قال عرفجة رضي الله تعالی عنه سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول « انه سیکون هنات وهنات فمن أراد ان یُفرق أمر هذه الامة وهی جمیع فاضربوه بالسیف کا ئنا من کان » روا ه مسلم برقم ۱۸۵۲)
ژباړه : عرفجه رضی الله تعالی عنه فرمايې :چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي اوریدلي چې ویل يې : بيابه پرله پسي شرارتونه اوفسادات راڅرګندیږي ، څوک چې اراده لري چې دامت دغه ډله سره بي اتفاقه کوي نوپه ټولو سره يې وژنئ چې ترڅوپوري وي .
تشريح : په مرقات کې دوهنات … په تشریح کې لیکلي دي : یعني یوپه بل پسي به فتني پیل شي اوډول ډول فسادونه به راښکاره شي ، یوه فتنه به داوي چې خلق به دامارت غوښتنه کوي سره له دي چې امام خوهغه دی چې لمړی ورسره بیعت شوی ،… نوکه یوه ډله غواړی چې دامت دغه جماعت سر ه بي اتفاقه کړي … نودغه ډله ددې وړ دي چې په تورو ووهل شي یعني ټوټه ټوټه شي … الحاصل : کوم خلق چې په امام باندي خروج کوي [یعني اطاعت يې نه کوي ]نوتاسو ددوئ شرپه توره [جهاد] سره دفعه کړئ که څه هم دغه خلق شریف اودعلم څښتنان وي اوتاسو دوئ حق اوښه ګڼئ ،مرقات ۶\ ۲۳۹۹
وفی روایته عنه قال رسول صلی الله علیه وسلم من اتاکم وامرکم جمیع علی رجل واحد یرید ان یشق عصاکم اویفرق جماعتکم فاقتلوه «رواه مسلم ص ۱۲۸ج۲)
ژباړه : په یوه بل روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که څوک تاسوته راغلو په داسي حال کې چې تاسو په یوه امیر سره متحد واست اودغه تن اراده لري چې ستاسو لکړه [اتحاد ] مات کړي یاستاسو په ډله اوجماعت کې تفرق اونفاق اچوي نو وويې وژنئ .













![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه