حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • چې کله کفارمسلمانان دډال په توګه استعمال کړي !
    10/23/1394 ساعت: 23:13
    بازدید 56
    ♥3

    دجهاد فقهي مسائل جهادکې محرمات او مکروهات مفتي ابومحمد (حقاني ) څلورویشتمه برخه چې کله کفاردمسلمانانوښځې او ماشومان دډال په توګه استعمال کړي ! ترس (التترس)د عربي لغت په مشهور کتاب (الصحاح تاج اللغة )کې یې داسې معنی کړی : (ترس) التستر بالترس. وكذلك التتريس. والمترس:خشبة توضع خلف الباب)یعنې ترس دې ته وایې: چې دده […]

    پ
    پ

    دجهاد فقهي مسائل

    جهادکې محرمات او مکروهات

    مفتي ابومحمد (حقاني )

    څلورویشتمه برخه

    چې کله کفاردمسلمانانوښځې او ماشومان دډال په توګه استعمال کړي !

    ترس (التترس)د عربي لغت په مشهور کتاب (الصحاح تاج اللغة )کې یې داسې معنی کړی : (ترس) التستر بالترس. وكذلك التتريس. والمترس:خشبة توضع خلف الباب)یعنې ترس دې ته وایې: چې دده په ذریعه ځان پټ کړي ،لکه همدا دې فقهي څیړنه کې مراد کیدای شي، چې کله کفار و باندې مجاهدین یرغلیز فشار وارد کړي او نور یې وژنه یا نیونه نږدي ممکنه شي ،نو کفار مسلمانانې ښځې او ماشومان دځان لپاره سپر یا ډال کړي ،د مجاهدینودړومبي برید مخکې همدا مسلمانان دډال په صفت ودروي او دوئ خپل ځانونه دمجاهدینو له غشي نه بچ کړي .لکه پدې کریمه آیت کې چې همدې تترس بالحرب ته داسې اشاره شوي ده ({ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاء مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَؤُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاء لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا }دا آيت كريمه د وليد بن الوليد ، وسلمة بن هشام ، وعيّاش بن أبي ربيعة ، وأبو جندل بن سهيل غوندې خلکو په مورد کې نازل شوی چې دحدیبیي له سولې نه وروسته یې مسلمانان په مکه کې احتجاز کول .

    دتترس حکم

    دفقهاووپه اتفاق سره که ضرورت او اړتیا وه، نوددې جواز شته، چې په هغو کفارو حمله وشي او وویشتل شي ،چې دجګړې په مینځ کې مسلمانان او بندیان دځان دبچ کیدو لپاره ډال یا سپر ګرځوي ،چې فقهاووهغه ضرورت چې دمسلمانانودتترس په صورت کې هم پر کفارو حمله جایز ده داسې تشریح کوي : که مسلمانان په همدې حالت کې برید ونکړي، نو دکفارو لخوا دماتي سره مخامخ کیږي او دقاعدة الاسلام د استیصال ویره وي ،نو دکفارو ایشتل روا دي، که څه هم مسلمانان یې سپر نیولې وي، البته مجاهد به دفیر او حملې پر وخت دکفارو دایشتلو اراده کوي اوبس ؛لکه په الموسوعة الفقیة ج۱۰ص ۱۳۷کې داسې لیکي : اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ يَجُوزُ رَمْيُ الْكُفَّارِ إِذَا تَتَرَّسُوا بِالْمُسْلِمِينَ وَأَسَارَاهُمْ أَثْنَاءَ الْقِتَالِ أَوْ حِصَارِهِمْ مِنْ قِبَلِ الْمُسْلِمِينَ ، إِذَا دَعَتِ الضَّرُورَةُ إِلَى ذَلِكَ ، بِأَنْ كَانَ فِي الْكَفِّ عَنْ قِتَالِهِمُ انْهِزَامٌ لِلْمُسْلِمِينَ ، وَالْخَوْفُ عَلَى اسْتِئْصَالِ قَاعِدَةِ الإِسْلامِ . وَيُقْصَدُ بِالرَّمْيِ الْكُفَّارُ .

    که چیرته ددوئ دایشتلو دا مبیح ضرورت نه و،یعنې جګړه نه وه ،نوبیا نده روا، همداسې که   ددې نه په غیر بله چاره یې کیدلای شوه، نو دشوافعورح ،حنابله وو رح او حسن بن زیاد رح په مذهب کې بیا ددوئ ایشتل ندي جایز او داحنافو رح په مذهب کې بیا هم جواز لري ،ددې وجه چې ددوئ ایشتل روا دي ،هغه داده ،چې ددوئ په ایشتلو کې داسلامي ټولنې یا مجتمع څخه دضررعام دفعه ده، البته شرط به داوي، چې ایشتونکی به دبرید پر وخت دکافر دایشتلو اراده او قصد کوي ، په دغو حوالو کې دا مسئله ښه په تفصیل سره شته (فتح القدير 5 / 198 ط إحياء التراث العربي ، وابن عابدين 3 / 333 ط إحياء التراث العربي ، والحطاب 3 / 351 ط دار الفكر ، وحاشية الدسوقي 2 / 178 ط دار الفكر ، ونهاية المحتاج 8 / 65 ، والأم 4 / 287 ط دار المعرفة ، والمغني 8 / 449 ـ 450 ط مكتبة الرياض الحديثة .)

    داحنافو ددې ذکر شوي مذهب په باره کې د(فتح القدیر) عبارت داسې دی : وَإِنْ كَانَ فِيهِمْ مُسْلِمٌ أَسِيرٌ أَوْ تَاجِرٌ ) بَلْ وَلَوْ تَتَرَّسُوا بِأُسَارَى الْمُسْلِمِينَ وَصِبْيَانِهِمْ سَوَاءٌ عَلِمَ أَنَّهُمْ إنْ كَفُّوا عَنْ رَمْيِهِمْ انْهَزَمَ الْمُسْلِمُونَ أَوْ لَمْ يَعْلَمُوا ذَلِكَ إلَّا أَنَّهُ لَا يُقْصَدُ بِرَمْيِهِمْ إلَّا الْكُفَّارُ ,فَإِنْ أُصِيبَ أَحَدٌ مِنْ الْمُسْلِمِينَ فَلَا دِيَةَ وَلَا كَفَّارَةَ/فتح القدیرج۱۲ص ۴۰۰).

    مالكيان حضرات هم وایي :چې قتال ددې کفارو سره بیا هم جایز دی، خوداډال شوي مسلمانان به عمداً نه ایشتل کیږي، مګرکه چیرته د ډال شویو مسلمانانوپه نه ایشتلو کې دکفارو لخوا دمسلمانانوزیات لښکرته خطروو، نو بیا یې دسپر شویو حرمت ساقط دی ،عام ددې نه چې متترس شویو مسلمانانوشمیر دمجاهدینو نه زیات وي ،که کم ! او بل هغه صورت کې هم ورسره قتال روا دی، چې په نه قتال کې دمسلمانانو دشکست امکان وي .

    صاحب د(فتح القدیر) وایې چې که چیرته پدې جګړه کې چې مسلمانان دډال او سپر په حیث درول شوي وي ، که چیرته کوم مسلمان پکې دمجاهدینولخوا ومړ،نوددې مقتول دیت او کفاره نشته ،دحسن بن زیاد په قول پکې دیت او کفاره دواړه شته ،دامام شافعي رح په مذهب پکې په یوه قول پکې کفاره شته او په دیت کې یې دوه قوله دي ،او ابو اسحاق وایې :چې که دایشتلو په وخت کې یې بعینه همدانشان کې نیولی و،نو عام ددې نه چې دا پرې پوه وي ،چې مسلمان دی او که ندی، نو پده دیت لازم دی او که بعینه یې همدا په ایشتلو کې مقصود نه و،بلکې لومړي صف باندې برید وکړ،دا پکې ولګید،نودې صورت کې پرې دیت نشته . فتح القديرج12ص400)

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

     

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.