الاستفتاء رقم ۲۱۱۴ محترم مفتي صاحب ! زموږ ماشومان یولس کلن اودولس کلن دي خوڅرنګه چې روژه په سخته ګرمي کې ده نو ماشومان په روژه نیولو امر کول یاروژه ورباندي نیول څرنګه ده ؟ ملامحب الله
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: کله چې ماشوم یعني هلک یانجلۍ داووکلونوشې اودروژی دنیولو طاقت لري نوپه روژه نیولودي امرکيږي ، اوکله چې دلسوکلونوشې نو که یې روژه نه نیوله تهدیديږي دي ، البته داهغه مهال ده که یې ماشوم دروژي دنیولوقدرت اوطاقت درلود ،همداراز دي دموسم اووقت لحاظ هم په نظرکې نیسې یعني که دګرمي موسم وي يا په یوه وطن کي سخته ګرمي وي نوخپل ماشومانوته دي ګوري که یې دټولي روژي دنیولوطاقت ؤ ټولي روژي دي ورباندي نیسې اوکه یې دټولوروژو دنیولوقدرت اوطاقت نه ؤ نوبیادي دطاقت مطابق څوروژي ورباندی نیسې ،اوکه یې طاقت نه وبیادي ګرسره روژي نه ورباندي نیسي ،
همداراز دي دماشوم دصحت خیال هم ساتي یعني که یوماشوم کمزوري یابیمار وي اودروژي په نیولوسره ظن غالب داوي چې که روژه کړي نوبیماري یې زیاتیږي یا بیماره کیږي نودروژي په نیولودي نه امرکوي :
کمافي الطحطاوي علی مراقي الفلاح ص\۱۷۳وتؤمربهاالاولاد ذکوراواناثا والصوم کالصلوة کمافي صوم قهستاني وفي الدرعن الاختيار انه يؤمربالصوم والصلوة وينهی عن شرب الخمر يتالف الخير ويعرض عن الشر والظاهر منه ان هذاواجب علی الولي . وتضرب عليها العشر بيد لابخشبة رفقا ولايزيدعلی ثلاث ضربات بيده الخ
وفي المغني يؤمر الصبي بالصيام لسبع إن أطاقه “وذكر بعض أهل العلم أنه ” يُضرب على تركه لعشر كالصلاة انظر المغني 3/90
وفي الدر المختار۳ \۴۴۲ ط جديد کم : ويؤمرالصبي بالصوم اذااطاقه ويضرب عليه ابن عشر کالصلوة في الاصح .قال الشامي ويختلف باختلاف الجسم واختلاف الوقت الخ
وفي الموسوعة الفقهية ۲۷\۱۹ مادة الصغير لا يجب الصّوم إلاّ ببلوغ الصّغير والصّغيرة ، لأنّ الصّوم عبادة فيها مشقّة عظيمة على الصّغار ، ولم يكلّفوا بأدائها شرعاً لعدم صلاحيتهم لذلك ، فإن صام الصّغير صحّ صومه، وينبغي للوليّ أن يأمره بالصّوم إذا بلغ سبع سنوات ، ويضربه إذا بلغ عشر سنوات لكي يعتاد على الصّوم ، بشرط أن يكون الصّغير يتحمّل أداء الصّوم بلا مشقّة ، فإن كان لا يطيقه فلا يجب على وليّه أمره بالصّوم .
مفتي ابویاسر













![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه