حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دعوت او جها د دحالاتو په تناظر کې!
    11/20/1394 ساعت: 6:47
    بازدید 13
    ♥3

    (مفتي ابو یاسر) دځمکي په کره کې  دخلقو پيدايښت  اوبیاهغوئ ته هراړخیز او داړتیا وړ مواد پیداکول ،بیاور ته  دبي شمیره  انبیاؤ را لیږنه  ، اودکتابونو نازیلیدل  داجوته وي چې دلته  به ژوند کول اواوسیدل په يوه ځانګړي طريقه سره وي  ،چې  هغه درب العزة له لوري رالیږل شوي قوانین [ شریعت ] دی او  […]

    پ
    پ

    (مفتي ابو یاسر)

    دځمکي په کره کې  دخلقو پيدايښت  اوبیاهغوئ ته هراړخیز او داړتیا وړ مواد پیداکول ،بیاور ته  دبي شمیره  انبیاؤ را لیږنه  ، اودکتابونو نازیلیدل  داجوته وي چې دلته  به ژوند کول اواوسیدل په يوه ځانګړي طريقه سره وي  ،چې  هغه درب العزة له لوري رالیږل شوي قوانین [ شریعت ] دی او  دژوند دغه موقته سلسله به دهماغه شریعت مطابقه روانه وي .

    هغه خلګ چې غواړي  په لمړنۍ اووروستنۍ نړۍ  کې هوسا ،سوکاله اوخوشحاله ژوند وکړي نو طبعي ده چې  په لمړۍ کې به يې  دیوه رښتوني انسان په ډول په  خپل وجود ،کورنۍ اوټولنه  کي شریعت  تامین کړی  وي  . په بل اړخ کې به الهي قوانینوته چې داوامرو  یادنواهي  په صورت  کې وي  پوره وفادار وي  .

    دعوت

    بي شکه  چې  ځمکې  ته دیولک څخه دزیاتو راغلوانبیاؤ  اساسي  وظیفه  دين ته دخلقو رابلنه وه ،په قرآن کریم کې چې یواځي دجزیرة العرب  د۲۷\۲۵ انبیاؤ واقعات ذکرشوي  نودهغوئ  بنیادي  خبره له دعوت پیلیږي ،بیاګورو چېرې چې خلقودین منلی  نوهغوئ تل ښېرازه شوي  ،اوهوساه شوي دي ،اوچېري چې دهغوئ دعوت نه دی منل شوی نوهغوئ په ټولېزه توګه  له مینځ وړل شوي  .

    دلته :که يوې  بلې خبرې ته ځېر شو نو موضوع نوره روښانه کېږي : هغه داچې په کوم  امت کې چې جهاد نه وفرض شوی  نورا استول شوو انبیاؤ به  چې ددعوت اوبلني  له لارې خپلې ټولي هڅې پای  ته ورسولي اوقومونوبه يې ورسره ونه منله نو لوی خدای ج  ته به يې دهغوئ شکایت وکړ  اوبیابه دهغوئ لپاره الهي عذابونه راپیل شول  .

    مګر په کومو امتونوکې چې جهاد ماموربه ګرزول شوی هلته   کلي عذابونه پورته شوي ،خوجزئي عذابونه لا هم له نورو لارو څخه  راځې  .

    جهاد

    مګر څرنګه چې  درسالت  دعوت  دوه اړخه لري، لمړی  خلقوته دایمان دعوت اودوهم خلقوته  داسماني دين دلارښوونو په رڼاکې  دژوندچارې  په وړاندي وړل  دي . دغه داوړي  موخې  دجهاد بنیادي  اساسونه دي  لمړی  به خلقوته  ددين بلنه ورکول کېږي  که ونه منل  شې ،بیا داسلام دهدایاتو اولارښوونو لاندي  دي خپل  ژوند په مخ بیایې  ، اوکه دې یوه ته هم غاړه نه ښوول کېږي  نوبیا څرنګه چې  دمالک څخه مخامخ بغاوت  اودهغه ددښمن سره یوځای کیدل دي نو رب العزة یې  سزاء  په همدغه جهاد سره له مینځه وړل  تعین کړی  .

    په یوه مسلمانه ټولنه کې به دجهاد اودعوت  تنوع اوتعمیل څرنګه وي ؟  په دې هکله موږ ته خپله  فیصله بي خي  واضحه ده : خلقوته دې  وویل شې : چې دهمدغه شریعت په نفاذ کې  ستاسو ټولې  ګټې دي  ،اوداخبره دومره بدیهي ده ، چې  په مفهوم  يې  امی نه موندل کېږي ، نوکه څوک  بیاهم تجاهل کوې  اوداسلام دقانوني  هدایاتوپه ځای  دديموکراسۍ  ودې  ته ځانونه وفادار ګڼي  نودابیاهغه رذيل اوټېټ  وګړې دي چې په ټولنه کې  يې وجود دفساد مکروب دی چې علاج يې  همدغه الهي  فریضه جهاد دی  .[ وقاتلوهم حتی  لاتکون فتنة ویکون الدين کله لله ] .

    قرآن کریم  اوجهاد :

    که موږ دقرآن کریم  دهدایاتو برخې ته متوجه شو نویواځې  د جهاد اړوندپه کې تر  ۴۸۴ زیات ايتونه وجودلري.
    په بل تعبېر دقرآن کریم  د۳۳مدني  سورتونو څخه  يې په شلوکې د دې سترې فريضې په اړه مفصل بيان موجود دی

    چې د جهاد فرضيت  ، احکام ،اصول  ، ترغیب ، فضائل ،  قصص ، شهادت   اونور هغه ټول امور چې دجهادسره اړه  لري په   صراحت اوتفصیل سره ذکرشوي.

    په دې سربېره په قرآن کریم کې  درسول الله صلی الله علیه وسلم  دپنځلس  تشکیلونو اوغزواتو یادونه شوي چې  درسول الله صلی الله علیه وسلم  دغزواتو اوسرایاو څخه دې امت ته دنموني  په  ډول  یادونه شوي  .

    دجهادعمومي اهداف :

    مفسرین  ،محدیثین  اوفقهاء  په دې  متفق دي ،چې  په قران کریم  اواحادیثو کې  دجهاد دمقدسې  فریضي  اهداف  په لاندي ډول   ذکرشوي دي  :

    • اعزاز الاسلام : یعنی جهاد ددې لپاره چې د اسماني  دين  اعزاز  قائم شي  .
    • کسرشوکة الکفرة  والجبابرة : یعني  چې  دمتکبروکفارو زور اوبه شي  .
    • اعلاء کلمة الله  علی الارض :یعني  چې  دلوی خدای ج  فیصله اوحکم په نورو بالا وي.
    • اقامة حکم اﷲ فی الارض : یعني چې  دلوی خدای ج  قوانین دهغه په ځمکه کې نافذشي .
    • لدفع الظلم والفتنة والفساد عن البشر:یعني چې فسادونه اوفتني له مينځه لاړي  شې .
    • إقامة العدل الذي شرعه  اﷲ لعباده  في الأرض ،یعني دعدل قیام  .

    دعوت او قرآن کریم :

    په قرآن کریم کې  تر دوه اودرې سوه زیات  آیتونه ددعوت  په اړه راغلي  دي . تردې چې  په ۸۱ مکې سورتونو کې   ډیری آيتونه  همدغه دعوت  ته ځانګړي شوي دي .همداراز په مدني  سورتونو کې  هم ددعوت  په اړه ډيرآیتونه راغلي  .
    دبيلګې په ډول : سورة انبیاء (۲۱) آیه ۱۰۷و بقره (۲) آیه ۱۵۱و«آل عمران (۳) آیه ۶۴و اسراء (۱۷) آیه ۱۵ و مائده (۵) آیه ۱۹ و نساء (۴) آیه ۱۶۵ و مزمل (۷۳) آیه ۱۵ و احزاب (۳۳) آیه۴۵، ۴۶ و الحاقه (۶۹) آیه ۱۰ و توبه (۹) آیه ۱۲۸ …………..وغیرها.
    ددعوت اهداف :

    • نقل الناس من الظلمات إلى النور . یعني دجهالت له تیارو څخه ددين رڼا ته دخلقو راایستل .
    • نقلهم  من رسوم الجاهلية إلى شریعة الإسلام . يعني له جهالت اوناپوهي  څخه دديني اوعلمي نړۍ  ډګرته دخلقو راکښل .
    • ومن الجور والطغيان والعصيان إلى العدل والمساواة وطاعة الرحمن ، یعني دظلم ،ستم ،سرکشي  اوګناهونو څخه عدل  ،مساوات  ،اوالهي  طاعت ته رابلل .
    • الخروج من عبادة العباد إلى عبادة الله . دبندګانو دبندګۍ  څخه درب  بندګي  ته خلق دعوت  کول .
    • ومن ضيق الدنيا إلى سعتها .ددنیادتنګیو څخه داسلام وسعت اوپراخي ته دخلقو رابلل .
    • ومن جور الأديان إلى عدل الإسلام .دبشري اولاسي دينونو څخه الهي دين ته دخلقو  راسوق کول .

    اوداسي  نور  …….

    دعوت او جها د  دحالاتو په تناظر کې

     دې تیاره نړۍ  ته دیولک څخه دزیاتو پیغامبرانو راتګ همدغه دوه لارې  خپلې کړې ، خلګو ته به دعوت  ورکول  کیږي،چې دکفر، دفطري دين څخه  دبغاوت  ،معصیت  اونورو بي دینیو لاري  پريږدي  ،که هغه دې ته اماده نه وي نو دوهمه لاره يې  جهاد اودتوري  مبارزه ده  .

    ننۍ زمانه کې مسلمانان ترټولو زيات  غازیانو اوداعیانو ته ځکه اړ دي چې خلق ترپوزي پوری په نافرمانيو ،معاصي و اوبي دينیو کې ډوب دي ،ددين له اخلاقو اواعمالوڅخه بیګانه شوي اوپه پردي کلتور باندي لړل شوي .

    له بل پلوه غرب  داسلام  اومسلمانانوسره په دښمني  کې  دومره  وړاندي تللی  چې په موږ يې له  هرلوري  په هرڅه کې یرغل کړی ، او له هرډول وسیلو څخه يې  زموږ دڅپلو کوشش کړی ، زموږ  له عقائدو ،عباداتو ،اخلاقو ،معاملاتو اونورو ټولینېز ژوند څخه نیولي  ترانفرادي  اوشخصي  هویت پوري يې  په ټولوکې  بدلون هڅي کړي  اوکوي يې .

    نواوس  چې کفري  نړۍ له موږ سره په دواړو[تبلیغاتي اونظامي ] محاذونو کې   معرکه  روانه کړي  . داسلامي  امت  داعیان اوغازیان بايد دواړه  لوروکې  همدغه  سنګرونه  وساتي  ،اودغه لوروته  متوجه وي .

    موږ بایديوآځې خلقوته د پنځه وقته دلمانځه په تربيې ورکولوباندي بسونه ونه کړو. موږ باید یواځې دهدیري اوجنازي داحکامو دبیان ترحدودوپاته نشو؛بلکه خلقوته به عقيدوې،اخلاقې،مذهبې،سياسې،اوعملې روزنه ورکړو،خلق به دالله تعالی ددين احکامو پلي کولو اودمعاصي وو څخه داجتناب کولوته راوبولو .

    اولکه په سنګرکې چې موزلمیان  دالله تعالی ددين دتنفيذلپاره  خپل سرونه وړاندي کوي  اودخپل تن په وینو دغه مبارزه په مخ وړي  نودمنبر  ځوانان  اوداعیان مو هم بايد دغه  ديني مسئولیت  ته همدغه سې  پوره  ځان وقف کړي  اوددعوت منبر  بايدهماغه  ډول سنبال کړي لکه څرنګه چې ددې امت لمړۍ طبقي سمبال کړی ؤ

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.