حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دجنازي اوفاتحي په مـــــراسموکې دشهيدانــــــو تصويــــــرونه ګرزول او لګول.
    03/18/1394 ساعت: 8:37
    بازدید 873
    ♥3

    الاستفتاء محترم مفتي صاحب!  السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ، هیله ده چې روغ جوړ او خوشاله به یاست . محترم مفتي صاحب ! زموږ په سیمه کې د علماوو،او مجاهدینو ترمنځ  اوس دا رواج جوړ شوی دی، چې کله په جهاد کې کوم مجاهدین شهیدان شي او دهغوی مخ او سر داسې زخمي شوی […]

    پ
    پ

    الاستفتاء محترم مفتي صاحب!  السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ، هیله ده چې روغ جوړ او خوشاله به یاست .

    محترم مفتي صاحب ! زموږ په سیمه کې د علماوو،او مجاهدینو ترمنځ  اوس دا رواج جوړ شوی دی، چې کله په جهاد کې کوم مجاهدین شهیدان شي او دهغوی مخ او سر داسې زخمي شوی وي چې د کتلو وړ نه وي، نو بیا خلک دهمدې شهیدانو لوی لوی تصویرونه جوړويپه لاس کې یي نیولي وي او د جنازې په مهال یي خلکو ته ورښيي، دغه راز د شهیدانو ډول ډولتصاویر په چوکاټونو کې بند کړي او دفاتحې په وخت یي په مسجدونو کې لګولي وي، ترڅوفاتحې ته راتلونکي خلک یي وویني، نو اوس له تاسو محترم نه پوښتنه داده .

    ۱ –  آیا د شهید تصویر لیدل یو ضروري امر دی؟

    ۲ – آیا دا افعال شرعا جائز دي او کنه ؟

    ۳ –  که یو څوک ددې افعالو له امله  جنازې یا فاتحې ته ورنشي ملامتي ورباندې شته او کنه ؟

    ۴ –  که چیرې د تصویرونو کارول د شهید ورثه وو لپاره ناروا وي آیا شهید ته ورباندې عذاب رسیږياو کنه ؟

    لوړې څو پوښتنې که دحنفي فقهې په رڼا کې په تفصیلي ډول ځواب کړئ امید شته چې د ډیرومسلمانانو د نجات او هدایت سبب به وګرځي.

    المستفتي بنده محمدنظیر

    الجواب حامدا ومصليا وبعد: لمړی بايد داوپېژنو چې دذي الروح  دمنقشو تصاويرودعدم جواز په اړه نږدي ټول مفسرين  ،محدثين  ،فقهاء اوعلماء متفق دي  ، البته  ځينو فقهاؤ  د اړتياله امله په ځينومواردو کې  [لکه  دپاسپورټ  ،جهاد اونور ..] دضرورت مطابق دجواز حکم ورکړی دی .

    نوڅرنګه چې دنني عصر دغه تصاوير دجمهورو علماوو په نزد ناجائز دي، نو  دداسې  عمل مرتکب ګنهګار ګڼل کيږي ،  اوتوبه ایستل ورته ضروري ده .

    په اسلامي شريعت  کې ګناه ته  ته نږدي ورتلل هم منعه شوي دي ،قال الله تعالي  : فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ  . .   الحج   ۳۰   ژباړه : نو ځانونه وساتئ له پليتۍ دبتانو څخه [تصاوير هم دبتانو حکم لري ]   وقال الله تعالي  :  وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَن   .  الآية    الانعام  ۱۵۱  ژباړه : اوګناهونو ته مه ورنږدي کېږئ  .

    في البخاري  ۲\۴۰۶  باب من لم يدخل  بيتا  فيه تصاوير :    عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنِينَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: أَنَّهَا أَخْبَرَتْهُ أَنَّهَا اشْتَرَتْ نُمْرُقَةً فِيهَا تَصَاوِيرُ، فَلَمَّا رَآهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَامَ عَلَى البَابِ، فَلَمْ يَدْخُلْهُ، فَعَرَفْتُ فِي وَجْهِهِ الكَرَاهِيَةَ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَتُوبُ إِلَى اللَّهِ، وَإِلَى رَسُولِهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَاذَا أَذْنَبْتُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا بَالُ هَذِهِ النُّمْرُقَةِ؟» قُلْتُ: اشْتَرَيْتُهَا لَكَ لِتَقْعُدَ عَلَيْهَا وَتَوَسَّدَهَا، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ أَصْحَابَ هَذِهِ الصُّوَرِ يَوْمَ القِيَامَةِ يُعَذَّبُونَ، فَيُقَالُ لَهُمْ أَحْيُوا مَا خَلَقْتُمْ» وَقَالَ: «إِنَّ البَيْتَ [ص:64] الَّذِي فِيهِ الصُّوَرُ لاَ تَدْخُلُهُ المَلاَئِكَةُ  . كذا أخرجه مسلم في اللباس والزينة باب تحريم تصوير صورة الحيوان. . رقم 2107

    لهذا دشهيد تصوير هم دنورو تصاويرو حکم لري  ، دهغه جوړول ، اخستل  ،ګرځول ، وړل  ، ورته کتل  له ګناه څخه خالي نه دي .  اوبل داچې ددې ډول  تصویرونو په کتلوکې هيڅ ډول  بلکه يوادنی درجه  ضرورت هم نشته .

    ددوهمې پوښتني ځواب : توحيد داسلام ددين لمړی بنياد دی ، اوشرک  ترټولو سترجرم دی ، دغه جرم دبتانو په ذريعه سره سرته رسیدو  ،زموږ جمهورو علماؤ تصويرونه هم دبتانو په حکم کې داخل کړيدي  ، نو په الهي  اونبوي کلام کې چې څومره  دبتانو ،مصورينو اومشرکينو غندنه شوي هغه  دتصاويرو جوړونکو ، ګرځونکو ، اواحترام کونکو ته هم ورشامله ده .[البته دسخت ضرورت   استثناء  دغه حکم نه لري .]

    وفي البخاري ۲\۴۰۶ عن عائشةَ رضي الله عنها قالت: لمَّا اشتكى النبيُّ – صلى الله عليه وسلم – ذكَرَتْ بعضُ نسائِه كنيسةً رأَينَها بأرضِ الحبشةِ يقالُ لها ماريَةُ، وكانتْ أُمُّ سلَمَةَ وأُمُّ حَبيبةَ رضي الله عنهما أَتَتا أَرضَ الحبشةِ، فذكَرَتا مِنْ حُسنِها وتصاويرَ فيها، فرفَع رأسَه فقالَ:أولئكَ إذا ماتَ منْهمُ الرجلُ الصالحُ بنَوْا على قبرهِ مسجداً ثم صوَّروا فيهِ تلك الصورةَ، (وفي روايةٍ: الصوَرَ) أولئكَ شِرارُ الخلقِ عندَ الله [يومَ القيامة]  .

    وفي تکملة فتح الملهم  ۴\۱۵۸  ومن  اجل هذه الاحاديث  والاثار  ذهب جمهورالفقهاء الی تحريم  التصوير واتخاذ الصورفي البيوت  سواء کانت مجسمة لها ظل اوکانت غيرمجسمة  لیس لها ظل

    وفي ردالمحتار ۲\۵۰۲    قال في البحر: وفي الخلاصة وتكره التصاوير على الثوب صلى فيه أو لا انتهى، وهذه الكراهة تحريمية. وظاهر كلام النووي في شرح مسلم الإجماع على تحريم تصوير الحيوان، وقال: وسواء صنعه لما يمتهن أو لغيره، فصنعته حرام بكل حال لأن فيه مضاهاة لخلق الله تعالى، وسواء كان في ثوب أو بساط أو درهم وإناء وحائط وغيرها اهـ فينبغي أن يكون حراما لا مكروها إن ثبت الإجماع أو قطعية الدليل بتواتره اهـ كلام البحر ملخصا.

    ددريمې پوښتني ځواب  : فاتحې ياتعزيې ته ورتلل سنت اومستحب کار دی ؛خوکه چېرته په دغه ځای کې دغه ډول منکرات موجود وي بايد څوک ورنشي  . اونه هم په نه ورتلو څوک  دالله تعالی په وړاندي ملامت ګڼل کيږي ، اود نارواپه ترک  کې بايد ديوه  مسلمان په  حيثيت دچادملامتۍ پروا  ونه کړي : دشريعت په نصوصو کې موجود دي :  لايخافون لومة  لائم  ، دچادملامتی پروا به نلري  .

    حضرت عمر رض اوحضرت ابن عباس رض به  دتصاويرو ځای ته له ورتلو څخه ډډه کوله  .

    وفي الفقه الحنفي  ۱\۳۲۹ وقال عمر رض  انا لاندخل کنائسکم  من اجل التماثيل التي فيها صور . وکان ابن عباس رض  يصلي فی البيعة  الافیها تماثيل ، وقال علیه الصلوةوالسلام  في اهل البيع اولئک قوم اذامات فيهم العبدالصالح  اوالرجل الصالح  بنوا علیه قبره مسجد ا وصوروا فيه تلک التصاوير اولئک شرار خلق الله  عندالله .

     

    دڅلورمې پوښتني ځواب : که چېرته  دشهيد له اولاد يادهغه له نږدي اقاربو څخه څوک دغه عمل سرته رسوي نو په دې مسئله کې دعلماؤ اختلاف دی چې  ميت ته  داقاربو په يوه ګناه سره سزاء ورکوله کېږي اوکنه ؟  صحيح قول دادی چې شهيد ته په دغه  عمل سزاء نه ورکوله کېږي ، مګرکه يې په دغه عمل توصيه کړي وه نوبيا به معذب وي  .

    وفي البناية  شرح الهداية 3\262 بحث قلع الحشيش من القبور ” وفي فتاوى الظهيرية “: وهل يعذب الميت ببكاء أهله؟ قال عامة العلماء: لا يعذب، والحديث محمول على الوصية .

    وفي البحرالرائق  ۲ \۲۰۷ بحث الصلوة علی المیت في المسجد :  وهل يعذب الميت ببكاء أهله عليه فقال بعضهم يعذب لقوله – عليه الصلاة والسلام – «إن الميت ليعذب ببكاء أهله» وقال عامة العلماء لا يعذب لقوله تعالى {ولا تزر وازرة وزر أخرى} [الأنعام: 164] وتأويل الحديث أنهم في ذلك الزمان كانوا يوصون بالنوح عليهم فقال – عليه الصلاة والسلام – ذلك اهـ.

    دفتوی خلص :

    شهيد دالله  تعالی په وړاندي ډيرلوی مقام لری ، اوشهيد چې څومره دکفارو له لاسه خوږ شې هغومره يې ثواب اودرجات زياتيږي ،   شهادتونه اوقربانۍ په اسلامي امت کې دکفارو اودهغوئ دشومو  اهدافواو اعمالو ،همداراز دفسق اوګناهونو دله مينځه وړلو په لامل رامينځته کېږي . نوښه به داوي چې دشهادت دفاتحي ،تعزيې ، جنازي اونورمراسم له دغه ډول منکراتو څخه پاک وي ، له شک پرته تصوير جوړول  ګناه ده ، اوکه دغه ګناه دشهيد په تصوير سره سرته رسيږي  ، دهغه له مبارک جسد سره ښوودل کيږي  ، دهغه په جنازه کې وړل کېږي  ، دهغه دفاتحي په مراسموکې لګيږي  ، اوترټولو په مقدس مقام مساجدوکې ښوودل کيږي نو دابه يوه سخته ګناه وي  ، دشهيد اودشهادت دمقام  يوډول توهين هم ګڼل کيږي    .

    په وړاندي حدیث کې ښکاره شوه چې دغه عمل اصلا ديهودانو اونصاراو ؤ ځکه دهغوئ چې به يونيک تن مړشونودوئ به يې تصاوير جوړول  . اوخلقوته به يې ښوودل  .

    نومسلمان به عموما اومجاهدين به خصوصا له دغه ډول ګناه او عمل څخه په کلکه  ځان ساتي  .اونوربه هم له دغه عمل څخه راګرزوي  . 

     

    والله تعالی اعلم

     

    ثبت دیدگاه

    • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط تیم مدیریت در وب منتشر خواهد شد.
    • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.