حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 10/23/1394 ساعت: 20:36
    بازدید 55
    ♥3

    شاهد (غزنیوال) جهاد په مأموربه احکامو کې تر ټولو أهم عبادت او  ستره فریضه ده. جهاد د اسلامي احکامو د تنفیذ او دفاع مهمه وسیله  او د اسلامي شریعت ستر رکن دی . د جهادي صف یووالی یو ټولنیز ضرورت او د اسلام په مقدس دین کې خاص اهمیت لري. د همدې اهمیت له مخې […]

    پ
    پ

    شاهد (غزنیوال)

    جهاد په مأموربه احکامو کې تر ټولو أهم عبادت او  ستره فریضه ده.

    جهاد د اسلامي احکامو د تنفیذ او دفاع مهمه وسیله  او د اسلامي شریعت ستر رکن دی .

    د جهادي صف یووالی یو ټولنیز ضرورت او د اسلام په مقدس دین کې خاص اهمیت لري.

    د همدې اهمیت له مخې الله تعالی د  قرآن کریم  په متعددو ایتونو کې د اسلامي صف پر یووالي ټینګار کړي تر دې چې  په  ۲۸ سیپاره کې یې یومکمل سورت د الصف په نوم  نازل کړي او په هغه کې یې په خاص ډول  د جهادي صف  پر یووالي ترکیز کړی.

    إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ (4)

    په جهاد کې  د  صف یووالی او د  امیر اطاعت  له  هغو أساسیاتو څخه دي چې اسلامي فقهاوو  یې په هجومي ډول (جهاد ) کې د امیرموجودیت او د هغه اطاعت د جهاد لپاره حتمي شرط بللی .

    د دغه  شرعي  ضرورت ( د صف یووالي) اهمیت مونږ د اسلامي نړۍ  په ننيو حالاتوکې ښه محسوسولای شو.

    نن  د اسلامي نړۍ  ډیر هیوادونه  عملا د اشغالګرو کافرانو تر یرغل لاندې  او د هماغه ځای مسلمانانو یې د یوې شرعي فریضې په حیث په مقابل کې په جهاد لاس پوري کړي .

    په کومو هیوادونو کې چې  د اشغالګرو په مقابل کې دفاعي مقاومت  تریوه متحد قیادت  او یوې قوماندې لاندې تر سره کیږي  هلته يې عملا ښې پایلې لرلې او د ښمن یې په  هجومي عزائمو کې شاګرز  ته اړیستلی .

    د دغو اشغال شویو هیوادونو له جملې څخه  یوهم افغانستان دي چې له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د تیري کوونکو امریکایانو تر اشغال لاندې دی .

    سره له دې  چې امریکایانو د غربي نړۍ  د ۴۸ هیوادونو په  ملتیا افغانستان اشغال کړی او د دغه اشغال د مشروعیت او  بریالیتوب لپاره  خپل ټول پوځي او تخنیکي  قوت په کار اچولی ، خو دلته د مقاومت  د قیادت د یووالي له بركته  له خپلو ټولو پوځي او تبلیغاتي هلو ځلو سره سره ناکام دي.

    د اشغالګرو د اشغال پر ناکامي  او فضیحت سر بیره  کومې سیمې چې د مجاهدینو تر کنترول لاندې دي هلته  امنیت تأمین او  د ګډوډي او بي نظمي مخنیوی شوی.

    خو برعکس په کومو هیوادونو لکه په عراق ، صومالیا او ځینو نورو هیوادونو کې چې د اشغالګرو په مقابل کې مقاومت د متحد قیادت په ځای د متعددو قیادتو لخوا اداره  کیږي هلته نه یواځي داچې د مقاومت د بریاليتوب چانس  نا شونی دی ؛بلکې  همالته د متعددو  قیادتونو د بي نظمي له وجې  جهادي صف  د خپل منځي اختلافاتو ښکار او  مجاهدین له  سختو ستونزه سره مخ دي.

    افغانانو د روسي اشغال پرمهال  په  مقاومت کې د قیادتونو د تعدد ترخه تجربه ښه ولیدله چې هم  یې د  یونیم ملیون شهیدانو د توی شویو وینو پایلې ضائع کړلې او هم  یې له شوروي  اشغال نه  آزاد شوی هیواد  دوباره  تر امریکايي اشغال لاندې راوستی .

    اوس چې د متحدجهادي  مقاومت په ترڅ کې افغانستان بیا له امریکايي اشغال څخه د استقلال درشل ته نیږدي شوی  ماتي خوړلي امریکایان او د هغوی ایتلافیان کوښښ کوي د مقاومت د متفرق كولو  لپاره  بیلابیل تکتیکونه عملي کړي .

    امریکایانو چې  كله  په تیر ۲۰۱۵ کال یې د مجاهدینو په  مقابل کې خپل شکست  قبول او له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو د پرشاتګ  اعلان وکړ له هغه راهيسي  یې له  مجاهدینو سره  د مخامخ پوځي مقابلې پرځای  د غیر مستقیمې مقابلې لاره نیولې  او غواړي د جهادي د متحد صف د متفرق کولو او شیندلو له لاري  له  هغوی (مجاهدينو) څخه  د خپلې ماتې اورسوايي غچ  واخلي .

    مونږ وینو چې یرغلګر دښمن د دغې شیطاني استراتیژي د کامیابه کولو لپاره يي مختلف تکتیکونه تر لاس لاندې نیولي.

    خو دا چې بیاهم  د جهادي مقاومت قومانده  یوه  او د دښمن په شړلو کې له یوې متحدې استراتیژۍ څخه استفاده  کیږي مونږ ګورو  چې د دښمن دغه  تخریبي تکتیکونه هم یو په بل پسي له ناکامي سره مخ  او مجاهدینو لکه چې په پوځي ډګر کې  دښمن پرشاتمبولی  په هماغه  ډول یې   د خپل منځي وحدت  او هماهنګي  په مټ  د دښمن ټول تخریبي سازشونه  ورشنډ کړي.

    د جهادي صف  د متحد ساتلو په اړه  الله تعالی په سورت  آل عمران ، سورة الأنفال ، او سورة التوبة  کې  متعدد  أیتونه  نازل کړي او  مسلمانان  یې د خپل منځي وحدت  په ټینګ ساتلو  مأمور کړي.

    او په یادو  سورتونو کې  یې  په مکرر ډول  مسلمانان  له تفرق ، اختلاف او خپل منځي  شخړو څخه  منع کړي :

    الله تعالی  د سورة  الانفال  په  (۴۶)  نمبر ایت کې   مسلمانان  له خپلې منځي اختلاف څخه  داسې منع کوي :

    وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (46)

    كه  مونږ  نورهم وغواړو جهادي آرمانونه مو تر سره او  د الله په لاره کې ورکړې  قربانۍ مو  مثبتې پایلې ولري  نو باید چې   د دغو الهي ارشاداتو مطابق مو خپلې لیکي  متحدې   او له هر  ډول اختلاف  او تفرق څخه  ځان لیري وساتو .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.