عن ابي هريرة رض قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من صام رمضان ايما نًا واحتسابًا غفر له ماتقدم من ذنبه : الحديث . متفق عليه
ژباړه :ابوهریرة رض وایې چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچې په پوره ایمانداري اوخالص دالله تعالی لپاره روژه ونیوه نوټول وړاندیني ګناهونه به ور وبخښل شې .
تشریح : یعني چاچې په ښه نیت اوایمانداري سره خالص دالله تعالی لپاره روژه ونیوه دچادویري یاشرم یاپیغور له امله نه وه نودغه روژه به یې دټولو ګناهونو کفاره شې ؛
اوځینوعلماوبیاویلي دي : چې دايمانا معنی داچې ايمان يې باعث وي په روژه نيوله يعني داخپل ايمان يې دې ته هڅوي چې بايدارومرو روژه ونيسي ځکه دادالله تعالی يوه فريضه ده اوداحتسابامعنی داده چې په ښه صبر اوزغم سره روژه ونیسې اوله ټولوناوړو خبرواواعمالوڅخه ځان وساتي اودغه روژه په ځان درنه اوتکلیف نه ګڼې نووړاندینی ټول ګناهونه به یې معاف شې ؛
يا داچې څوك خالص د الله تعالى درضا لپاره په خوښي روژه ونيسي دورځي داوږد والي يا ديخنۍ اوګرمۍ ،لوږي اوتندي ،څخه شكايت ونه کړي ،نو لوى خداى به ترټولو ګناهونوورتيرشي .
قوله : واحتسابا اى طلبا للثواب منه تعالى ، اوﺇخلاصا اى باعثه على الصوم ماذكر لاالخوف من الناس ولا استحيا ء منهم ولاقصد السمعة والرياء عنهم ،
وقيل معنا احتسابا ﺇعتداده بالصبر على المامور به من الصوم وغيره وعن النهي عنه من الكذب والغيبة ونحوه طيبة نفسه به غير كارهة ولامستثقلة لصيامه ولامستطيلة لايامه الخ مرقات ۴\ ۳۸۸
وفي الترغيب قال الخطا بي – رحمه الله – : قوله ايمانا واحتسابا : اى نية وعزيمة وهو ان يصومه على التصديق والرغبة في ثوابه طيبة به نفسه غيره كاره ولامستثقل لصيامه ولامستطيل لايامه لكن يغتنم طول ايامه لعظم ثوابه وقال البغوي – رحمه الله – قوله : ا حتسابا اى طلبا لوجه الله تعالى الخ ؛ الترغيب والترهيب للامام المنذري رحمه الله تعالی ۱\ ۲۵۲
ابویاسر













![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه