حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 10/23/1394 ساعت: 20:40
    بازدید 61
    ♥3

    لیکوال : عابد دالله تعالی په لاره کې دجهاد دسپېڅلې دندې دپرمخ بېولو له ډېرو انواعو څخه یوه هم قلمي جهاد دی، که څه هم ددنیا له پرمختګ او عصریتوب سره به داخبره خلک کوي چې اوس خوپه لیک کې دقلم ونډه کمه ده اودنن سواد ترکمپیوتر اوزده کړې یې تړلیº خوقلم سره له دې […]

    پ
    پ

    لیکوال : عابد

    دالله تعالی په لاره کې دجهاد دسپېڅلې دندې دپرمخ بېولو له ډېرو انواعو څخه یوه هم قلمي جهاد دی، که څه هم ددنیا له پرمختګ او عصریتوب سره به داخبره خلک کوي چې اوس خوپه لیک کې دقلم ونډه کمه ده اودنن سواد ترکمپیوتر اوزده کړې یې تړلیº خوقلم سره له دې چې الله تعالی لوړ مقام اوارزښت ورکړی، په اړتیا او لرغوني ارزښت کې بیاهم نني عصري وسايل ترې پروا نه دي او ډېرځله له داسې حالاتو سره موږ مخ یو، چې خپل یادښتونه له قلم پرته نه شوخوندي کولای . بله داچې هیڅ داسې مرجح اومانع هم نه شته چې دنن نوي ادبي، علمي، او هرډول لوړې لاسته راوړنې دقلمي پرمختګ له اصطلاح څخه بېلې کړي .

    اوس خو په هرځای کې دمتخاصمو جهتونو دزور آزماینې زوروره وسله مطبوعات اورسنۍ دي، ځکه په ننۍ دنیاکې چې میډیا اومطبوعات خلک په کوم ډول څملوي، بله هیڅ داسې وسله اووسیله یې نه شي څملولای، همدا لامل دی چې زمونږ ټولو دښمنانو مونږ ته دا سنګر ټینګ نیولی اوتل یې له دې مورچله په ټوله کې ټول مسلمانان او په ځانګړي توګه مجاهدین ویشتلي يو، ځکه به نو له نورو ټولو خبرو تېریږو او یواځې په مطبوعاتي برخه کې به خپل قلمونه وارزوو چې ترکومه حده یې دغه سنګرګرم ساتلی او کومې لارې چارې لاهم نظر انداز دي .

    لکه پورته مو چې یادونه وکړه دنن قلم په ټولو هغو لارو چارو اطلاق دی چې یومبتکر ذهن یې دسواد په لارکې په هرډول نویو وسایلو پياده کوي، همدغسې په مطبوعاتي میدان کې هم ټولې هغه کړنې ترسره کول اوهغه چارې خپلول رښتینی قلمي جهاد دی، چې په دې برخه کې یې مؤثریت دنوروچارو په پرتله زیات وي، دې ټکي ته باید په سطحي نظر ونه ګورو،بلکې دقلمي جهاد په سنګرکې یې ترټولو لوړ اصل وګڼو، ځکه مؤثریت یې تر دومره حده زیات دی چې حتی دډېر مبتکر اوساحرانه قلم اغېز هم ننګولی شي، داسې چې که مونږ هرڅومره مؤثراونازک خیال قلم ولرو، خو چې لیکنه مو تل له یوده داسې سنګره وي چې هغه ددښمن متقابلو شعاعو اغېزمن کړی وي مؤثریت به یې ډېرکم وي اوخلک به یې ځکه نه لولي چې په طرف کې به یې بولي، دایوداسې ډول دفع اوپڅول دي چې درد یې هم همداسې باریک ذهنونه درک کولای شي، داسمه ده چې دغه سنګر باید پرېنښودل شي، خوهدف ته په رسېدوکې له نورو خواوو څخه هم بایدکارواخیستل شي اوټولې هغه لارې چارې خپلې شي چې دښمن ته په دې ډګرکې ضربه ورکولای شي.

    له دښمن سره دمسلحانه جهاد ترڅنګ دمطبوعاتي سنګر داهمیت اوارزښت په اړه به خبره نه اوږدوو په دې اړه ډېر څه ویل شوي اوترډېره له دغه ارزښت څخه اوس څوک انکار هم نه شي کولایº یواځې دبېلګې په ډول به په هیوادکې دمجاهدینو دفتوحاتودڅپو په راتلوسره ددښمن په هغه کړنو یوڅه وغږیږو چې دمعرکې په ډګرکې له هرډول مقابلې دپاتې راتلو په صورت کې یې له مطبوعاتي وسایلوڅخه دوروستۍ وسلې په توګه کار واخیست، البته دژورنالیزم له ټولو نورمونو خلاف یې دتهمت اوافتراء لارپکې غوره کړه .

    کله چې مجاهدینو دکندز ولایت فتح کړاودښمن له ټولې زورآزمایۍ سره سره له طالبانو ماتې ومنله،ډېرو غرضی اوپه طرف کې واقع رسنیوله منل شویو مطبوعاتي اصولو تېری وکړ اوپه هیڅ یې له طالبانوسره ځان په دښمنۍ کې ښکېل کړ، په تېره د”طلوع” او “یک” تلوېزونونو په داسې بې شرمانه تبلیغاتو لاس پورې کړ، چې هیڅ ډول اساس یې نه درلود،په عین حال کې نورو غربي رسنیویې هم ددې په ځای چې وضع شوي اصول په پام کې ونیسي º ددوی خبره ورسره غبرګه اود “دداسې ویل کیږي” په نادرستې جملې سره یې دې افواهاتو ته هوا ورکړه، په مجاهدینو یې تهمتونه پورې کړل اوپه ټوله بې شرمۍ یې داسې راپورونه جوړول، چې هیڅکله یې په سپیناوي اوثبوت ونه توانېدل، ولې داچې دښمن ته نور هیڅ ورپاتې نه و، نو همداډول بې اساسه اوبې بنیاده راپورونوجوړولوته یې دوام ورکړ، دنیا هم داهرڅه لیدل اوڅارل، هیچا اوهیڅ نړیوال مطبوعاتي ارګان پرې غوږ ونه ګراوه، ترڅو مجاهدین مجبورشول اوپه نظامي عکس العمل ښودلو سره یې دهغوی شر له ځانه دفع کړ.

    له دوو ټکو دې جریان ته وګورئ! که دمؤثریت له نظره ورته ګورئ، نو ډېر هغه پاک ذهنونه چې دمطبوعاتو له نني تحریف نه خبرنه ديº په دې خبروشایدترډېره په تشویش کې شوي وي اودطالبانو په باب یې بل فکر اخیستی وي، ورسره وګورئ! څه ډول په ګرم سنګر کې دوسلې مؤثریت دقلم په وړاندې کمېدای شي، دلته ددغسې مطبوعاتي ګوزار په وړاندې دفع د چټک غبرګون په ډول په ډېرو نورورسنیزو لارو سره هم کېدای شوای چې میدان بېرته مونږ وړی وای اودښمن نور هم رسوا شوی وی، همدغسې ګوزا اوهمدغسې دفع قلمي جهاد دی اوترهمدومره حده ورته اړتیاده .

    راځئ ځان په هغه څه تېرنه باسو چې دخپلو مطبوعاتو اومطبوعاتي کړنو لپاره یې مونږ وینو، بلکې دیودریمګړي اوهغه چا په سترګه به ورته وګورو چې زمونږ په مطبوعاتوکې هیڅ دخل اوکار نه لري اوله بهرنه ورته ګوري، شایدزمونږ نیمګړتیاوې او کمزورۍ هم تربل هرچا همداسې څوک ښې ولیدلی شي، زمونږ دمطبوعاتو په مؤثریت کې هغه څه چې مونږ یې خپله لاسته راوړنه بولو، شاید دی یې دهغو خواله رسنیو زېږنده وبولي چې ترډېره یې کارکوونکي رضاکار مجاهدین او نور خواخوږي نظرونه دي ، نه دمجاهدینو دقلمي جهاد دسنګر مؤظفین اومسؤلین، ځکه شایدهغوی به تردې وخته په خپل تشکیل کې لادخواله رسنیو لپاره فعاله شعبه اوڅانګه هم ونه لري، چې په دې برخه کې پراخ کار وکړي .

    په همدې ډول باید خپلې چاپي خپرونې وارزوو اومؤثریت یې وڅېړو، داسمه ده چې نویو برېښنايي وسېلو دومره اغېز نه دی شیندلی چې چاپي خپرونې یومخ خپل ارزښت له لاسه ورکړي اوپه هیڅ حساب شي، بلکې هره یوه یې بېل حیثیت او خپل خپل ځای لري º ولې هغه څه چې بریاليو اومؤثروچاپي خپرونو پرې دنن ورځې لوستونکی رانیولی اوله نویو برېښنایي وسایلو سره سره یې بیاهم خپل لوستونکي له لاسه نه دي ورکړي º باید وپلټل شي اودبریادغه رمزونه په ګوته شي .

    په نني مطبوعاتي جهادکې به زمونږ اوزمونږ دقلم دونډې ارزونه په دووټکوکې رالنډه کړو، هغه داچې یوزمونږ هیوادوالواونړیوالوته دخپلې حقې داعیې رسول دي اوبل دمتقابلو مطبوعاتو اورسنیودګوزار دفع اوځواب دی، پرموږ ګوزاریې هم دوه اړخه لري یوهغه چې مخامخ مونږ ته متوجه وي اوبل هغه چې زمونږ په اړه عامه ذهن بدلوي .

    ددغودوو ټکو په نظرکې نیولو سره به په مطبوعاتي جګړه کې خپلې په کارلوېدلې هڅې وارزوو او وبه ګورو چې ترڅومره حده زمونږ شته مطبوعاتي مورچلونه په دې لاره کې بریالي دي ؟

    له برېښنايي، اجتماعي اوارتباطي رسنیونیولې بیاترچاپي خپرونو پورې ټولې ترنظرتېرې شې، که چېرته یواځې په هغه څه بسنه کوو چې مونږ یې له دغو هڅو لاسته راغلې بریاګڼو، شایدچې په دې کې به تېروتي یو، بلکې ترټولو مهم ټکي هغه دي چې له مونږ پرته یې نورخلک زمونږ بریا، یا نیمګړتیا بولي ، چې له درک کولو وروسته تربحث لاندې ونیول شي .

    له مورچل مجلي نه

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.