حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 09/04/1394 ساعت: 20:35
    بازدید 91
    ♥2

    مسئله : څرنګه چي دصفري دمیاشتي له لمړي ورځي څخه تردیارلسم تاریخ پور ي داسلام نه وړاندي کفارو سخت منحوس ګڼل ، اوداخالص دکافرانو عقیده وه ، اوپه اسلام کي ددي عقیدي په کلکه تردیدشوی نو ځکه په دغه شپو کي کرکه کول یادغه ورځي بدي ګڼل   نه دی جایز   . فتاوی الرحیمیه ۱\۱۱۷- ۱۱۸ […]

    پ
    پ

    مسئله : څرنګه چي دصفري دمیاشتي له لمړي ورځي څخه تردیارلسم تاریخ پور ي داسلام نه وړاندي کفارو سخت منحوس ګڼل ، اوداخالص دکافرانو عقیده وه ، اوپه اسلام کي ددي عقیدي په کلکه تردیدشوی نو ځکه په دغه شپو کي کرکه کول یادغه ورځي بدي ګڼل   نه دی جایز   . فتاوی الرحیمیه ۱\۱۱۷- ۱۱۸

     

    مسئله : ډیر خلک دصفري په میاشت کي کوژدن ، واده ، یاسفر   نه کوي ، نودایوه سخته ګناه ده اویوه غلطه عقیده ده . فتاوی الرحیمیة ۱\۱۱۸ واحسن الفتاوی ۱۴۷-۴۸

     

    مسئله : په ځینو سیموکي آخري چهارشنبه دمذهبي مراسمو په ډول لمانځله کیږي اودافکرکول کیږی چي په دغه ورځ پیغمبرصلی الله علیه وسلم له بیماري څخه صحت موندلی وو . داعقیده هم ځکه غلطه ده چي د پیغمبرصلی الله علیه وسلم په دغه شپه بیماري زیاته شوي ، کیدی شي چي په دغه ورځو کي یهودو خوشحالي کړي وي ، فتاوی الرحیمیة ۱\۱۱۹ ملخصا ومثله في الفتاوی محمودیه ۱۵\۴۱۲ ومثله في احسن الفتاوی ۱\۳۶۰

    مسئله : په دغه ورځو کي دمدرسو رخصتي کول یا په کورونو کي مذهبی مراسم جوړول شرعي اصل نه لري نو ځکه یې سرته رسول ناجایز دي . فتاوی الرحیمیة ۱\۱۲۰

     

    مسئله : په ځینواسیمو کي چي کله دصفري میاشت ووزي نوماشومان دکورنو اواودروازو په ټکولو سره شورونه کوي ، ناري وهي   صفره ووته ، دغه هسي ماشومانو ته دکرکي عقیده ورکول دي ، چي بایدماشومان داسي عمل ته پری نه ښودل شي ، بلکه په کلکه ځیني منعه کړل شي . وړانديني

     

    مسئله   : ځیني خلګ دصفري په آخیري چهارشنبه غسل کوي شریني ویشي او وایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي ورځ دصحت غسل کړی ده ، اوکه شریني ونه ویشي نو تاوان ورته رسیږي ، نو داټولي عقیدي بي بنیادي دي ،داطریقه غلطه ده اوځان ورڅخه ساتل ضروري دی ، نه په دي ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غسل ثابت ده ، اونه هم له صحابه وو یا نوروسلفو علماو څخه دشریني ویشل . فتاوی محمودیه ۱۵\۴۱۲ ملخصا.

     

    من  فتاوی الصیام  لابي  یاسر عفی عنه

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.