حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دبرکت،رحمت اومغفرت میاشت
    03/27/1394 ساعت: 17:10
    بازدید 660
    ♥3

    و عن عبادة رضي الله تعالى عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال يوما وحضر رمضان : اتاكم رمضان  شهر بركة يغشاكم الله فيه ،  فينـزل الرحمة ، ويحط الخـــطايا، ويستجيب   فيه الدعاء .   الترغيب والترهيب   ۱\۲۵۶ ژباړه : عباده رضی الله تعالی عنه وايې : چې  پيغمبرصلی الله عليه وسلم په يوه […]

    پ
    پ

    و عن عبادة رضي الله تعالى عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال يوما وحضر رمضان : اتاكم رمضان  شهر بركة يغشاكم الله فيه ،  فينـزل الرحمة ، ويحط الخـــطايا، ويستجيب   فيه الدعاء .   الترغيب والترهيب   ۱\۲۵۶

    ژباړه : عباده رضی الله تعالی عنه وايې : چې  پيغمبرصلی الله عليه وسلم په يوه داسې ورځ کې   داخبره  وکړه  چې  درمضان  المبارک مياشت راختلي وه : ويې وفرمايل :چې  تاسوته يوه داسې  مياشت  راغلي ده چې  له برکت څخه ډکه ده ،اولوی  خدای جل جلاله  به موپه خپلورحمتونوکې پټ  کړي   ، دالله تعالی رحمتونه  به نازليږي ، ګناهونه به رزيږي  ،اودعاوي  به  قبليږي .

    تشريح : يعني پيغمبرصلی الله عليه وسلم دمبارکي روژي  دځانګړتياو يادونه وکړه ، اوپه دي ترڅ کې يې درمضان المبارک څوښيګڼي يادي کړي ،

    ۱ = لمړی داچې درمضان المبارک مياشت  دبرکت مياشت ده ، يعني دانسانانو په  صحت ، مال ،اورزق کي به برکتونه وي ،

    ۲= دوهم : الله تعالی به خپل رحمتونه نازلوي  اودخپلو بندګانو سره به درحمت معامله کوي .

    ۳= دريم : الله تعالی به دبندګانوخطاوي اوګناهونه معاف کوي ،

    ۴= څلورم : الله تعالی په دغه مبارکه مياشت کې دخپلو بندګانو دعاوي قبلوي  ،

    اودغه وړاندينی مضمون دحضرت سلمان رضی الله تعالی عنه په روايت کې داسې راغلی دی:

    وهو شهر اوله رحمة ،واوسطـه مغفرة،واخـــره عتق من النار ، من خفف  عن مملوكه  فيه غفرالله  له  واعتقه  من  النار .  الحديث . .

    ژباړه : دايوه داسي مياشت ده چې لمړۍ لس ورځي يې  درحمت ،اودمينځ لس ورځي يې دمغفرت ،اووروستۍ لس ورځي يې د اور څخه  دازادۍ  دي  .

    تشريح :- يعني لمړۍ لس ورځي یې دلوى خداى دلوري  څخه درحمتونو دنزول ورځي دي ،اومينځنۍ ورځي يې  بندګانوته  دګناهونو دبخښلو، او وروستۍ ورځي  يې له اورڅخه دهغوئ دازادولو اومعافولوورځي دي  .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.