شاهد (غزنیوال)
جهاد په مأموربه احکامو کې تر ټولو أهم عبادت او ستره فریضه ده.
جهاد د اسلامي احکامو د تنفیذ او دفاع مهمه وسیله او د اسلامي شریعت ستر رکن دی .
د جهادي صف یووالی یو ټولنیز ضرورت او د اسلام په مقدس دین کې خاص اهمیت لري.
د همدې اهمیت له مخې الله تعالی د قرآن کریم په متعددو ایتونو کې د اسلامي صف پر یووالي ټینګار کړي تر دې چې په ۲۸ سیپاره کې یې یومکمل سورت د الصف په نوم نازل کړي او په هغه کې یې په خاص ډول د جهادي صف پر یووالي ترکیز کړی.
إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ (4)
په جهاد کې د صف یووالی او د امیر اطاعت له هغو أساسیاتو څخه دي چې اسلامي فقهاوو یې په هجومي ډول (جهاد ) کې د امیرموجودیت او د هغه اطاعت د جهاد لپاره حتمي شرط بللی .
د دغه شرعي ضرورت ( د صف یووالي) اهمیت مونږ د اسلامي نړۍ په ننيو حالاتوکې ښه محسوسولای شو.
نن د اسلامي نړۍ ډیر هیوادونه عملا د اشغالګرو کافرانو تر یرغل لاندې او د هماغه ځای مسلمانانو یې د یوې شرعي فریضې په حیث په مقابل کې په جهاد لاس پوري کړي .
په کومو هیوادونو کې چې د اشغالګرو په مقابل کې دفاعي مقاومت تریوه متحد قیادت او یوې قوماندې لاندې تر سره کیږي هلته يې عملا ښې پایلې لرلې او د ښمن یې په هجومي عزائمو کې شاګرز ته اړیستلی .
د دغو اشغال شویو هیوادونو له جملې څخه یوهم افغانستان دي چې له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د تیري کوونکو امریکایانو تر اشغال لاندې دی .
سره له دې چې امریکایانو د غربي نړۍ د ۴۸ هیوادونو په ملتیا افغانستان اشغال کړی او د دغه اشغال د مشروعیت او بریالیتوب لپاره خپل ټول پوځي او تخنیکي قوت په کار اچولی ، خو دلته د مقاومت د قیادت د یووالي له بركته له خپلو ټولو پوځي او تبلیغاتي هلو ځلو سره سره ناکام دي.
د اشغالګرو د اشغال پر ناکامي او فضیحت سر بیره کومې سیمې چې د مجاهدینو تر کنترول لاندې دي هلته امنیت تأمین او د ګډوډي او بي نظمي مخنیوی شوی.
خو برعکس په کومو هیوادونو لکه په عراق ، صومالیا او ځینو نورو هیوادونو کې چې د اشغالګرو په مقابل کې مقاومت د متحد قیادت په ځای د متعددو قیادتو لخوا اداره کیږي هلته نه یواځي داچې د مقاومت د بریاليتوب چانس نا شونی دی ؛بلکې همالته د متعددو قیادتونو د بي نظمي له وجې جهادي صف د خپل منځي اختلافاتو ښکار او مجاهدین له سختو ستونزه سره مخ دي.
افغانانو د روسي اشغال پرمهال په مقاومت کې د قیادتونو د تعدد ترخه تجربه ښه ولیدله چې هم یې د یونیم ملیون شهیدانو د توی شویو وینو پایلې ضائع کړلې او هم یې له شوروي اشغال نه آزاد شوی هیواد دوباره تر امریکايي اشغال لاندې راوستی .
اوس چې د متحدجهادي مقاومت په ترڅ کې افغانستان بیا له امریکايي اشغال څخه د استقلال درشل ته نیږدي شوی ماتي خوړلي امریکایان او د هغوی ایتلافیان کوښښ کوي د مقاومت د متفرق كولو لپاره بیلابیل تکتیکونه عملي کړي .
امریکایانو چې كله په تیر ۲۰۱۵ کال یې د مجاهدینو په مقابل کې خپل شکست قبول او له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو د پرشاتګ اعلان وکړ له هغه راهيسي یې له مجاهدینو سره د مخامخ پوځي مقابلې پرځای د غیر مستقیمې مقابلې لاره نیولې او غواړي د جهادي د متحد صف د متفرق کولو او شیندلو له لاري له هغوی (مجاهدينو) څخه د خپلې ماتې اورسوايي غچ واخلي .
مونږ وینو چې یرغلګر دښمن د دغې شیطاني استراتیژي د کامیابه کولو لپاره يي مختلف تکتیکونه تر لاس لاندې نیولي.
خو دا چې بیاهم د جهادي مقاومت قومانده یوه او د دښمن په شړلو کې له یوې متحدې استراتیژۍ څخه استفاده کیږي مونږ ګورو چې د دښمن دغه تخریبي تکتیکونه هم یو په بل پسي له ناکامي سره مخ او مجاهدینو لکه چې په پوځي ډګر کې دښمن پرشاتمبولی په هماغه ډول یې د خپل منځي وحدت او هماهنګي په مټ د دښمن ټول تخریبي سازشونه ورشنډ کړي.
د جهادي صف د متحد ساتلو په اړه الله تعالی په سورت آل عمران ، سورة الأنفال ، او سورة التوبة کې متعدد أیتونه نازل کړي او مسلمانان یې د خپل منځي وحدت په ټینګ ساتلو مأمور کړي.
او په یادو سورتونو کې یې په مکرر ډول مسلمانان له تفرق ، اختلاف او خپل منځي شخړو څخه منع کړي :
الله تعالی د سورة الانفال په (۴۶) نمبر ایت کې مسلمانان له خپلې منځي اختلاف څخه داسې منع کوي :
وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (46)
كه مونږ نورهم وغواړو جهادي آرمانونه مو تر سره او د الله په لاره کې ورکړې قربانۍ مو مثبتې پایلې ولري نو باید چې د دغو الهي ارشاداتو مطابق مو خپلې لیکي متحدې او له هر ډول اختلاف او تفرق څخه ځان لیري وساتو .











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه