یوه يې دالله تعالی اودهغه درسول [ ص ]لاره ده ، چې فقهاء يې تشریح کړي ، بله بیا دالله تعالی او درسول الله [ص ]ددښمنانو لاره ده چې په رأس کې يې ابلیس دی ،
دغه فیصله قرآن کریم دومره واضحه کړي چې هیڅ ډول اشتباه په کې نشته ، دلمړۍ ډلي ټول صفات اوددوهمي ډلي ټول کردار يې ذکر کړی .
دریمه لار :
مګر کله بیاداسي يوه ډله راڅرګنده شي چې ځانونه له لمړئ ډلي ګڼي خو دوئ په حقیقت کې له دوهمي ډلي څخه وي .
دقرآن کریم په پیل کې درب العزة د حمد اوتعارف څخه وروسته مؤمنانوته ويل شوي چې تاسو بایدتل حقي لاري ته درسیدو سوال وکړئ چې لوی څښتن مو په هغه وربرابر کړي ، په بل ځای کې الله جل جلاله دخپلي دې لاري دلارویانو یادونه کړی : چې هغه انبیاء ، صدیقین ، شهدا ء او صالحین دي .
دسورة البقرة په پیل کې دقرآن کریم دعظمت اوشرف په بیان پسي ددغو څلورو واړویادونه په متقین سره شوي ،
یعني درښتوني ایمان څښتنان به وي ، ښه لمونځ کونکي ، دالله تعالی له ورکړي رزقونو څخه دالله تعالی په لاره کي مصرف کونکي ، په قرآن کریم اوپه وړاندينیو اسماني کتابونو باندي همدراز په آخرة باندي باور کونکي وي ، همدغه خلق دي چې دالله تعالی په هدایت سره ځينی دصداقت مقام ترلاسه کړي ، ځيني يې بیادشهادت مقام ته ورسیږي ، اوځيني بیا دصالحیت په مرتبه کې شي .
همدغه ډلي په ارتباط رب العزة فرمایې : اولئک علی هدی من ربهم ….. یعني په دنیا کې همدغه خلق په سمه لاره دي هدایت يې موندلی دی ، اودتلپاتي ژوند په اړه هم دوئ له بریالیواونجات موندونکو څخه دي .
له دي وروسته لوی خدای ج ددوهمي ډلي بیان کوي : یعني دابلیس دملګرو چې هغه په ښکاره کفار دي ، رب العزة دهغوعنادي کفارو په اړه چې حق ورته واضح شوی مګر داسلام لاره باندي نه غواړي چې ولاړ شي ،هغوئ ته ددنیا اوآخرة دواړه ډول سزاوو یادونه کوي ،
لمړی داچې په دي خلقو نور دایمان لاري وتړل شوي ، ځکه دایمان دراوړلو دري لاري دي ، اوریدل ، لیدل اوفکرکول په هغوئ دادري واړه لاري مسدودي شوي ،
دوهم دآخرة په اړه ورته وايې : ولهم عذاب عظیم . یعني دجهنم په محبس کې به په سخت اودائمي عذاب کې وي . چې کله به هم بیاهغوئ له دي محبس څخه ونه وزي .
یوه بله عجیبه :
رب العزة دلمړئ ډلي یعني مومنانو صفات په ۳ آيتونوکې ذکر کړل ، بیايې دخپلو ښکاره دښمانو په اړه په ۲ آيتونو کې یادونه وکړه ،
مګر داوروستۍ ډله چې مؤمنان يې سم نه پيژني ، دوئ هم ځانونه له مؤمنانو څخه ګڼي ؛ مګر مومنان نه دي . اوعامو کفار و هم نه پيژندل چې دادوئ ملګري دي بلکه مسلمان يې ګڼل . لوی خدای جل جلاله ددوئ ټول کردار ، اخلاق ، اوعقائد په ۱۳ آيتونو کې داسې واضح کړل چې نور نو وړاندينیو دواړو ډلو ته معلوم شول چې دوئ په حقیقت کې دکوم لوري دي ، ددوئ دنیو ي اواخروي سزاوي رب العزة ذکرکړي ، في قلوبهم مرض ، ولهم عذاب الیم ، اوصم بکم …… بیا لوی خدای ج ددي ډلي په اړه په بقرة ، آل عمران ، نساء ، انفال ، توبه اوپه سورة المنافقون اونورو سورتونوکې ګڼ شمیر آیتونه نازل کړل .
خو !
خو داټول ددي لپاره چې مسلمان د دغه وروستۍ ډلي دمکر ، تخریب ، اوشومو اهدافو څخه خبرشي ، اومومنان ځيرشي چې ددښمن دغه خفیه ډله چې ځانونه مسلمان بلکه ترټولو ښه مسلمان ګڼي دوئ په مشکل کې راګيرنه کړي ،
اوس که موږ ددې ډلي هرکردار وګورو نوهغه دمسلمانانو داتحاد اواتفاق دځنځیرشکول ، په حبل الله باندي داعتصام څخه ليري کول ، اوبالاخرة دمؤمنانو په مینځ کې دنفرتونو ایجاد ول ، او شخړو ته ټیل وهل دي . اوداهغه څه دي چې عبدالله بن ابی بن سلول اودهغه مریدانو يې ترمرګ پوري هڅه وکړه .


![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)








ثبت دیدگاه