حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • درسول الله صلی الله علیه وسلم شپږ جامع هدایات
    05/19/1394 ساعت: 20:33
    بازدید 1122
    ♥2

    عن أبي هريرة، رضی الله تعالی عنه  عن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: “آمركم بثلاث، وأنهاكم عن ثلاث: آمركم أن تعبدوا الله ولا تشركوا به شيئا، وتعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا، وتطيعوا لمن ولاه الله عليكم أمركم. وأنهاكم عن قيل وقال، وكثرة السؤال، وإضاعة المال” اخرجه ابن حبان في صحیحه . […]

    پ
    پ

    عن أبي هريرة، رضی الله تعالی عنه  عن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: “آمركم بثلاث، وأنهاكم عن ثلاث: آمركم أن تعبدوا الله ولا تشركوا به شيئا، وتعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا، وتطيعوا لمن ولاه الله عليكم أمركم. وأنهاكم عن قيل وقال، وكثرة السؤال، وإضاعة المال” اخرجه ابن حبان في صحیحه . باب الخلافة ۵\ 96

    ژباړه : ابوهریرة رض وايې : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په درو څېزونو مو امرکوم ، اوله دروڅيزونو څخه مو منعه کوم ، لمړی داچې دالله تعالی عبادت کوئ اوهیڅ شی ورسره شریک مه نیسئ ، دوهم :ټول دالله تعالی په کتاب منګولي ولګوئ اواختلاف مه کوئ ! دریم : دهغه چااطاعت وکړئ چې په تاسو الله تعالی امیر جوړکړی وي   .دادري هغه څېزونه دي چې تاسو ورباندي امر کوم . اوله هغه څيزونو څخه چې مو منعه کوم [ هغه دادي لمړی ]له بي ځایه خبرو څخه[ فلان داسي ویل اوفلان داسې [ دوهم ] له ډيرو پوښتنو اوګرویژنو څخه [ دابه څرنګه کیږي اوهغه به څرنګه ؟ ] [دریم ] دمال له ضائع کولو څخه .

    تشریح :  رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذکرشوی حدیث کې امت ته شپږ جامع هدایات ذکرکړي : له هغوئ څخه لمړی دادی : چې دالله تعالی سره به نه په ذات اونه په صفاتو کې څوک شریک نیسئ ، اویواځې دیوه الله ج عبادت به کوئ ، دوهم داچې د الله تعالی په کتاب باندي خپلي منګولي مضبوطي کړئ ، یعني عمل پري وکړئ ، یودبل سره اختلاف مه کوئ ! تفرق مه راولئ ! دریم : په تاسوچې الله تعالی څوک امیرکړی وي دهغه اطاعت وکړئ ، يعني هغه خپل امیروګڼئ ، خبري يې اورئ ، اوبیايې منئ ، مخالفت اوبي اطاعتي يې مه کوئ ! څلورم : له هسي اوبي ځایه مباحثو ،یوپه بل باندي تهمتونو ،غیبتونو اوداسې نورو ناوړو اعمالو څخه ځانونه وساتئ ، پنځم : له ډيرو پوښتنو ګرويژنو دیو بل عیب لټولو څخه لیري ګرزئ ، شپږم دبي ځایه اوناسمو غیرمشروع لاروکې دخپلو مالونو له مصرفولو څخه ډډه وکړئ !

    داشپږ داسي جامع هدایات دي که ددي امت رښتوني خلګ  عمل ورباندي وکړ ي نو دهغوئ دارتقاء ، شرافت اوعظمت تضمین به شي ، اودتلپاتي ژوند ښې ګڼي به يې په برخه شي ، اللهم انا نسئلک ذلک .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.