عن ﺇبن مسعود الغفاري رضی الله تعالی عنه قال :سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات يوم وأهلّ رمضان فقال لويعلم العبادما رمضان لتمنت امتي ان تكون السنة كلها رمضان الحديث .الترغيب والترهيب257\1
ژباړه : ابن مسعود غفاري رضي الله تعالى عنه وایې : ماله پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه په داسې حال کې چې درمضان المبارك مياشت راختلي وه، واوریدل چې ويل يې : كه د الله تعالی بندګان خبر شي چې روژه څه شیء ده ؟ نو زما امتيان به آرزو وكړي چې كاش ټول كال روژه واي .
تشريح : يعني كه انسانانو ته معلومه شي چې روژه څومره د بركتونو اورحمتونو څخه ډكه مياشت ده اوڅومره ډيرو بندګانو ته پكښې ګناهونه بخښل كيږي نودوئ به دا ارزو ضرورکړي وه چې ديوي مياشتي په ځاى ټول كال روژ ه واى ؛
همداراز پيغمبر صلى الله عليه وسلم خپل امت ته ددي مياشتي ارزښت په ګوته كړى چې بايد د مؤمنانو څخه دبركتونو اورحمتونو دغه ارزښتناكه مياشت هسي تيره نشي . بلكه هغوئ دقدر په سترګه ورته وګوري . اويوه لمحه یې هم ضائع نه كړي .
مفتي ابویاسر












![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه