حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 09/17/1394 ساعت: 21:17
    بازدید 263
    ♥3

    مفتي ابومحمدحقاني تبییت : په المصباح المنير کې لیکي :چې تبییت مصدر دی او دلغت له حیثه په لاندې معانیو کې استعمال شوی، چې داټولې معنی ګانې نږدي یوې داسې معنی ته راجع کیږي ،چې دشپې مهال دیوه یرغل اوپر دښمن د عملیاتي یرغل بڼه خپلوي ، لکه دشپې په تیاره کې دیوه کار تدبیر […]

    پ
    پ

    مفتي ابومحمدحقاني

    تبییت : په المصباح المنير کې لیکي :چې تبییت مصدر دی او دلغت له حیثه په لاندې معانیو کې استعمال شوی، چې داټولې معنی ګانې نږدي یوې داسې معنی ته راجع کیږي ،چې دشپې مهال دیوه یرغل اوپر دښمن د عملیاتي یرغل بڼه خپلوي ، لکه دشپې په تیاره کې دیوه کار تدبیر کول ،دشپې مهال دیوه کار په باب کلکله پریکړه کول او دشپې مهال پر دښمن داړه غورځول ،لکه پدې عبارت کې چې راغلی دي : مَصْدَرُ بَيَّتَ الأَمْرَ إِذَا دَبَّرَهُ لَيْلا ، وَبَيَّتَ النِّيَّةَ عَلَى الأَمْرِ : إِذَا عَزَمَ عَلَيْهِ لَيْلا فَهِيَ مُبَيَّتَةٌ بِالْفَتْحِ . وَبَيَّتَ الْعَدُوَّ : أَيْ دَاهَمَهُ لَيْلا .

    په اصطلاحي معنی کې تبییت دلغوي معنی سره مرادف دی او داواړه سره کوم ډول توپیر نلري، وَمِنْهُ قَوْله تَعَالَى : { أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَنْ يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا بَيَاتًا وَهُمْ نَائِمُونَ } (سورة الأعراف / 97 .) .

    پردښمن دشپې لخوا دیرغل کولوحکم :

    په (الموسوعة الفقیة) کې لیکي چې :کله چې ددښمنانو سره دمسلمانانو دسولې معاهده نوي او نه اهل ذمه وي، نودوئ کې چې دچا قتل روا دی، پرهغوئ دشپې مهال حمله هم جایز ده ،البته دوئ به هغه کفار وي، چې یو ځل ورته دعوت هم رسیدلی وي ،او دوئ ترې انکارکړی وي ،همداسې یې له جزیې منلو څخه هم انکار کړی وي، نو پردوئ دشپې لخوا یرغل وروړل روا دي ،امام احمد بن حنبل رح فرمایي: چې بیات یا دشپې لخوا پرکفارو حمله کول باک نلري ،دروم غزوات هم ټول دبیات په شکل ترسره شوي او هیچا پر دښمن دشپې مهال په برید کولوکوم اعتراض ندی کړی او نه یې پکې دکراهت څه قول کړی دی ((قَالَ أَحْمَدُ رَحِمَهُ اللَّهُ : لا بَأْسَ بِالْبَيَاتِ ، وَهَلْ غَزْوُ الرُّومِ إِلا الْبَيَاتُ ؟ قَالَ : وَلا نَعْلَمُ أَحَدًا كَرِهَ تَبْيِيتَ الْعَدُوِّ .

    )).

    صعب بن جثامه رضی الله عنه فرمایې :چې دحضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوریدلې دي، چې دمشرکانو داهالیو په باره کې به ترې پوښتنه کیده،چې مونږ پرې دشپي لخوا حمله وکړواوددوئ ښځې او بچیان رانه ووژل شي، دا به څنګه وي؟نو ده صلی الله علیه وسلم به ورته ویل، چې دوئ دهغوئ نه دي ؛ نو که څوک ووایې چې دا نوموړی حدیث دصحیح البخاری او صحیح مسلم ددې حدیث سره څنګه تطبیق کیدای شي ،چې په هغې کې صراحتاً دښځو او ماشومانو له وژلو څخه منع او نهی راغلې لکه پدط عبارت کې : ((فَإِنْ قِيلَ : قَدْ نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ قَتْلِ النِّسَاءِ وَالذُّرِّيَّةِ أخرجه البخاري ( 6 / 148 ـ الفتح ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( 3 / 1364 ـ ط الحلبي ) .)؟،په ( المغنی )کې یې ددې پوښتنې داسې ځواب کړی، چې مونږ وایو چې داصحیح ده ،چې دې حدیث کې دکفارو دښځو او ماشومانو له قتل څخه منع شوې ده ،لکن مراد ترې هغه قتل دی او وژنه ده ، چې تعمداً او قصداً وي، نه داچې بالتبع یا یې غیر ارادي قتل رامینځ ته شي ،نو علامه ابن قدامه رح په المغنی کې لیکي چې ددواړو حدیثینو مینځ کې جمع ممکن ده او هغه داسې چې نهی په تعمد باندې حمل ده او اباحت یې ددې نه په غیر په نورو صورتونو کې دی . (کذافی المغني 8 / 449 مطبعة الرياض الحديثة .)

    کوم تطبیق چې ددې دواړواحادیثو ترمینځ صاحب د(المغني )کړی دی، د(هدایه شرح فتح القدیر) کې هم (علامه ابن الهمام رح) هم همداسې کړی او هغه هم ویلې چې دکفارو دښځو او ماشومانو وژنه نا جایز ده ،او کوم حدیث کې چې د(هم منهم )خبره ،چې داباحت حکم ترې معلومیږي، هغه هاغه صورت دی، چې مسلمانانو ته معلومات نوي، چې دلته ګوندي ښځې او ماشومان هم ددې کفارو شته ،او قصد او اراده یې هم ددوئ دوژلو نوي کړي، لکه دفتح القدیر پدې عبارت کې چې راغلې (….فَيَجِبُ دَفْعًا لِلْمُعَارَضَةِ حَمْلَهُ عَلَى مَوْرِدِ السُّؤَالِ وَهُمْ الْمُبَيِّتُونَ ، وَذَلِكَ أَنَّ فِيهِ ضَرُورَةَ عَدَمِ الْعِلْمِ وَالْقَصْدِ إلَى الصِّغَارِ بِأَنْفُسِهِمْ ، لِأَنَّ التَّبْيِيتَ يَكُونُ مَعَهُ ذَلِكَ ، وَالتَّبْيِيتُ هُوَ الْمُسَمَّى فِي عُرْفِنَا بِالْكَبْسَةِ ، وَمَا الظَّنُّ إلَّا أَنَّ حُرْمَةَ قَتْلِ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ إجْمَاعٌ .

    (فتح القدیر ج۱۲ص۱۱۲)

    نوددې څیړنې څخه جوته شوه ،چې دکفارو دښځو او ماشومانو وژنه په اجماع سره حرامه شوه ،احناف رح ،حنابله رح وغیره دټولوپدې خبره اتفاق دی او دکوم حدیث شریف نه چې اباحت معلومیږي ،هلته هغه صورتونه مراد د دي، چې مجاهدین یې دقتل ارداه ونکړي ،علم ورته ددوئ په موجودیت نوي او مقصودي حمله پرې ونکړي .

    که چیرته دمسلمانانوامام یا جهادي قوماندان اسلام ته له دعوتولو مخکې دشپې مهال پر کفارو حمله وکړه ،ګناهګار دی ،دلیل یې دا آیت کریمه دی چې { فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ } (سورة الأنفال / 58 .) .

    فقهاووپدې کې سره اختلاف کړی، چې که چیرته قبل الدعوة په تبییت یا شپني بریدکې کوم کافر ومړ،نو آیا ضمان پرې شته که نه ؟ په( الموسوعة الفقهیة) کې لیکې :چې احناف او حنابله علماءرح پدې نظر دي ،چې څنګه چې دوئ ایما ن نلري ،نو امان هم نه لري ،نو پر وژونکیو یې کوم ډول ضمان نشته او ځینې شوافع رح وایې چې ضمان پرې شته او ددې ضمان دیت او کفاره ورکول دي ، داخبره دامام شافعي رح نه نقل شوي ده ،لکه پدې حوالو کې دا مسئله ښه څرګنده ده (البحر الرائق 5 / 80 ، وابن عابدين 3 / 223 ، ومطالب أولي النهى شرح غاية المنتهى 2 / 507 ـ 508 ، وروضة الطالبين 10 / 239 ، ومغني المحتاج 4 / 223 ، والمغني لابن قدامة 10 / 386 .).

    ځینې فقهاوو ویلې دي: چې :اهل کتابو او مجوسیانو ته دعوت ورکول واجب ندي، ځکه دوئ ته دعوت رسیدلی دی او ددوئ کتابونو کې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر پیغمبرۍ بشارتونه ورکړل شوي دي ،نو ددې اړتیا نه لیدل کیږي، چې بیا ورته دعوت له تبییت یا شپني یرغل نه مخکې له واجباتو څخه وشمیرل شي، البته دبت پرستانویا عبدة الاوثانو ته به له حملې نه مخکې دعوت ورکول کیږي (المغني لابن قدامة 10 / 386) .

    هو! پر کفارو یا هغو قومونوچې یو کرت مخکې داسلام دعوت ورکول شوي وي ،هغوئ ته دویم ځل دعوت ورکول دمبالغة الانذار دنظریې له مخې مستحب دي او بل ددې لپاره چې دوئ پوه شي، چې مسلمانان پر دوئ حمله ددې لپاره نه کوي، چې ګوندې ددوئ دمالونو یا اولادونو وږې دي، بلکې ددې لپاره چې ورته جوته شي، چې مونږ ددوئ ددین قبلولو تږې یو او ددې لپاره ورسره جهاد کوو،داخبره ثابته ده چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم چې کله دخیبر دفتحې بیرغ حضرت علی کرم الله وجهه ته ورکاوه،نو ورته یې وویل :چې دوئ (اهل خیبر)ته دعوت (داسلام منلو دعوت )ورکړه ،داپداسې حال کې وه ،چې قبلا ورته دعوت رسیدلی وو،لکه دې عبارت کې دي :(وَقَدْ ثَبَتَ ” أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَمَرَ عَلِيًّا حِينَ أَعْطَاهُ الرَّايَةَ يَوْمَ خَيْبَرَ وَبَعَثَهُ إِلَى قِتَالِهِمْ أَنْ يَدْعُوَهُمْ ” (” أخرجه البخاري ( الفتح 7 / 476 ـ ط السلفية ) .) ، وَهُمْ مِمَّنْ بَلَغَتْهُمُ الدَّعْوَةُ .)

    دویم ځل دعوت ورکول یو مستحب عمل دی، واجب ندی ،نو ځکه ددې جواز هم شته ،چې لدې دویم دعوت پرته پرې دشپې مسلمانان غارت وکړي، لکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې دشپې مهال پر (بني مصطلق) باندې ددوئ دغفلت پر وخت حمله وکړه،او یا لکه ده صلی الله علیه وسلم چې حضرت اسامه رض ته همداسې امر وکړ(حديث : ” عهد إلى أسامة أن يغير على ابني صباحا ” أخرجه ابن سعد في الطبقات ( 4 / 66 ـ ط دار صادر ) . وإسناده صحيح .)

    په (الموسوعة الفقهیة) کې بیا لیکي :چې دماشومانو او ښځودعدم قصداو نه ارادې په صورت کې په زیر زمینیو یا تاخانوکې دکفارو وژنه جایز ده ،همداسې پردوئ داوبو بندول او دلارو بندول ،ترڅو تلونکې ورنشي هم روادي او د ادتبییت په معنی سره دی (. وكذا يجوز قتل الكفّار في مطمورة إذا لم يقصد النّساء ، والصّبيان ونحوهم ، ويجوز قطع المياه عنهم وقطع السّابلة وإن تضمّن ذلك قتل الصّبيان والنّساء ، لأنّه في معنى التّبييت السّابق فيه حديث الصّعب بن جثّامة ولأنّ القصد إضعافهم وإرهابهم ليجيبوا داعي اللّه ، ويجوز الإغارة على علّافيهم وحطّابيهم ونحوهم(الموسوعة الفقهیة الکویتیة ج۱۷ص۱۷۳).

    نوربیا ….

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.