حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • روژه او دقرآن کریم تلاوت
    04/17/1394 ساعت: 3:27
    بازدید 1066
    ♥4

    عن عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنهما ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال :الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة ؛ يقول الصيام : أي رب منعته الطعام والشهوة ، فشفعني فيه ، ويقول القرآن : منعته النوم بالليل فشفعني فيه . قال : فيشفّعان » ) رواه البيهقي في شعب الايمان مشکوة […]

    پ
    پ

    عن عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنهما ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال :الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة ؛ يقول الصيام : أي رب منعته الطعام والشهوة ، فشفعني فيه ، ويقول القرآن : منعته النوم بالليل فشفعني فيه . قال : فيشفّعان » ) رواه البيهقي في شعب الايمان مشکوة ص\۱۷۳ ورواه أحمد والحاكم بسند صحيح »

     ژباړه : له ابن عمررضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل :روژه اوقرآن کريم دواړه به  دقيامت په ورځ دبنده ګانوشفاعت کوي ، روژه به وايې :ای ربه ! مادغه تن له خوراک څښاک اوشهوة څخه ګرزولی ؤ نوزماشفاعت دده په حق کې قبول کړه .اوقرآن کريم به وایې : ای ربه !مادغه تن دشپي له ارام اوراحت څخه منعه کړی ؤ نوزماشفاعت دده په حق کې قبول کړه ،بيانبي صلی الله علیه وسلم وفرمايل : چې الله تعالی به ددوئ شفاعتونه قبول کړي .

    تشريح

    دروژي مبارکه مياشت له قرآن کريم سره ځانته خصوصيات لري ،چې نوري مياشتي يې هغسي نه لري ،له همدغه ځانګړتياوڅخه يوه داده چې الله تعالی دخپل دغه ازلي مقدس کلام ددواړونزولونو لپاره درمضان المبارک مياشت غوره کړه .قال الله تعالى : « شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدى للناس وبينات من الهدى والفرقان » «البقرة:185 »

    اوله دغه ځانګړتياوڅخه بله دا ده چې دقرآن کريم تلاوت پکښې ترنوروفضيلت لري ،

    اويو بل خصوصيت هم لري اوهغه دا ده چې دقيامت په ورځ به درمضان المبارک روژي اوقرآن کريم دواړه دعاصي بندګانوشفاعت کوي : الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة . الحديث

    په بل حديث کې راغلي دي :

    عن ابن عباس رضي الله عنهما قال : كان النبي صلى الله عليه وسلّم أجود الناس بالخير، وكان أجود ما يكون في رمضان ، وكان جبريل يلقاه كل ليلة فی رمضان يعرض عليه النبي صلی الله علیه وسلم القرآن فاذالقيه جبريل کان أجود بالخير من الريح المرسلة . متفق عليه . البخاري برقم ۱۹۰۲ – ۳۲۲۰

    ژباړه : له ابن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم دټولو خلګونه نه په خير اوښګڼو کې ډیر ميړه اوسخي ؤ ، اوبيا په رمضان المبارک کې به يې ډیره زياته سخاکړه ،جبرئيل علیه وسلم به درمضان المبارک په هره شپه کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم سره یوځای کيده ،اوپيغمبرصلی الله علیه وسلم به قرآن کريم ورته اورول ، نوپیغمبرصلی الله علیه وسلم به دغه وخت کې چې کله به جبرائيل علیه السلام ورسره مخ کيده ترپريمانه هوا زيات سخاکونکی ؤ .

    تشريح : یعني پيغمبرصلی الله علیه وسلم دټولو خلګونه تل په ميړانه اوسخاکې وړاندي ؤ ، اوپه روژه کې به یې ترهروخت زياته سخاکړه ، درمضان المبارک په مياشت کې به هره شپه جبرئيل علیه السلام ملاقات ته راتواونبي عليه السلام به ورته قرآن کريم اورول ، اوکله چې به دجبريل علیه السلام سره ملاقي شو نوپه دغه وقت کې به يې تره باد زياته سخا درلوده یعني لکه هوا اوباد چې څومره بي احسانه اوعامه په هرسيمه ګذرګړي داسي دپيغمبرصلی الله علیه وسلم علمي عملي اومالي فيوضات عام ؤ اوله هيڅ چاڅخه يې د هيڅ خير سپما نه کړه .

     

    همداراز  چې کله به دروژي مبارکي مياشت داخله شوه نوامام زهري رحمه الله به ويل :دغه مياشت ددوڅيزونه لپاره ده . یودقرآن کريم تلاوت اوبل روژه تيانوته دروژه ماتي ورکړه  .

    اوزموږ دمذهب له سترامام څخه نقل شوي .چې دروژي په مبارکه مياشت کې به يې شپيته ځله قرآن کريم ختم کول اوهغه په دي ډول ، چې ديرش ختمونه به یې دروژي په ديرشو ورځوکې کول ، اوديرش ختمونه به يې دروژي په دیرشو شپوکې کول ، اویوختم به يې په تراويحوکې کول ،

    او ابن عبدالحميدوایې : چې کله به درمضان المبارک مياشت داخله شوه نو امام مالک رحمه الله به دحديثو درسونه اودعلم مجلسونه تعطيل کړل اوخپله ټوله توجه به يې دقرآن کريم تلاوت ته وګرزوله .

    امام عبدالرزاق وایې : چې کله به دروژي مبارکه مياشت داخله شوه نوامام سفيان ثوري رحمه الله تعالی به نورټول نفلي عبادات ايله کړل اويواځې دقرآن کريم لوري ته به متوجه شول .

    دسترمحدث اوفقيه ابوبکر بن عياش څخه نقل شوي چې کله یې دمرګ وخت راغی نوخوريې ورباندي ژړل ده ورته وویل :ولي ژاړي ؟ اوبيايې [دخوني یوي ګوښې ته په اشاره کولوسره وویل :]دغه ګوښې ته ګوره ستاورور په دغه ځای کې اتلس زره واري قرآن کريم ختم کړی دی .

    امام ابوداود رحمه الله وایې چې سترمفسر اومحدث امام مجاهدرحمه الله به دماښام دلمانځه څخه ووروسته دماخوستن تراذانه پوري دټول قرآن کريم ختم کاوه

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.