حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • په مسلمان دکافر حکم کول ؟
    09/20/1394 ساعت: 8:40
    بازدید 413
    ♥2

      الاستفتاء : محترم مفتي صاحب !له موږ سره یومولوي صاحب تل بحث کوي چې له کفارو،شیعه و اوبدعتیانو سره هرډول تعلق ،راشه درشه کفر دی اوبیا دا آية وايې چې (ومن يتولهم منكم فإنه منهم) نو په دې ډول له ماسره داتشویش پیداشو چې موږ خوپه سیاسي اونورو ټولنیزو چارو کي له غیرحربي کفارو […]

    پ
    پ

     

    الاستفتاء : محترم مفتي صاحب !له موږ سره یومولوي صاحب تل بحث کوي چې له کفارو،شیعه و اوبدعتیانو سره هرډول تعلق ،راشه درشه کفر دی اوبیا دا آية وايې چې (ومن يتولهم منكم فإنه منهم) نو په دې ډول له ماسره داتشویش پیداشو چې موږ خوپه سیاسي اونورو ټولنیزو چارو کي له غیرحربي کفارو سره تعلق یاکله ناکله راشه درشه یاناسته   ولاړه وي نودابه څرنګه کیږي ؟ ستاسو یوورور له کابل څخه .

     

    الجواب حامدا ومصلیا وبعد : کله چې د قرآن کریم دمبارکو الفاظو معناوي اومفاهیم داصلي مصادرو په ځای   دځانه څخه ورکول کیږي نوهغه مهال په همداډول   تحریفونوسره په مسلمانانو باندي دکفر حکم لګول کیږي ، هغه خلق چې دمجاهدینو اوداسلام دلاري دترټولو سپیڅلو لارویانو وینی تویول غواړي هغوئ تل همدغه ډول محرفي معناګاني په کار اچوي ، کله چې   په صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم باندي خوارجو خروج کاوه نو له همدغه آیتونو څخه يې همدا ډول مفاهیم اخستل .

    حضرت ابن عمر رضی الله تعالی عنه ددوئ په هکله ویل : (انطلقوا إلى آيات نزلت في الكفار فجعلوها في المسلمين) دوئ له هغه آياتونو څخه چې دکفارو په حق کې نازل شوي دهغوی مصداق مسلمانان ګرزوي .

     

    رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغه ډول خلقو په آړه داسي وړاندوینه کړي : . يقرؤون القرآن لا يجاوز حناجرهم [ أي: لا يفهمونه ولا يصل إلى قلوبهم ]يخرجون من الدين كما يخرج السهم من الرمية، ثم لا يعودون فيه. يقتلون أهل الإيمان……

    قرآن کریم به وايې مګرترستوني به يې نه تیریږي [یعني په مقصداومفهوم به يې نه پوهیږي ]له اسلام نه به داسې وزی لکه غیشی له کمان څخه . بیابه ایمان ته نه راګرزي ، دایمان څښتنان [یعني مؤمنان ] به وژني اوپه مشرکانو به کار نه لري ……….

     

    ددې آية صحیح تفسیر هغه دی چې نږدي ټول مفسرین ورباندي اتفاق دي اودهغه په اړه دابن جریر طبري رح دالنډ تفسیر ملاحظه کړئ !
    قال: (“ومن يتولهم منكم فإنه منهم”، ومن يتولَّ اليهود والنصارى دون المؤمنين، فإنه منهم. يقول: فإن من تولاهم ونصرَهم على المؤمنين، فهو من أهل دينهم وملتهم، فإنه لا يتولى متول أحدا إلا وهو به وبدينه وما هو عليه راض وإذا رضيه رضي دينه فقد عادى ما خالفه وسخطه وصار حكمه حكمه). أ . هـ 10\400

    ژباړه : یعني څوک چې دمومنانو پرته دیهود اونصاراو سره دوستي کوي نوله دوئ څخه ګڼل کیږي ، ځکه څوک چې دمؤمنانو په خلاف دیهودواونصاراو مرسته کوي نوهغه ددوئ له دين منونکو څخه له دي امله ګڼل کیږی چې هیڅوک نور دوستان نه ګرزوي ترڅو دهغوئ ، دهغوئ   ددين دهغوئ له نورو امورو څخه راضي شوی نه وي ،نو چې دهغوئ وجود يې خوښ شو دهغوئ دين يې خوښ شو بیانودهغوئ دښمنان خپل دښمنان ګڼي ،هغوئ چې په څه شي خفه کيږي دوئ په هغه خفه کيږي .

    وفي روح المعاني   ۳\ ۳۲۴يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خطاب يعم حكمه كافة المؤمنين من المخلصين وغيرهم، وإن كان سبب وروده بعضا- كما ستعرفه إن شاء الله تعالى- ووصفهم بعنوان الإيمان لحملهم من أول الأمر على الانزجار عما نهوا عنه بقوله سبحانه وتعالى: لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصارى أَوْلِياءَ فإن تذكير اتصافهم بضد صفات الفريقين من أقوى الزواجر عن موالاتهما أي لا يتخذ أحد منكم أحدا منهم وليا بمعنى لا تصافوهم مصافاة الأحباب ولا تستنصروهم.

    نو که چېري داړتیا له مخي له یوه غیرحربي کافرسره کومه معامله یاضرورت پوره کوي اوتګ راتګ کیږي هغه په دغه وعید کي نه دي داخل . لکه همدا چې دټولو مفسرینو رایه ده .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.