د روژې مياشت کې د نفلونو ثواب : لیکوال : مفتي محمدشریف راشد
له ابوسعيد الخُدرِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : کوم مؤمن چې د روژې د مياشتې په کومه شپه کې لمونځ کوي نو د الله تعالی له لوري به په هره سجده باندې يو زر او پنځه سوه ۱۵۰۰ نېکۍ ورکول کېږي ، او په جنت کې به يو کور ورته جوړېږي ، دا کور به له يوې سرې ملغلرې څخه جوړ وي ، ( دومره لوی ) چې شپېته زره دروازې به لري ، د دې هره دروازه به يوه د سرو زرو ماڼۍ ( قصر ) لري ، دا قصر به په يوه سره ملغلره باندې ښايسته شوی وي .
چې کله د روژې د مياشتې اوله روژه ونيسي نو ټول مخکني ګناهونه او هم هغه چې تر بل رمضانه پورې يې کوي – وبخښل شي .
او په هره سجده باندې به د ورځې يې وکړي او که د شپې – په جنت کې دومره يوه لويه ونه ورته کېښودل کېږي چې په اس سپور سړی به يې په سوري کې پنځه سوه کاله مزل کوي . (البيهقي في شُعَب الإيمان )
له سلمان رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د شعبان په وروستۍ ورځ کې مونږ ته په وينا کې اوفرمايل : ای خلکو ! تاسو ته ډېره ستره او مبارکه مياشت را ورسېدله ، داسې مياشت چې پدې کې يوه شپه ده چې له زرو کلونو څخه غوره ده ، د دې مياشتې روژه الله جل جلاله فرض کړې ده او دشپې قيام نفلونه يې سنت ګرځولي دي ، څوک چې پدې مياشت کې يو نېک کار وکړي ( لکه نفلونه او نور ) دومره ثواب لري لکه فرض يې چې کړي وي ، او څوک چې فرض پکې وکړي هغه دومره ثواب لري لکه اویا ۷۰ وارې يې چې کړي وي ، ( يعنې نفل يې د فرضو ثواب لري او فرض يې د اويا فرضونو ) ( صحيح ابن خُزيمة )












![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه