حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دوئ پريږدئ ! چې په ګناهونوکې ډوب اوپه لوبولګیاوي
    03/15/1394 ساعت: 18:01
    بازدید 634
    ♥3

    ال الله تعالي : فذرهم يخوضوا ويلعبوا حتى يلاقوا يومهم الذي يوعدون (83) الزخرف ژباړه : دوئ [کفار اوملګري يې ] ايله کړئ چې  په ګناهونو اونافرمانیو کې ډوب وي ،او خپل ژوند په لوبو اوساتيریو کې تيروي ،ترهغه چې دهغي ورځې سره مخ کيږي چې دوئ سره يې وعده شوي . لنډتفسير: يعني کفار […]

    پ
    پ

    ال الله تعالي : فذرهم يخوضوا ويلعبوا حتى يلاقوا يومهم الذي يوعدون (83) الزخرف

    ژباړه : دوئ [کفار اوملګري يې ] ايله کړئ چې  په ګناهونو اونافرمانیو کې ډوب وي ،او خپل ژوند په لوبو اوساتيریو کې تيروي ،ترهغه چې دهغي ورځې سره مخ کيږي چې دوئ سره يې وعده شوي .

    لنډتفسير: يعني کفار اودهغوئ دملګرو چې ټول ژوند دالله ج په نافرمانۍ کې تيريږي ،حق ورته ښکاره وي ؛مګربیايې هم نه مني ،نودوئ پريږدئ ! چې په همدغه ګناهونوکې مشغول وي ، اوخپل ژوندپه لهولعب کې تيرکړي  ،څومرګ ورته راځې ،يايې رب العزت په يوه عذاب کې اخته کوي ،

    په بل ځای کې رب العزت فرمایې : ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الْأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (۳) الحجر

    ژباړه : پريږدئ داکفار چې خوري اوددنيا په نعمتونوخوندونه اخلي ، اودښه ژوند دتيرولو هڅوله هرڅه نه رامشغول کړي وي ،دوئ به دخپل دي اعمالو په بدانجام ډيرژر خبرشي .

    يعني کفار ایله کړئ چې زړه يې غواړي هغه وخوري ، ځکه دوئ خو دحيواناتوپه څېر چې څه په مخ ورځې له هغوئ څخه ډډه نه کوي ،حرام وي اوکه حلال ،اوپريږدئ چې داکفار دحيواناتو په څېر ددنيا ددغه څوورځو ژوند کې ددنیا له نعمتونو ګټه پورته کړی ، ځکه ددوئ همدغه څوورځي ژوند دی ، اودوئ به په آخرت کې دتل لپاره په جهنم اوعذابونوکې وي ، اودا په داسې حال کې چې دوئ دخپلو خواهشاتو پوره کولو له هرڅه نه رامشغول کړی ،ژربه په خپل دغه کردار اودهغه په بدانجام خبرشي .

    ثبت دیدگاه

    • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط تیم مدیریت در وب منتشر خواهد شد.
    • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.