حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 04/25/1394 ساعت: 4:15
    بازدید 571
    ♥3

      عن ابي هريرة رض قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  …. فاذا كانت ليلة الفطر ارتجت الملائكة وتجلى الجبار تعالى بنوره مع انه لايصفه الواصفون فيقول للملائكة وهم في عيدهم من الغد يامعشر الملائكة يوحي اليهم ماجزاء الاجير اذا وفي عمله ؟ تقول الملائكة يوفي اجره فيقول الله تعالى اشهد كم […]

    پ
    پ

     

    عن ابي هريرة رض قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  …. فاذا كانت ليلة الفطر ارتجت الملائكة وتجلى الجبار تعالى بنوره مع انه لايصفه الواصفون فيقول للملائكة وهم في عيدهم من الغد يامعشر الملائكة يوحي اليهم ماجزاء الاجير اذا وفي عمله ؟ تقول الملائكة يوفي اجره فيقول الله تعالى اشهد كم قدغفرت لهم . الترغيب ۱\ ۲۵۵

    ژباړه : ابوهريرة رضی الله تعالی عنه وایې چي رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : کله چې دکمکي اختر شپه شي نوډیري ملایکه راغونډي شې اوالله تعالی هم دخپل نورتجلی خوره کړي سره له دي چي ددي تجلی توصیف نشي کیدلای ،نو لوی خدای جل جلاله  ملائکه و ته ووایې : په داسي حال کي چي خلګ به سباداختر په لمانځه کې وي : ای دملایکه ؤټولیه : دهغه کسانو بدله څه ده چې خپل عمل یې سرته رسولي وي ،ملايکه  ورته وایې :چي پوره بدله ورکړه شې : نوبیاالله تعالی ورته ووایې : تاسوشاهداني واوسئ چي ماخپلوبندګانوته بخښنه وکړه ،

    په  بل حدیث کې داسې  راغلي :

    ژباړه : ابن عباس رضی الله تعالی عنهما وایې :ماله پیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې :بی شکه چې دروژي لپاره دکال له پیل څخه دکال ترپایه پو ري جنة سینګاریږي ،دا دروژي لپاره ….. چي کله دکمکي اخترشپه شي .نودغه شپي ته په اسمانو کي لیلة الجائزه وایې :چي کله داختر سهار شي نولوی خدای ملایکه ټولو ښارو اوکلوته ولیږدوي دغه ملايکه زمکي ته راکوزي شې دکوڅوپه خولو کي ودریږي نوپه لوړغږ وایې چې له انسانانواوجناتوپرته یې هرڅوک اوري : ای دمحمدصلی الله علیه وسلم امته راووزئ د رب کریم دربارته چي ډير اجرونه درکړي ، اوله ګناهونوڅخه درته عفوه وکړي ،بیاچې کله دغه مسلمان عیدګاو ته ولاړشې نوالله تعالی ملایکه ؤ ته ووایې : دهغه خلګوڅه ډول بدله وي چې خپل کار اوعمل یې پای ته رسولی وي ، نوملایکه ورته ووایې ای زموږ ربه ای زموږ مولا بدله یې داده چې ښه پوره اجرة ورکړ شې   بیا الله تعالی ورته ووايې ای ملایکه وتاسوشاهدي اوسئ چې ددوئ دروژي اوددوئ دقیام یعني تراویحو اجر مي خپله رضا اودوئ ته مغفرت وګرزول ، اوبیاالله تعالی ووايې : سوال وکړئ ای زمابندګانو زماپه خپل عزت اوجلال قسم تاسوبه په دغه مجمع کې داخرة په اړه له مانه دهیڅ شي سوال ونه کړي مګر داچې زه یې ضرور درپوره کړم ،اونه ددنیا دکوم شي سوال مګر داچې زه خپل رحمت په تاسو وکړم ، په خپل عزت مي قسم چې تاسوته به ستاسو ګناهونه وبخښم ، ترڅوچې تاسو له مانه دبخښني امیدلرئ زمادي په خپل عزت اوجلال باندي قسم وي چي تاسوبه ذلیل اورسوانه کړم دهغوخلګو په مینځ کي چې حساب اوکتاب ورسره کیږي ،تاسوبه اوس په داسي حال کي داختردلمنځونو څخه ستنیږي چي تاسوته به ټول ګناهونه بخښل شوي وي ،تاسو زه راضي کړم اوماخپله رضا تاسوته څرګنده کړه ،اوله تاسوراضي یم ، ملایکه خوشحاله شې اوبیا دالله تعالی په دغه فیصله اوورکړه ډيره خوشحالی کوي چي الله تعالی دغه امت ته ورکړي ،په دغه وقت کې چې دوئ له روژي میاشتي څخه فارغ شوو،

    اوبه یوه بل  حدیث کې بیا داسې راځي :

    ژباړه : له ابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :چې کله دکمکي اختر ورځ شې نوالله تعالی دومره انسانانوته بخښنه وکړي لکه په ټوله روژه کي يې چې دیرش واره ورته کړی وي . شپیته لکه شپیته لکه ،

    الحاصل : چې داخترشپه هم له زياتوښيګڼوڅخه ډکه ده ،دغه دليلة الجائزه شپه ده ،یعني دانعامونودورکړي شپه ، دغه انعامونه بندګانوته دقیام الليل یعني دتراويحو دعباداتوپه پای ته رسيدوباندي دانعامونواواجرونوتقسيمات دي ،

    اوداخترورځ هم دغه ډول له اجرونوڅخه ډکه ده اوپه دغه ورځ دروژي دپاي ته رسیدو له امله الله تعالی خپلوبندګانوته اجرونه ورکوي اوهغوئ له اورڅخه ازاده وي . په دغه ورځ په لکونوانسانان دجهنم له اورڅخه ازاديږي .

    ابویاسر

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.