حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • جهاد به ترهغه وي چې په ځمکه دالله تعالی دين خوریږي .
    09/04/1394 ساعت: 22:54
    بازدید 470
    ♥4

    قال الله تعالی : وقاتلوهم حتی لاتکون فتنة ویکون الدین لله فان انتهوفلا   عدوان الا علی الظالمینِ () البقره ۱۹۳ آية ژباړه : اوجنګ کوئ تاسي ! له دوی سره ترهغو پوري چي پاته نشي فتنه (شرک اوفساد) اوشي دین (حکم ) خالص الله تعالی لره ، پس که چیري وګرځیدل (دوی له شرکه نوتاسي […]

    پ
    پ

    قال الله تعالی : وقاتلوهم حتی لاتکون فتنة ویکون الدین لله فان انتهوفلا   عدوان الا علی الظالمینِ () البقره ۱۹۳ آية

    ژباړه : اوجنګ کوئ تاسي ! له دوی سره ترهغو پوري چي پاته نشي فتنه (شرک اوفساد) اوشي دین (حکم ) خالص الله تعالی لره ، پس که چیري وګرځیدل (دوی له شرکه نوتاسي تجاوزمه کوئ پردوی باندي )نونشته هیڅ تیری مګر(خوشته جزادظلم ) پرظالمانوباندي .

     

    لنډتفسیر:په تفسیر مظهري کې دوقاتلوهم … په تفسیر کې لیکلي دي : چې دمشرکینو سره ترهغه وجنګيږئ چې ترڅو فتنه یعني شرک اوفساد ختم شي ،دين اوطاعت يواځې دالله تعالی لپاره شي ، اودبل چاعبادت ونه کړل شي .

     

    اوپه تفسیرمراغي کې دذکرشوي آية په تفسیر کې لیکلي دي : چې دکفارو سره ترهغه وجنګيږئ چې ددوئ هغه قوت اوزور ختم شي چې تاسوته ددين دنفاذ په وړاندي خنډ جوړیږي .تاسوته دالله تعالی په لاره [جهاد] کي تکلیفونه رسوي .اوتاسو ددين داظهار اوهغه ته ددعوت څخه منعه کوي . ..

    اوپه تفسیرمنير کې لیکلي دي : چې په اسلام کې جهاد دڅوامورو لپار ه مشروع شوی ، دبیلګي په ډول : دځان څخه ددفاع په خاطر دوطن څخه ددفاع په خاطر ،دخپل حیثیت او شرافت څخه ددفاع په خاطر .

    جهاد ددي لپاره نه دی مشروع شوی چې دچاسره دښمني وشي یا قتلونه وشي یاويني توی شي ؛بلکه دجهاد لویه موخه دالله تعالی دين ته ددعوت ازادي ،اعلاء کلمة الله   ،دالله تعالی ددين سرلوړي ، دشریعت نفاذ ، اودمسلمانانو ساتنه اودهغوئ حفاظت دی .[نو ترڅوچې ددغه موخو په وړاندي کوم خنډونه وي جهاد به وي ]

     

    ابو ثاقب

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.