قال الله تعالی : ولولا دفع الله الناس بعضهم ببعض لهدمت صوامع و بیع و صلوات و مساجد یذکرفیها اسم الله کثیرا ولینصرن الله من ینصره ان الله لقوی عزیز} ۴۰ } سورة الحج .
ژباړه : که الله تعالی ځيني دخلقو په ځينو نوروسره نه دفع کولای نودنصاراوو عبادت خاني دیهودو معبدونه اودمسلمانانو هغه مساجد چې دالله تعالی ډیرذکر په کې کيږي ،ړنګ شوي اووران شوي وای .او الله جل جلاله ارومرو دهغه ډلې مرسته کوي چې دالله تعالی ددين مرسته کوي اوبي شکه چې الله تعالی ډیر قوي اوغالبه دی .
تشریح :لکه وړاندي دموسی علیه السلام په دين کې دجهاددمشروعیت یوحکمت داو چې دهغه مهال عبادتخاني وراني نشي ،اوخلګ دالله تعالی له عبادته ونه ګرزي ،همداسي يې دعیسی علیه السلام په دين کې هم یوسترحکمت داوچې دوخت دعبادت مراکز وران نشي ، داسې دآسماني دينونو ترټولو په وروستي دين اسلام کې هم دجهاد دفرضیت یوه لویه موخه داده :چې اسلامي شریعت دالله تعالی په ځمکه خپور[نافذ] شي ، خلق ديوه الله جل جلاله عبادت وکړي ،مساجد دالله تعالی په عبادت کونکو ډک شي . اودآية په پای کې وويل شول چې الله تعالی به ددغې ډلي مرسته وکړي اوالله تعالی ډير قوي اوغالبه دی .










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه