الاستفتاء: محترم مفتي صیب دلته په ایران کې زموږ یوتن افغانی ملګری موټر ووهل چې بیا وروسته دموټرچلونکي له لوري دیت ورکړل شو ، خو دغه وفات شوی شخص یوپلار ، زوی او میرمن لري اوس یې پلار دغه دیت ټول ځان ته ګرزولی دمړي زوی او ښځي ته چې دنوموړي لمسی او انګور (نږور) کیږي نه ورکوي، یو ملاصاحب هم ورته ویلي چې نږور او لمسی حق نه پکې لري نو که په دې اړه یوڅه وضاحت راته وکړئ مهرباني به مو وي
الجواب حامدا ومصلیا وبعد : محترم وروره دیت اومیراث یوشان حکم لري ، نو دغه دیت کې زوی ، پلارم اومیرمن ټول حق لري چې په مذکوره صورت کې ددیت شپږمه برخه یې دپلار، ۸ برخه یې دمیرمني اوپاتي یې دزوی حق کیږي ، پلارحق نه لري چې دنورو وارثانو له اجازي اوخوښي پرته ټول دیت ځان ته راوګرزوي
أبو داود (4564) عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ أَنْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : قَضَى إِنَّ الْعَقْلَ [الدية] مِيرَاثٌ بَيْنَ وَرَثَةِ الْقَتِيلِ عَلَى قَرَابَتِهِمْ ، فَمَا فَضَلَ فَلِلْعَصَبَةِ
هدایة ۴/۵۷۲ ان القصاص حق جمیع الورثة وکذاالدیة ، وقال ابن النجیم والورثة في ذالک کلهم سواء ، بحرالرائق ۸/۳۱۰، مثله في التفسیرات الاحمدیة ۱۹۶ وفتاوی حقانیه ۵/۲۱۴، جامع الفتاوی ۷/۳۱۵
کتبه :م/محمد













![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه