حمل رأس العدو: تیر بحث کې مو وویل چې مثله حرامه ده او مسلمانان به ترې اجتناب کوي ،اوس به دا روښانه کړو چې دکفارو یا اهل الحرب څخه سرپريکول اوخپل مشرتابه ته یې ښودل جواز لري که نه ؟څرګنده خبره ده،چې څومره کفري لښکرې دمسلمانانودوینو تږي دي ،ددې نه زیات به مسلمانان ددې حرص کوي چې په محاربو کفارو( هغه چې ددوئ نه یې خاوره نیولې اوډول ډول ظلمونه یې پرې کړي ) دخپل سپیڅلې دین د ارشاداتو په رڼا کې پرې خپله سینه یخه کړي ،دابه پدې معنی نه وي ،چې وژنه به یې دهتک ،رسوایي او سپکاوي تر سرحده رسیږي ،بلکې دا به یې خپله دحقوقي دفاع یوه برخه وي او له خپل ځان ،ناموس او مال نه دفاع شرعا جواز لري .
خپل مشرتابه ته ددښمن دسردوړلو مسئله دفقهاوو ترمنځ اختلافي ده ،ځينې یې په جواز اوځينې یې په عدم جواز قایل دي، شوافع او حنابله رح وایې چې دکافر دسر اخستل او له ځانه سره وړل مکروه عمل دي او دلیل کې د(عقبه بن عامر) هغه روایت راوړي چې( بیهقي په سنن الکبری)کې رانقل کړی ،هغه داسې چې(عمروبن العاص رض ) او( شرحبیل بن حسنه رض) دشام په لاره دده (عقبه بن عامر) په توسط د(یناق ) سر حضرت ابوبکرصدیق رض ته ورولیږه ،هرکله چې ورته د(یناق) سر وړاندې شو، نو بد یې وګاڼه او انکار یې پرې وکړ،نو (عقبه) ورته وویل چې یا درسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه! دوئ (کفار)هم داسې کوي ،نو حضرت ورته وویل چې : أَفَاسْتِنَانٌ بِفَارِسَ وَالرُّومِ ؟ لا يُحْمَلُ إِلَيَّ رَأْسٌ فَإِنَّمَا يَكْفِي الْكِتَابُ وَالْخَبَرُ (4) ژ:آیا دفارس اوروم غوندې وکړم او دهغوئ په شان داسې کار وکړو،ماته باید سر رانه وړل شي ، بس یولیک او خبر رالیږل بس دي ( المغني 8 / 494 ، وأثر أبي بكر أخرجه البيهقي ( 9 / 132 ) . مثلة 6)، نوددې روایت نه معلوم شول چې دکافر دسروړل مکروه او ممنوع دي .
مالکیان حضرات فرمایي :چې دکافردښمن سر له هغه ښاره وړل چې هلته وژل شوی وي ،بل ښار ته حرام دي ،اوداهم حرام ده ،چې دلښکر امیرته یې سر یوسي او دوئ دې ته مثله وایې (جواهر الإكليل 1 / 254 ، والمغني 8 / 494 .
لکه په (الدر المختار 3 / 225 .)کې چې لیکلې دي : احناف علماءوایې که چیرته دا وژل شوی مشردنورومشرکینو له مشرانو له ډلې څخه وواو ددوئ دغیظ او غصې سبب ګرځیده ،نو بیا یې وړل روا دي ،احناف علماء دلیل کې وایې چې :دبدر په ورځ ابن مسعود رض دابوجهل سر راوړ او دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم مخکې یې واچاوه .((وَقَالُوا : وَقَدْ حَمَلَ ابْنُ مَسْعُودٍ يَوْمَ بَدْرٍ رَأْسَ أَبِي جَهْلٍ وَأَلْقَاهُ بَيْنَ يَدَيْهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ (ذكره ابن هشام في السيرة ( 2 / 278 ) نقلا عن ابن إسحاق بسند فيه جهالة .) .
تسویدالوجه اوتسخیم الوجه :
جمهورو فقهاوو ویلې چې تعزیراً دیوه چا مخ تور ول جواز نلري ،داځکه چې مخ اشرف الاعضاء او دانساني ښکلا او جمال معدن اومرکز دی او دا مخ دټولو حواسو منبع ده ،دا هغه شکل دی ،چې الله جل جلاله پیدا کړی او بیا یې پرې بني آدم مکرم کړی دی ،نوددې هر ډول تغییر ته مثله ویل کیږي او دا ناروا ده ،چې دا مسئله په لاندینو حوالو کې شته .(السرخسي 16 / 145 ، وتبيين الحقائق 3 / 170 وفصول الإستروشني في التعزير 30 ، وجواهر الإكليل 2 / 225 ، والخرشي 7 / 152 ، وكشاف القناع 6 / 124 ـ 125 ، وعون المعبود ).
دې ته دفقهاوو په ژبه د(تسویدالوجه او تسخیم الوجه )کلمې کارول شوي ، چې تسوید الوجه دمخ تورولو ته وایې ،چې دا عام لفظ دی او په هر هغه شئ یې اطلاق کیږې، چې مخ تورولای شي ،خوتسخیم الوجه په تور کیو(هغه چې د دیګي یا کټوې بیخ پورې چې کوم تورکي نښتې وي) دمخ تورولو ته وایې ؛ په (الموسوعة الفقهیة ج۱۱ص۳۵۳)کې دیوچا تعزیر کې دمخ دتورولونه دانکارکوونکیو او نه مننونکیولپاره ترې دجمهورو فقهاووپه معتبرو الفاظو تعبیر شوی، ځکه دا خبره البته ډیره کوټلې او ډیرومتبحرو علماووله نظر سره مترادف ده، که نه حقیقت کې دا صرف داحنافورح او مالکیانو رح نظر دی، شوافع رح او نور یې زیاتو موارد وکې په جواز قایل دي.
امام شمس الائمه سرخسی رح فرمایي چې د(تسویدالوجه )یا مخ تورولو په منسوخ کیدو باندې دلیل شته هغه دا دی چې دا مثله ده (المبسوط للسرخسي 16/ 145 .).
امام سرخسي رح فرمایي چې دتسخیم الوجه یا ددیګ ،تبۍیا چایبراو نوروپه تورکیودیوه انسان دمخ تورولو حکم دادی ،چې دامثله ده او مثله اسلام کې ناروا ده ،حضرت پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم له مثلې نه منع کړي ده ،اګرکه دا داړونکې سپي هم وي ،یعنې دداړونکې سپې مثله هم جواز نلري (المبسوط للسرخسي 16 / 145 . حديث : ” نهى النبي صلى الله عليه وسلم عن المثلة ولو بالكلب العقور … ” . أخرجه الطبراني في المعجم الكبير ( 1 / 100 ) ، وقال الهيثمي في مجمع الزوائد ( 6 / 249 ) : إسناده منقطع .)
نوداحنافو اومالکیانورح په عقیده دمجرم او دداسې یوه چا چې دتعزیر وړ وي ،په کوچني ډول سزا او تعزیر کې مخ تورول نارواشول او باید واکمن یا محلې چارواکي ترې اجتناب وکړي .
شوافع او حنابله حضرات فرمایي :چې په تعزیراتوکې دیوچا مخ تورول جوازلري ،ځکه دوخت امام دتعزیراتو په جنسیت او قدر کې کوښښ کوي او دهر هغه چا لپاره چې دتعزیر وړ وي ،دهغه سره مناسب اودهغه دجنایت سره برابره سزا یا تعزیر ټاکي،پداسې حال کې چې ترتیب او تدریج هم په نظر کې نیسي، نودهرچالپاره داسې جګه مرتبه نه ټاکي ،چې هغه ددې نه دټیتې مرتبې وړ وي (نهاية المحتاج 8 / 16 ، وأسنى المطالب 4 / 162 ، وحاشية الجمل على شرح المنهج 5 / 164 ، ومطالب أولي النهى 6 / 223 .- 110 -)
نوربیا……………….












![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه