حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دجهاد مهمي طريقي
    03/18/1394 ساعت: 8:13
    بازدید 608
    ♥3

    عن انس بن مالك رضى الله تعالی عنه ،عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :(جاهدواالمشركين باموالكم وانفسكم والسنتكم) اخرجه ابوداود\۳|۲۲ ژباړه : انس بن مالك (رضی الله تعالی عنه ) له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت كوي چې هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له مشركانوسره پخپلومالونو، ځانونواوژبوسره جهادوكړئ . […]

    پ
    پ

    عن انس بن مالك رضى الله تعالی عنه ،عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :(جاهدواالمشركين باموالكم وانفسكم والسنتكم) اخرجه ابوداود\۳|۲۲

    ژباړه : انس بن مالك (رضی الله تعالی عنه ) له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت كوي چې هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له مشركانوسره پخپلومالونو، ځانونواوژبوسره جهادوكړئ .

    تشريح : يعني کله چې کفار دمسلمانانو خلاف کمربسته شې نوتاسو ددوئ په خلاف په هرډول اوممکنو طريقو سره جهاد وکړئ ، اوبيا رسول الله صلی الله عليه وسلم دجهاد دري لوي طريقي ذکرکړي :

    لمړي په مال سره جهاد :

    دوهم په نفس سره جهاد

    دريم ژبه سره جهاد

    په مال سره دجهاد مطلب دادی :چې تاسوبه دمجاهدينو په سلاح ، سوارلۍ نفقه اونورو هغوامورو کې چې دمجاهدينو ورته اړتياوي برخه اخلئ ، کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم دمجاهدينوتشکيل کاوه نوچې کومو مجاهدينوبه سوارلۍ نه درلودي يابه يې سلاح نه درلوده ،يابه يې دخوراک توکي نه درلود و اوخپله به يې هم ددي تجهيزاتو وس اوقدرت نه ؤ نوپيغمبرصلی الله علیه وسلم به له خلګوڅخه دمالي جهاد” مرستي ” غوښتنه وکړه ،

    په نفس ياځان سره دجهاد مطلب دادی :چې کله حربي کفار په مسلمانانو حمله وکړي يايې سيمي ته داخل شي اومسلمانان يې له شړلو څخه عاجزه وي يادمسلمانانو امير جهاد ته خلګ امر کړي ،يامسلمانان دکفار په لاس کې اسيران وي نوپه دغه ټولو حالاتو کې دنړۍ په مسلمانانو باندي په ځان سره هم جهاد فرض ګرزي . مسلمانان به دمسلمانانو مرسته کوي اوله کفارو سره به جنګيږي ترهغه چې خپلو سپېڅلو اهدافوته رسيږي .

    اوپه ژبه سره جهاد دادی : چې مسلمانانو ته به دجهاد فضائل بيانوي ،دجهادترغيب اودعوت به ورکوي ، اودجهاد دترک له وعيدنو اوعذابونو څخه به يې خبروي ، همداراز که دښمن دمسلمانانو خلاف تبليغات کوي نودمسلمانانو څخه به دفاع کوي .

    په همدي ترڅ کې په قلم سره جهاد کول هم داخل دي ،کله ناکله خو ترسنګر اومورچل دقلم ميدان ډير ګرم وي ، اومبارزه يې ډير ه اهمه وي .

    مسلمانان به دجهاد په دغه ټولو طريقه کې برخه اخلي خوکه څوک دکوم عذرله امله له يوي طريقي څخه عاجزه وي نوپه پاته نورو طريقوسره به جهاد کوي  .

    ثبت دیدگاه

    • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط تیم مدیریت در وب منتشر خواهد شد.
    • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.