حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 08/26/1394 ساعت: 21:46
    بازدید 311
    ♥3

    جهادکې محرمات او مکروهات الفرار من الزّحف /جنګ کې ددښمن له ویرې تیښته کله چې دجهاد په ډګر کې دمسلمانانو له شمیر څخه دکفارو شمیر له دوه برابره څخه هم زیات وو،خو دمسلمانانو د اټکل له مخې دکفارو ددوچنده کیدو سربیره به بیا هم دوئ پر دښمن غالب شي ،نود(الموسوعة الفقهیة )دتحقیق له مخې دې […]

    پ
    پ

    جهادکې محرمات او مکروهات

    الفرار من الزّحف /جنګ کې ددښمن له ویرې تیښته

    کله چې دجهاد په ډګر کې دمسلمانانو له شمیر څخه دکفارو شمیر له دوه برابره څخه هم زیات وو،خو دمسلمانانو د اټکل له مخې دکفارو ددوچنده کیدو سربیره به بیا هم دوئ پر دښمن غالب شي ،نود(الموسوعة الفقهیة )دتحقیق له مخې دې وخت کې اولی او غوره خبره ورته دمصلحت له مخې داده ،چې مجاهدین شاته تګ ونکړي او له استقامت او ثبات څخه کارو واخلي،خو که ددې اټکل او ظن سربیره یې بیا هم شاته تګ وکړ،جائز ده اوکوم حرج پکې نشته ،ځکه دوئ ددښمن له یرغل څخه محفوظ ندي او حکم ددوئ په مظنت او اټکل راڅرخي ،چې هغه ددوئ (مسلمانانو)له کفارو څخه کم جنګي شتون او دشمیر کموالی دی،لدې امله که له نیمایي څخه زیات وو، نوکه دتلفاتو احتمال یې غالب هم وو بیا هم پرې استقامت او ثبات لازم دی (الموسوعةالفقهیة ).
    په (الموسوعة الفقهیة الکویتیة)کې بیا لیکي : چې که چیرته دمجاهدینو مظنت او ګمان داسې و، چې دجنګ په ډګر کې ددښمن ددوه برابره شمیر سربیره که په سنګرونو کې بیا هم پاتي شو، نو په غالب ګمان چې مونږ به (خدای ج مکړه )شهیدان شو، نو دې کې دوه وجه دي ،یو داچې دوئ ته دالله تعالی ددې قول له مخې { وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ سورة البقرة / 195 . } .روا ده چې خپل مورچلونه پریږدي او شاته تګ وکړي او دویمه خبره داده چې ورته ددې ګنجایش نشته اونه ورته روا ده، چې شاته تګ وکړي او همدا خبره صحیح ده، دلیل یې دادی چې الله تعالی فرمایي : { إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ- سورة الأنفال / 45 . } ددې دویمې وجه دقوت او صحت دلیل دا هم دی چې مجاهد چې جهاد کوي، نو ددوه ښیګڼویا خوشحالیو ترلاسه کولو لپاره لیوال وي، یا داچې شهادت به ورته په برخه شي او یا داچې فتحه او غنایم به ترلاسه کړي (ولأنّ المجاهد إنّما يقاتل على إحدى الحسنيين الشّهادة أو الفوز بالغنيمة مع الأجر .). لکه چې الله تعالی فرمایي : { إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ – سورة التوبة / 111 . وانظر : المهذب 2 / 232 ، ونهاية المحتاج 8 / 62 . } .

    په (شرح السیرالکبیر )کې کاږي چې دحنفي مذهب دریم امام محمد بن الحسن الشیبانی رح فرمایي چې(( وقد قال محمّد بن الحسن : لا بأس بالانهزام إذا أتى المسلم من العدوّ ما لا يطيقه ، ولا بأس بالصّبر أيضاً بخلاف ما يقوله بعض النّاس من أنّه إلقاء بالنّفس إلى التّهلكة ، بل في هذا تحقيق بذل النّفس في سبيل اللّه ))ژباړه :که چیرته دمسلمان دکافر سره دمقابلې وسه نه کیده او دهغه دمقابلې طاقت یې نه درلود، نو باک نشته که شاته تګ وکړي او انهزام وکړي او بیا فرمایي چې که صبر وکړي او شاته تګ ونکړي، نو هم باک نلري ،داخبره دهغه چا دنظر خلاف ده، چې وایې چې دا صبر یا استقامت کول ځان په لوی لاس هلاکت کې غوځول دي، بلکې دا تحقیقاً دالله تعالی په لاره کې دخپل ځان قرباني او بذل النفس دی . (شرح السير الكبير 1 / 88).
    امام حصكفي رح په (الدرالمختار)کې کاږي: چې که چیرته دا مجاهد پوهیده، چې که احیاناً جګړه کوم، نو وژل کیږم (شهید کیږم )او که جګړه له کافر سره نه کوم، نو اسیر یا بندي کیږم ،نو پدې صورت کې پرده باندې قتال لدې کافر سره لازم ندی ،اوکه چیرته دمجاهدینو غالب ظن یا اټکل داسې وو، چې که شاته تګ کوو هم، له مینځه مو کافر وړي او که ورسره جګړه کوو،نو هم مو له مینځه وړي ،یعنې دانصراف او اقامت دواړو حالتونو کې یې په ګمان ورته شهادت محتمل و، نو پدې صورتونو کې دې مجاهدینو ته استقامت او په جنګ باندې صبر کول اولی او غوره دی ،داددې لپاره چې دوئ دهغو شهیدانو درجاتو ته ورسیږي ،چې داجر په نیت په مخامخ جګړه کې شهیدان شي، نه داچې دشاته تګ یا ادبار په صورت کې ورته ددښمن مرمۍ اصابت وکړي او د شا لخوا شهید شي ،لکه چې الله تعالی فرمایي : { كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ -سورة البقرة / 249 . } – (والدر المحتار بحاشية ابن عابدين 3 / 222 .).
    شوافع حضرات رح وایې: چې د(۲۰۱)تنو کمزوریو کفارو څخه د(۱۰۰)اتلومسلمانانوتیښته حرامه ده، خو که چیرته (۱۰۰)تنه کمزوري مسلمانان له (۱۹۹)پهلوانانو جنګي کفارو څخه شاتګ وکړي، په اصح قول جایز ده او کوم باک نلري ،ځکه اعتبار معنی ته دی (الموسوعة الفقهیة ج۱۶ص۱۶۰)
    دجنګ پر وخت دجنګیالیو دتساوي او عدم تساوي شمیرنه او پرتلنه او اختلاف هغه وخت مد اعتبار دی، چې په دخیلو خواووکې تقارب داوصافو معتبر وبلل شي ،نودې وخت کې چې اوصاف یې متقارب وي او سره برابروي ، که یو جنګي زیات یا کم وي او یاهم یو پلی او بل ماشي وي، نو هم باک نلري . (نهاية المحتاج 8 / 66 ، 67 .)
    احناف فقهاء رح فرمایي: چې پدې باب کې حکم اعدادوته نه، بلکې غالب ګماناو غالبي رأیې ته دی ،که چیرته دغازیانو غالب ګمان داوه، چې ددښمن پروړاندې مقاومت کولای شي، نو ورته استقامت لازم دی ،اګرکه ددې ګمان سربیره یې شمیرتر کفارو لږ هم وي ،خو که دکفارو څخه دمجاهدینودتکثر سربیره یې غالب ګمان یې داوه، چې دوئ به مغلوب شي ،نو باک نشته که دوئ دا ځای پریږدي ، شاته تګ وکړي ،نورو مسلمانانوته پناه یوسي او ددئ څخه مرسته وغواړې ،همداسې که کوم مجاهدسره وسله نوي او ددوو داسې کافرو عسکرو سره جنګ کې مخامخ شي، چې هغوئ مسلح وي او یا له یوه کافر عسکر سره پداسې وخت کې مخ شي ،چې هغه سره وسله وي او له ده سره نوي، نو باک نشته که دا خالي سلاح مجاهدمورچه پریږدي او دبلې سترې جهادي ډلې سره یوځای شي ،لکه همدا مسئله په (الموسوعة الفقهیة )کې (دالبدائع الصنائع او فتاوی شامیه )په حوالو سره پداسې عبارت راغلې ده : وذهب الحنفيّة إلى أنّ الحكم في هذا الباب لغالب الرّأي ، وأكبر الظّنّ دون العدد فإن غلب على ظنّ الغزاة أنّهم يقاومونهم يلزمهم الثّبات ، وإن كانوا أقلّ عددا منهم ، وإن كان غالب ظنّهم أنّهم يغلبون فلا بأس أن ينحازوا إلى المسلمين ليستعينوا بهم ، وإن كانوا أكثر عددا من الكفرة…….
    ( البدائع 7 / 98 ، 99 ، وابن عابدين 3 / 224 .)
    نوربیا………………….

     

    مفتي ابومحمد (حقاني )

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.