امام بخاري ، حافظ ابن حجر ،ابن عبدالبر اوابن اثیر دغه واقعه را اخیستې :
دخندق له غزوې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوي جومات کې صحابه ووته وویل : دکفارو وروستی جنګ همدا و چې دعربو له مختلفو قبیلویې ایئتلاف جوړ کړی وو اوهغه هم دادی مات شو، له دې وروسته به دوی دجنګ ډګر ته نه راځي، که ورځو، نومونږ به ورځو، خو اوس به دوی دژبې جنګ پيلوي ، دتورې په جنګ کې تاسې ټول راسره وئ ، دغه دژبې ( شعروشاعري، خطابې، مدحې اوذم ) یا ” رسنیو” په جنګ کې به څوک برخه راسره اخلئ ؟!
کعب بن مالک، حسان بن ثابت او عبدالله بن رواحه رضی الله تعالی عنهم دری واړه پورته شول او ویې ویل : یارسول الله ! داجنګ به مونږ په مخ درسره وړو، هماغه و چې هریوه یې په خپل خپل وار په دغه جګړه کې برخه واخیسته …
کعب بن مالک = به خپله وړتیا په خطابه کې ښودله ، حسان بن ثابت = به درسول الله دمدحې او دکفارو ځوابي شعرونه ویل او عبدالله بن رواحه = به رزمي شاعري کوله .
دعمرة القضاء په ورځ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ټولو یونیم زر صحابه وو سره احرامونه تړلي او تلبیه یې ویلې ، عبدالله بن رواحه = درسول الله صلی الله علیه وسلم داوښ مهارنیولی اودا اشعار وايي :
دکافرو اولادې له مخې یې لرې شئ
د پرې نازل شوي قرآن له مخې به مو دا سې ووهو
چې سرونه به مو له تنو جلاکړو،
او دوست به مو له دوسته هیرکړي …. اودې ته ورته نور اشعار.
دحضرت عمررضی الله تعالی عنه ورته پام شو، راغی او ورته یې وویل : عبدالله ! څه کوې ؟! په احرام کې دتلبیې په ځای اشعار وایې ، اوبیا په داسې حال کې چې درسول الله صلی الله علیه وسلم داوښ مهار دې هم نیولی ؟!!
دپيغمبرصلی الله علیه وسلم ورباندې پام شو ، ویې فرمایل : عمره! پرې یې ایږده! دده داشعرونه پردوی ترغشو هم تیز لګیږي ….
له نیکه مرغه زمونږ دګران هیواد دخاورې امتزاج داسې دی چې هیڅ ناپاکه عنصرپکې وده نه شي کولای اوپه دې هیوادکې چې جهادي روحیه یې تل دحقپالو علماوو اوشاعرانو په حق پالونکو ویناوو اشعارو اوقربانیو تغذیه کیږي ºپه هیڅ وخت کې به یې هم مسلمان ولس دکوم طاغوت په وړاندې له بیا بیا قربانیو اوسرښندنو دریغ ونه کړي، اولکه څنګه یې چې ثابته کړې بیا به هم دلته دجهاد نداته دمنادي او لبیک ویونکي له نه شتون سره مخ نه شو. ان شاءالله
له شهامت مجلي څخه .











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه