استفتاء : محترم مفتي صاحب دلته موږ کله کله په شافعي المذهبه امام پسي اقتداء کوو ځکه چې دحنفیانو جمات ډېر رانه لیري دی ، خو دغه امام په لمانځه کې غاړې تازه کوي همداراز آمین په زوره وایې اولاسونه پورته کوي نو ایا زموږ لمونځ پسي صحیح کیږي کنه؟
الجواب حامدا ومصلیا وبعد : وروره په مذکوره صورت کې که امام بې موجبه غاړي تازه کولي یایې نور داسي څه کول چې زموږپه مذهب کې ورباندي لمونځ فاسدیږي نو په داسي امام پسي لمونځ کول صحت نه لري ، او یواځي آمین په زوره ویلو سره نه لمونځ فاسدیږي نه مکروه کیږي ځکه په امین سوکه اوپه زوره ویلو کې چې کوم اختلاف دی هغه یواځي په بهتر والي کې دی نه په جواز اوعدم جواز کې ، همداراز که یې لاسونه پورته کول هم هیڅ پروا نه لري اقتداء پسي صحیح ده
والذي یمیل الیه القلب عدم کراهة الاقتداء بالمخالف مالم یکن غیر مراع في الفرائض لان کثیرا من الصحابة والتابعین کانوا ائمة مجتهدین وهم یصلون خلف امام واحد مع تباین مذهبهم ، شامي /۴۱۷
الحاصل انه ان علم الاحتیاط منه في مذهبنا فلاکراهة في الاقتداء به وان علمه عدمه فلاصحة وان لم یعلم شیئا کره ، شامي ۱/۴۹۴ والله تعالی اعلم
کتبه :م/محمد













![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه