهغه مسائل مې هم له ځان سره واخيستل چې کېدای شي دغه مسائل مفتي صاحب ته ور وښودلی شم که د څه تنبیهاتو اوهدایاتوضرورت وي نومفتي صاحب به یې راته وکړي، د ملاقات په وخت مفتي صاحب هغه مسائل ولیدل او وې فرمایل چې ډېرښه، داکارکوه او دې ته دوام ورکړه نوبیاما وپوښتل چې جناب نن سبا خلک کراچۍ، لاهور، ملتان یانوروځایونوکې په افتاءکې تخصص کوي داڅرنګه ده؟ مفتي صاحب و ویل داهیڅ هم نه دي، په دې ډول د افتاء صلاحیت او وړتیانه پیداکېږي داصلاحیت اوهلیت داسې پیداکېږي چې څوک فقهه ښه و وايي، د فقهاء کراموله قواعدو اوضوابطوسره سم ممارست وکړي او په هغه کې فقهي ذوق اوقوت پیداشي، بیاما ورته و ویل چې په پای کې هغوی ته سندونه ورکول کېږي اوهغوئ وايي چې مونږمفتیان شولو؛ مفتي صاحب و ویل چې زماله لوري تاته د افتاء اجازه ده، ستالپاره به زه سندلیکم، بیامفتي صاحب په خپلومبارکولاسونو په ۱۴ د صفرالمظفر۱۴۱۴ هق چې له ۳ اګست ۱۹۹۳ میلادي کال سره سمون لري زمالپاره د افتاء سند ولیکه، دا د حضرت مفتي صاحب له لوري په ماباندې د اعتماد اوباورڅرګندونه وه (الحمدلله علی ذالک) مفتي صاحب د خپل عادت اومعمول خلاف په ځانګړي ډول ما بنده ته د افتاء سند راکړ ځکه چې مفتي صاحب هیچاته د افتاء سند نه ورکاؤ، د مفتي صاحب لخوا په خپل لاس مبارک لیکل شوی د افتاء سند د انځورپه بڼه په لاندې ډول ده چې په (تجلیات فریدي) نومي کتاب کې هم خپورشوی دی.
ماله جناب مفتي صاحب رحمه الله سره په ۱۹ د شعبان ۱۴۰۶ هق کال په دارالعلوم حقانیه کې بیعت وکړ مفتي صاحب د سلسلې مبارکې د پنځم فصل په پای کې په خپل لاس مبارک زمانوم ولیکه اولاسلیک یې وکړ بیایې هغه سلسله مبارکه ماته راکړه، د نقشبندیې سلسلې د ټولوسبقونوله پای ته رسېدو وروسته یې په ۵/ د رجب ۱۴۱۵ هق کال په خلافت ونازولم، خپله یې سند ولیکه او راته وې سپاره، څوکاله وروسته یې په پاتې نوروسلسلو(چشتیه، قادریه اوسهروردیه) کې هم پوره اجازه راته وکړه .
مفتي صاحب مبارک ته الله تعالی بې شمیره کمالات، خصوصیات اولوړې مرتبې ورکړې وې، مونږکه څومره هم کوښښ وکړوچې د هغو بیان وکړوبیاهم په هغو داجمله په ښه توګه صادقېږي ( ماستر اکثرممّاسُطِرَ) څه چې پټ پاتې شول هغه ډېردي له هغه نه چې ولیکل شول، مفتي صاحب په یوه وخت کې لوی محدث، د وخت سترفقیه، لوی مفتي، د طریقت شیخ، د الله پېژندونکی، د لوړې کچې مصنف، د ډېروشاګردانو اومریدانولرونکی شخصیت وو، دغه ټول صفات په یوه کس کې راټولېدل ستونزمنه اولرې خبره ده خو دغه ټول صفات الله تعالی په مفتي صاحب کې په بشپړ اوپوره ډول راټول کړي ؤ، مونږ ویلی شوچې دهغه نوم ښه ورباندې برابرشوی او(فریدالعصر) وو
مفتي صاحب له فراغت نه درې کاله وړاندې تدریس پیل کړی وو، له فراغت نه وروسته یې یوکال په خپل پلرني کلي کې تدریس کړی، له هغه وروسته یې ۹ کاله په جامعه اسلامیه اکوړه خټک کې تدريس وکړ، بیا د شرعي عذرپربناء يې د جامعه اسلاميه اکوړه خټک نه استعفاء وکړه اودرې کاله یې په دارالعلوم اسلامیه چارسده کې د حدیثو د استاذ او د استاذانو د مشرپه توګه تدريس وکړ، بیایې له ځینو دوستانوسره د اړیکو د ترینګړتیاله وېرې د شیخ الحدیث مولاناعبدالحق صاحب رحمه الله په بلنه، د صالحینو اوعلماؤ دامام مولاناعبدالمالک صدیقي رحمه الله په امر او د محدثینو د ښکلا مولانا نصیرالدین غورغشتوي رحمه الله په غوښتنه په ۱۳۸۵ هق کال کې دارالعلوم حقانیه ته راغی او دلته یې ۳۲ کاله د احادیثو درس وکړ .
په ۱۹۹۶ میلادي کال چې له ۱۴۱۷ هق کال سره سمون خوري په مفتي صاحب باندې په دارالعلوم حقانیه کې دګزڼ ناروغي راغله چې له ناچارۍ یې تدریس پرېښود، د تدريس په زمانه کې په زرګونوطالبانوله هغوئ نه علم اوفیض ترلاسه کړ، اولکه څرنګه چې ماپه پیل کې یادونه وکړه چې د مفتي صاحب درس ډېر دقیق، جامع اوله فیضه ډک ؤ، نو د مفتي صاحب شاګردانو د الله تعالی په فضل د ژوند په هرډګرکې ښکاره اوغټ کارونه ترسره کړي، که هغه د تدريس ډګرده او که د سیاست، د جهاد ډګرده اوکه د دعوت اوتبلیغ، د طریقت ډ ګرده اوکه د نورو دیني اوټولنیزوخدمتونو، هغوئ ته داسعادت او نېک بختي د مفتي صاحب د صحبت له امله ورپه برخه شوې، د مفتي صاحب شاګردان په ټوله نړۍ کې خواره دي په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان په ګوټ ګوټ کې شته، همداډول په نزدې هېوادونوکې هم ډېردي،بلکه په لرې پرتوهېوادونوکې هم شته، د بېلګې په توګه ماپه خپله په قطر، سعودي عرب، د اروپا هنګري (مجارستان) کې د مفتي صاحب شاګردان علماء لیدلي دي، اولکه څرنګه چې مونږټولوته معلومه ده چې په متحده عرب اماراتو، جنوبي افریقا، لندن، امریکا او داسې نوروهېوادونوکې د هغوئ لوی لوی شاګردان علماء شته،د مفتي صاحب مریدان اوخلیفه ګان ډېرزیات دي چې په هغوکې اکثریت دعلم خاوندان دي، په هرځای کې اوپه ځانګړي ډول په پاکستان او افغانستان کې اکثرعلماء د مفتي صاحب سره دوه نسبتونه لري یو دعلم له پلوه چې داعلماء د مفتي صاحب شاګردان دي دوهم د سلوک اوطریقت له پلوه چې داعلماء د مفتي صاحب مریدان اوخلیفه ګان دي.
مفتي صاحب د افتاء کارهغه وخت پیل کړی ووچې د دوره حدیث شاګرد وو، مفتي صاحب به په خپله ویل کله چې زه په غورغشتوکې د دوره حدیث طالب وم نومولانانصیرالدین غورغشتوي صاحب به په ماباندې د استفتاء ګانوجوابونه لیکل، کله چې بیاپه جامعه اسلامیه اکوړه خټک کې مدرس شوم نومولاناعبدالرحمن کاملپوري رحمه الله (د حضرت تهانوي رحمه الله خلیفه اجل او د سهارنپور دمظاهرالعلوم مدرسې د استاذانوپخواني مشر)ماته و ویل چې د سوالونوجوابونه ته لیکه، هغوئ به زمالیکل شوي جوابونه ډېرخوښول، بیاپه دارالعلوم چارسده کې هم داکارماته راوسپارلی شو، کله چې دارالعلوم حقانیه ته راغلم نودلته په یوه واړه غوندې د یاداښت کتاب(رجسټر) کې څوفتوی ګانې لیکلې وې، له همدې امله مې دلته د افتاء کار په مستقل ډول شروع کړ، مفتي صاحب په دارالعلوم حقانیه کې په ۳۲ کاله کې یولک کم اوزیاتې فتوی ګانې ورکړي دي چې د ترتیب اوتخریج کاریې روان دی، تر اوسه اته جلدونه ( ټوکه ) چاپ او د خلکومخې ته راغلي، چې د عاموخلکو اوخواصوترمنځ په یوه ډول مقبولې دي، په نورو ټوکونوباندې کار روان دی، په ترتیب اوتخریج کې د احتیاط له امله ډېروخت لږېږي، د مفتي صاحب رحمه الله فتوی ګانې انتهايي درجه قوي، محکمې اومدللې وي چې له ډېرغور اوڅېړنې وروسته لیکل شوي، له همدې امله د (رجوع کولو) وارندی راغلی، مفتي صاحب ته الله تعالی د فتوی اوپرېکړې لپاره د حیرانتیا وړپوهه ورکړې وه کوم موضوعات اومسائل چې ډېرپېچلي اونه حل کېدونکي ښکارېدل مفتي صاحب به هغه په ډېره آسانۍ سره حل کول، مونږ ویلی شوچې علم او فقاهت د هغوی دویم طبیعت ګرځېدلی ؤ اوهغه ریښتینی فقیه النفس ؤ، د هغوئ فتوی ګانې له پاکستان پرته په د باندنیوهېوادونوکې هم مقبولې اوپه زړه پورې دي او د هېواد د ننه خويې دا حال ده چې عوام خولاڅه چې علماء هم په یوه مسئله کې هغه وخت ډاډ من کېږي چې په هغې مسئله د مفتي صاحب فتوی موجوده وي اویایې تائیدکړي وي، په عامه توګه نورومدارسوکې د مفتیانو او دارالافتاء ګانوله شتون سره سره په مشکلومسائلوکې به هغوئ مفتي صاحب ته رجوع کوله، ما د ۱۹۸۸ میلادي کال د اګست په میاشت کې چې د ۱۴۰۸ هق کال له ذوالحجې سره سمون خوري لاهور، ملتان، کراچۍ او داسې نوروځایونوته سفر وکړ، بیامې د ۱۹۹۱ میلادي کال د اپرېل په میاشت کې چې له ۱۴۱۱ هق کال د شوال له میاشتې سره سمون خوري آزاد کشمیرته سفروکړ، همدارنګه مې د ۱۹۹۳ میلادي کال د اپرېل په میاشت کې چې له ۱۴۱۳ هق کال د شوال له میاشتې سره سمون خوري سیالکوټ، لاهور، خانېوال او د داسې نوروځایونوسفر وکړ ترڅو دهغوځایونومدرسې وګورم او د هغوځایونوله شیخ صاحبانو اوعلماءکراموسره لیده کاته وکړم، هلته ما د مفتي صاحب فتوی ګانې ولیدې چې په مشکلو او اهمومسئلوکې ترلاسه شوې وې .
د مفتي صاحب لیکنې او تصنیفات ډېر دقیق، جامع، باوري، ګټور اوټول خوښي دي چې په څو څو واره چاپ اوخپاره شوي دي، په ځانګړي ډول منهاج السنن شرح د جامع السنن للترمذي، هدایة القاري علی صحیح البخاري او فتح المنعم شرح د مقدمه د صحیح مسلم له لنډوالي سره ډېرزیات کره، ژور اوجامع دي چې هریو د لویو شروحولنډیز اوله هغونه بې پرواکونکی او د پخوانیومشرانومحدثینو دامالي وو نچوړ ده، هریوکتاب یې د بحرپه کوزې کې ښه مصداق ده او د علماؤ اوطالبانولپاره بې کچې ګټوردی؛ منهاج السنن چې په پنځوجلدونوکې ده، په ټولو اهموحدیثي اوفقهي مباحثوباندې مشتمل ده، همهاله د حدیثو د شرحې اوفتاوی حیثیت لري، همدارنګه ” البشری لارباب الفتوی” د فتوی په اصولو اوضوابطوباندې مشتمله لنډه اوجامع رساله ده چې په لسوفصلونومشتمله ده، مفتي صاحب به د دې په کتلوټینګارکاؤ او ویل به یې چې داماپه ډېرې خوارۍ لیکلې ده، همدارنګه د هغوئ نورتصنیفونه هم انتهائي باور ي اوګټور دي او د هغوئ د فتاوی وو یادونه خو وړاندې وشوه چې اته غټ جلدونه یې خپاره شوي اوپه پاتې جلدونویې کار روان دی .
اوس له حضرت مفتي صاحب سره د څوملاقاتونویادښتونه قلم ته سپارم
د ۱۴۲۳ هق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۸ چې د ۲۰۰۲ میلادي کال د اپرېل له اولې نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ له خپلوڅوتنو دوستانو اوخپلوانوسره د مفتي صاحب د لیدولپاره زروبۍ ته لاړم د خبروپه مهال مفتي صاحب په خپله خپل عمرښکاره کړ او وې ویل اوس مهال زماعمر ۸۴ کاله ده څلورکاله وړاندې د اتیا (۸۰) کلونوپه عمرماته د ګزڼ ناروغي پېښه شوه، مفتي صاحب په دې غونډه کې نورې هم ډېرې حکیمانه، څېړنیزې او اغېزمنې خبرې وکړې چې مونږ ته ترې ډېرې فائدې، د زړه خوښي او فیض حاصل شو .
په ۱۱ د ذوالقعدې ۱۴۲۴ هق کال چې له ۳ جنوري ۲۰۰۴ میلادي کال سره سمون خوري د هفتې په ورځ زه له خپلوڅه ملګرو اوعلماؤ اوطالبانوسره د مفتي صاحب دليدولپاره ورغلم په دې لیدنه کې ځینې دوستانومفتي صاحب ته و ویل چې په کراچۍ کې یوډاکټر د ګوزڼ ډېره ښه درملنه کوي اوپه هغه ډېره ګڼه ګوڼه وي، که تاسوته منظوره وي نولګښت به مونږپه غاړه واخلو، په موټروغیره کې به تکلیف وي د طیارې ټکټ به واخلو، په دې خبره مفتي صاحب ماته مخ کړ او وې ویل چې روغتیاخو د دین د خدمت لپاره اړینه وي چې انسان د دین خدمت وکړي، کوم څه خدمت چې له مانه شوی هماغه بسنه کوي، ۹ کاله په جامعه اسلامیه اکوړه خټک کې، ۳ کاله چارسده کې او ۳۲ کاله مې جامعه حقانیه کې تدریس کړی همدا کافي دی، اوس هم په چپ لاس لیکنه کولای شم، بس تاسو دعاء راته کوۍ، زماهم عمره علماء هم اکثر په همدې ناروغۍ اخته وو چې اوس له دې نړۍ څخه رخصت شوي دي یوهم له هغوی نه ندی پاتې، دوئ نورې هم ډېرې ګټورې او اغېزمنې خبرې وکړې، په پای کې جناب مفتي صاحب جهاد، مجاهدینو اوطالبانوته دعاء وکړه .
په ۲۴ د جمادی الاولی ۱۴۲۵ هق کال چې له ۱۱ جولاي ۲۰۰۴ میلادي کال سره سمون خوري دیکشنبې په ورځ له څوتنوخپلوانو اوملګروسره مفتي صاحب ته زروبۍ ته ورغلم، د خبروپه مهال ماله مفتي صاحب نه پوښتنه وکړه چې پښتوژبې ته ( سُلیمانیه ) ولې وايي؟ لکه څرنګه چې ستاسود کتاب نوم ده” العقائد الاسلامية باللغة السلیمانیة” مفتي صاحب و ویل چې هغه غریزه لړۍ چې له هندوستان څخه پیل شوې په کشمیرتېره شوې بیا افغانستان ته تللې هغه ته د سلیمان غر وايي، له دې لړۍ سره پښتانه آباد وو له همدې امله د هغوئ د ژبې نوم سُلیمانيه شو، بنده عرض وکړهغه هندوکش چې ویل کېږي؟ هغه و ویل هوکې! لکن دا هندوکش د کاف په زور سره ده یعني له هند اوکشمیرنه راتېرشوی، خلک هندوکش د کاف په پیښ سره وايي، بنده پوښتنه وکړه چې د بخاري شریف له شروحو فتح الباري اوعمدة القاري له کتلو اومطالعې وروسته بله کومه یوه شرحه د مطالعې لاندې نیول پکار دي؟ هغه و ویل ” قسطلاني” (ارشاد السّاري للقسطلاني) بیایې هغه نکل وکړ چې دعلّامه عیني رحمه الله او د فتح الباري د څښتن ښځې سره خویندې وې، ابن حجر رحمه الله به چې څه لیکل علّامه عیني رحمه الله به لیدل، همدالامل ده چې په فتح الباري کې چې هغه څومره نيوکې په احنافوباندې کړي دي هغه ټولې په عمدة القاري کې سره له جوابونوموجودې دي، ما بیا پوښتنه وکړه په صحاح سته کې چې سنن نسائي شامل ده آیاهغه سنن صغری ده، کوم چې مجتبی ده او ټول سنن کبری خوپه صحاحوکې شامل نه دی؟ هغه و فرمایل هوکې! دا سنن صغری ده یعنې مجتبی، ټول سنن کبری نه ده؛ بیامې پوښتنه وکړه سنن بیهقي څرنګه ده؟ د دې له احادیثونه په ډاډګیرنې او باورسره استدلال کېدلای شي؟ مفتي صاحب و ویل ترکومه ځایه چې د مذهب خبره ده نو زمونږ د مذهب خپل اصول اوتحقیقات دي کوم چې په نظرکې نیول کېږي اوترکومه ځایه چې له هغه نه د استدلال خبره ده نوله هغه نه استدلال کېدلای شي، بیايې خپلې المارۍ ته اشاره وکړه وای هغه ده لماسره ایښی ده، کله چې ما د طبراني په اړه وپوښتل چې د صغیر، اوسط اوکبیر ترمنځ کوم یو انتخاب شي؟ نوهغه و ویل: له ماسره صغیروي، په خبروخبروکې یې و ویل چې د فتاوی فریديه دوهم جلد باندې کارتمام شوی اوس به یې د چاپولولپاره لاهورته یوسي، له مفتي صاحب سره د فتاوی فریدیه لومړی جلد ایښی ؤ د هغه په پای کې د مسائل شتّی په اړه مفتي صاحب راته و ویل : دامسائل ماپه دې ناروغۍ کې په چپ لاس لیکلي دي دا مسائل په غیرمقلدینوباندې ډېردرانه دي، لکه د مړي مخ کتل او داسې نور، زیاته یې کړه چې د دوهم جلد مسائل شتّی مې هم په خپله په چپ لاس لیکلي دي، کله چې د درې میاشتنۍ ” دُررُالفرید ” رسالې یادونه وشوه، ما ورته و ویل چې په دې کې هم د دين خپراوی په ښه ډول کېږي، د دارالافتاء ترسرلیک لاندې د مسائلوخوراغوره حل او نورمعلومات بښونکي مضامین هم پکې وي، نوهغوئ وفریل چې دا د دارالافتاء ترسرلیک لاندې مسائل زه په خپله لیکم، بیا د شینل کمپنۍ یادونه وشوه، مفتي صاحب په خپل دریځ ټینګ ولاړ وو، داسې یې و ویل: په دې کې نه سود شته، نه رشوت اونه بل کوم شی، ځینې خلک چې له مانه په عمرکې واړه دي اوتدريس يې هم کم کړی هغوئ د ناروا والي خبره کوي، یوځل يې داهم و ویل چې په اکوړه خټک کې ځینې نوي ځوانان په دې مسئله کې اختلاف کوي مونږته د خلکوپروانه راځي مسئله همدغه ده که ټول هم مخالف شي نوشي دې، بیایې مولاناحسین احمدته و ویل چې دامسئله خپره کړۍ، بیامفتي صاحب یوه بېلګه وړاندې کړه چې د حیات النبي صل الله علیه وسلم په مسئله کې مولاناغورغشتوي صاحب رحمه الله اومولانابهبودي صاحب (مولاناعبدالرحمن کاملپوري) رحمه الله یوه لورته وو اونورټول مخالف وو چاچې د برزخي ژوند مطلب اخيسته، بنده (نورمحمد ثاقب) په دې موقع و ویل چې بعضې باریکیوته خلک پام نه کوي، دېته ورته نورې مسئلې هم شته د بېلګې په ډول د غاښونو ډکولومسئله، په روزه کې د ستنې لګولو مسئله، دروپیو د بدلولو اوداسې نورې .
په ۹ د شوال ۱۴۲۵ هق کال چې له ۲۱ نومبر ۲۰۰۴ میلادي کال سره سمون خوري له خپل زوئ اونوروخپلوانوطالبانوسره د مفتي صاحب د لیدنې لپاره زروبۍ ته لاړم، د خبروپه مهال مفتي صاحب و ویل الله تعالی دې امریکا برباد اوپوپناکړي، یواځې دلته نه بلکه په سعودي کې هم دخپلو ناپاکو ارادو تکمیل کوي، پرون د دارالعلوم صدیقیه یومدرس له عمرې نه راغی هغه و ویل چې امریکا د سعودي حکومت ته و ویل چې جهادي آیاتونه له نصاب څخه وباسۍ، هغوئ و وېستل، بیایې ورته و ویل چې له قرآن څخه یې هم وباسۍ، هغوئ ورته ویلي چې دا زمونږ د وس خبره نده؛ د غونډې په مهال د فتاوی فریدیه دوهم جلد چې د مفتي صاحب په وړاندې پروت ؤ، راوایې خيست او وې ویل چاپوښتنه کړې چې د زرو روپیو بانک نوټ د لسو روپیو د بانک نوټ په بدل کې ورکول رواده که ناروا؟ ما په جواب کې ورته و ویل چې شرعا دابلکل رواده، ځینې خلک په خپل عرف کې دې ته ناروا وايي او وې ویل چې دا په فتاوی (فریدیه) کې هم راغلې، او هغه ځای يې ماته را وښود، زه بنده داسې وایم چې دا د مفتي صاحب عجیب فراست اوبصیرت ؤ اوزمالپاره د بانک نوټ په دې مسئله کې د پخوا په څېر یوځل بیاد دوئ لخوا تائيد ؤ، په خبروخبروکې مې ورته و ویل داسې ښکاري چې سږکال د پګړۍ تړلوپه مهال تاسو دارالعلوم حقانیه ته نه واست تللي! هغوئ و ویل چې یوازې سږکال نه وم تللی ځکه چې هلته انځور وېستنه ډېره زیاته وي، ما ورته و ویل چې طالبان ستاسو راتلوته هیله من وي خوهغوئ د طالبانوکارخراب کړ، همدارنګه مې د چراټ د ستاربندي ورپه یاد کړه، چې هلته به تېرڅوکلونه په پرله پسې ډول د ټول صوبه سرحد د فارغانو د پګړۍ تړلوپروګرام د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم له لوري ترسره کېده، اوهلته به هم انځور اخيستنه کېده نوتاسوهلته په خپل تقریرکې و ویل چې د انځورونو د وعید ( د سزاورکونې ) حدیثونه خوزاړه شوي نه دي، بیا تاسوله هغې وروسته هلته هم د نه تللوپرېکړه کړې وه، مفتي صاحب و ویل ما ډېرتدریس کړی هغه کافي ده، بس اوس زمارخصتي ده، ما ورته و ویل داهم ډېره ده چې ستاسوفتاوی د ترتیب او تخریج له پړاوڅخه ستاسو د سترګوپه وړاندې تېرېږي اولکه څرنګه چې تاسوڅه موده وړاندې ویلي ووچې تاسو مسائل شتّی په خپله په چپ لاس لیکلي دي داهم لوی کارده، هغوئ په سر سره اشاره وکړه او وې ویل هوکې، مفتي صاحب د لیدنې په مهال و ویل په پخوانیوفتاوی ووکې یوه نیمه داسې خبره راشي چې هغه د احنافومذهب نه وي خوهغه خلک بیاهم په هغې باندې ټینګ ولاړوي، مونږ د چانوم نه اخلو، مونږهغه خبره پرېږدو د احنافوخپل اوسم قول خپلوو، مونږپه حنفیت ټینګ ولاړیو اوهغوئ په خپله خبره، بیایې په سخته لهجه و ویل چې زمونږله اهل حدیثوسره څه کارده .
د ۱۴۲۶ هق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۶ چې د ۲۰۰۵ کال د مارچ له ۶ نېټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ زه له خپلوڅوملګروسره د مفتي صاحب د لیدولپاره لاړم نوما د مفتي صاحب په وړاندې د اصولِ حدیثو د کتابونو یوه لړۍ یاده کړه چې دا له ماسره شته او اوس مې ستاسو افادات ” الفرائد البهیّة الی احادیث خیرالبریّة ” هم له دارالعلوم صدیقه څخه ترلاسه کړ، اوس مې مطلب داده چې تاسونه پوښتنه وکړم چې د اصول حدیث په کتابونوکې کوم ډېرزیات ګټور او ارزښمن دي، له څه غور وروسته مفتي صاحب و ویل ” اصول البزدوي” چې حنفي هم ده، ما ورته و ویل” اصول السرخسي” څرنګه ده هغه هم راسره شته ده، مفتي صاحب و ویل هغه هم ښه ده، بیامې ورڅخه وپوښتل چې ترمذي، سنن دارمي اوهمدارنګه تفسیرقرطبي او نوروکتابونوچې کوم حدیث راوړی دی : ( داهم له فتنوڅخه ده چې قاریان او د قرآن حافظان به ډېر وي، فقهاء به کم وي، وړوکی وي که غټ، لیدونکی وي که ړوند، نارینه وی که ښځینه قرآن به یادوي خوعمل به نه وي) نوپه اوسني حالت اورجحان که نظر واچول شي دا د امت لپاره څرنګه ده، اوکه څوک خپل اولاد یانورخپلوان د قرآن حافظان جوړ ول غواړي دا څرنګه ده؟ مفتي صاحب له یوڅه چوپتیا وروسته و ویل فتنه خوده! ، ما ورته و ویل یعني داغوره ده چې هغوئ ته مسائل ور وښودلای شي او د علم په زده کړه کې یې بوخت کړي؟ مفتي صاحب و ویل هوکې .
د ۱۴۲۷ هق کال د ربیع الثاني په ۱۲ چې د ۲۰۰۶ میلادي کال د مئي له ۹ نیټې سره سمون خوري د سه شنبې په ورځ زه د مفتي صاحب له څه شاګردانو اوعقیدت منوعلماؤ اوطالبانوسره د مفتي صاحب د لیدولپاره زروبۍ ته لاړم هلته چې ورسېدو له مولانا حسین احمدصاحب نه مو معلومه کړه چې په مفتي صاحب باندې بیا د ګوزڼ ناروغي راګرځېدلې ده، په پېښورکې څلور ورځې په روغتون کې له بسترېدا وروسته بېرته کورته راغلی ده، خو اوس خبرې نه شي کولای، مفتي صاحب هغه وخت په جومات کې وو، د ماسپښین له لمانځه وروسته موله مفتي صاحب سره ولیدل مفتي صاحب په ګوته د ژبې لورته اشاره وکړه او لاس یې په نفي باندې وښوراوه چې خبرې بندې شوي دي، په دې مونږ ډېرزیات غمجن شولو، ما مفتي صاحب ته و ویل داسې ښکاري چې الله تعالی تاسوته ډېره لویه بدله اوثواب لیکلی ده اوهغه ستاسولپاره پوره کېږي، مفتي صاحب اول مسکی غوندې شو بیایې حالت د ژړاغوندې شو.
اوس به د یوڅو خوبونو یادونه وکړم چې ماپکې خپل ځان اونورعلماءکرام له مفتي صاحب سره لیدلي دي.
د ۱۴۲۹ هق کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۰ نېټه چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د مارچ له ۱۷ سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ مې قیلوله کوله چې خوب مې ولید مفتي صاحب او د هغه ځینې شاګردان علماء دي، مفتي صاحب له هغوئ سره خوش طبعي کوي، مفتي صاحب یوکس په دا څنګ ( په تشي ) کې د ګوتې په څوکه چوخ کړي او ورته وايي چې څنګه یې؟ هغه کس په خندا ورته و وایي چې حال خراب ده، مونږټول خاندو مفتي صاحب هم خاندي، بیا بل کس په داتشي کې همداسې د ګوتې په څوکه چوخ کړي او ورته وايي څنګه یې، هغه هم همدغه جواب ورکړي، مفتي صاحب اومونږټول خاندو، د ډېرې خندا له وجې زه راویښ غوندې شوم بیاګورم چې مونږ له چای سره بادام خورو زه له مفتي صاحب سره نزدې ناست یم قاب هم نزدې راسره ایښی وي اوځینولرې ناستوخلکوته له دې قاب نه لږلږنوربادام ورکوم اوپه هغوئ کې دوه کسه داسې وي لکه په کټونوچې پراته وي زه هریوه ته نوربادام ورکوم، بیاله خوبه راويښ شوم. سبحان الله والحمدلله .
د ۱۴۳۰ هق کال د روژې مبارکې په ۲۱ چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د ستمبرله ۱۱ سره سمون خوري د جمعې مبارکې ورځ وه د پېشلمي په مهال مې تهجد، صلاة تسبېح اویوه پاره تلاوت وکړ ( الله تعالی دې قبول کړي ) بیا د سهار له لمانځه وروسته پرېوتم په داسې حال کې چې ډېر پرېشان وم چې مسلمانان په څومره مشکلوحالاتوکې دي، د کفارو او د هغوئ د ملګرو د ظلمونولاندې راغلي دي اوهمدارنګه ځینې نورې پرېشانۍ هم وې، خوب مې ولید چې د اختر د لمانځه په څېر په د ښته اوپټوکې په اوږدوالي خوره یوه لویه غونډه او اجتماع وي، غالبا چې ټول علماء وي، داسې برېښي چې یوکار اونظام چلېږي اوزه د هغه له خاصو اراکینوڅخه یم، او اوس د دې کار اونظام لپاره په دې اجتماع کې د مرکزي امیرټاکنه کېږي، زه د دې اجتماع په غاړه غاړه روان یم د اجتماع د سرلوري ته ځم، زما په لاس کې د رنګ دوه بوتلونه وي چې غالبا یو سپین او بل تور وي کله چې د غونډې او اجتماع سرته ورسېږم هلته یولاوډ سپیکرلږېدلی وي اویوعالم ورسره ولاړوي، داسې ښکاري چې مفتي صاحب مبارک ده، وروسته بیا داسې ښکاري چې زمونږ بل استاذ ده ، په دې اجتماع کې ډېر معتبر، مخور او سپینږیري علماء موجود وي، زه چې کله د اجتماع سرته راورسېږم نوجناب مفتي صاحب او په اجتماع کې موجود نورعلماء کرام د بنده په اړه وا یي چې د ده په څېريې څوک کولای شي! بس همدی د دې کارلپاره متعین ده، نو ټولوپه اتفاق سره زه مرکزي امیر وټاکلم اومسؤلیت یې را له غاړې کړ، زه دغو علماء کراموته د رنګ دا دواړه بوتلونه ور وښیم چې مادا را اخيستي وو ما ویل کېدای شي پکارشي ، بیازه هغه وخت له خوبه رابیدار شوم. سبحان الله والله اکبر
په پای کې دعاء کوم چې الله تعالی دې حضرت مفتي صاحب رحمة الله تعالی علیه همېشه په لوړو درجو او مرتبو فائز ولري او ربّ کريم دې د دوئ ټول کړي علمي او روحاني خدمتونه په قبولِ حسن سره قبول کړي او مونږ ته دې د دوئ له هدایاتو، علومو او فتاوا وو څخه د پوره استفادې کولو توفیق رانصیب کړي . آمین
د دعاء محتاج
نورمحمد ( ثاقب )


![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)









ثبت دیدگاه