قریب ته صدقه ورکول افضل دی اوکه مجاهدته ؟
پوښتنه: یوتن وایې زماقریبان مساکین دي آیا له قریبانو سره مرسته کول بهتر دي اوکه له مجاهدینو سره ؟ احمدالله خادم
الجواب : له مجاهدینوسره مرسته کول له تصدق[خیرات ] سره سره مالي جهاد هم دی ،کله چې په یوه اسلامي ملک باندي کفاریرغل وکړي نوپه مسلمانانو باندي چې بدني جهاد فرض ګرزي همداسې مالي جهاد هم فرض دی ،
همداراز مجاهدینو ته دمال په ورکړه سره دنړۍ ټولو مسلمانانو ته نفع رسیږي ، ځکه څومره چې دمجاهدینومرسته کیږي هغومره مجاهدین له مسلمانانو څخه دفاع کولی شې .
همداراز که یوتن نه خپله جهاد ته ځې اونه دمجاهدینو مالي مرسته کوي ،اونه دهغوئ دکورونو ساتنه کوي داسې تن په منافقانوکې ګڼل کیږي اوسخت ګنهګار دی .
فی السیر الکبیر ۱/۲۷ أن الصرف إلی فقراء المجاهدین أولی من الصرف إلی غیره م لان فيه معنی الصدقة والجهادوإیصال منفعّة ذلک إلی جمیع المسلمین بدفع أذی المشرکین عنه مبقوته وفيه أن ترک الجهادوترک إعانّة المجاهدوالخیانّة للمجاهدفی أهل ه لاتجتمع إلافی نافق آه
مفتي ابویاسر











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه