حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دمبارکي روژې پای
    04/24/1394 ساعت: 23:10
    بازدید 1150
    ♥3

    قال الله تعالی : ولتکملوالعدة ولتکبروالله علی ماهداکم لعلکم تشکرون ( ۱۸۵ ) ژباړه : دمياشت په ليدو په تاسوباندي روژه فرض شوه ددي لپاره چې تاسو دروژي شمار ه پوره کړئ ، اوبيا دالله تعالی لویې بیان کړئ په هغه طريقه چې تاسوته یې ښوونه کړي . تشريح :الله تعالی دخپل فضل اواحسان له […]

    پ
    پ

    قال الله تعالی : ولتکملوالعدة ولتکبروالله علی ماهداکم لعلکم تشکرون ( ۱۸۵ )

    ژباړه : دمياشت په ليدو په تاسوباندي روژه فرض شوه ددي لپاره چې تاسو دروژي شمار ه پوره کړئ ، اوبيا دالله تعالی لویې بیان کړئ په هغه طريقه چې تاسوته یې ښوونه کړي .

    تشريح :الله تعالی دخپل فضل اواحسان له مخي موږ ته درمضان المبارک مياشت راعطاکړه ، کله چې دغه مبارکه مياشت پای ته نږدي کيده الله تعالی دغه آية نازل کړی : ولتکملوا العدة ولتکبروالله علی ماهداکم ولعلکم تشکرون

    یعني ددغي مياشتي روژي مودرمضان المبارک دمياشتي په ليدو په تاسو فرض کړی ددي لپار ه چې تاسو دديرشو ورځو شميرپوره کړئ ،

    په دغه آیة کي الله تعالی دخپل کرم اوترحم له امله دي عاجزه بندګانوته عجيبه تسلي ورکوي ،

    یعني هرکله چې مسلمان دروژي په مياشت کې روژي نيولي وي نوپه وتلو سره يې فکر کوي چې له موږڅخه دروژي دعبادت حق ادانه کړای شو، یعني څرنګه چې دروژي حق وهغه سې موادانه کړی، نوځا ن دروژي داجرونواو فضائلو څخه محروم ګڼې . اوله دي سره انسان په يوه انديښنه کې راګیریږي : نوالله تعالی دوئ ته تسلي ورکړه چې

    تاسوبه دروژي حق څه اداکړئ ، دروژي حق نشئ اداکولی ،بس تاسو یوآځې دروژي شمار پوره کړئ ،اودالله تعالی لويې بیان کړئ ،څرنګه چې تاسوزمادحکم تعميل وکړ زمادحکم په تعميل کې مو خوراک څښاک نفسي خواهش ترک کړل بس همدغه زما درحمت لپاره کفایت کوي داسمه خبره ده چي تاسوکمزوره یاست لکن رب مو خپل رحمت ته ګوري اودرحمت تقاضاداده چي شمارپوره شي بس ثواب ورکول شې اوالله تعالی ته نږدي شي

    په حديث شريف کې راځې چي داخترشپي ته

    په اسمانوکې لیلة الجائزه ويله کيږي یعني هغه بندګانوچي په رمضان کې يې دورځې ځان دخوراک څښاک اونوروشيانوڅخه منعه کړی ؤ، اودشپي يې قيام یعني تراويح کولي ، نودمياشتي په پوره کيدو دالله تعالی دحکم دتعميل په بدله کې انعام ورکول کيږي ،او په دغه شپه کې الله تعالی زموږ په شان ډيروکمزوره بندګانوته هم عفوه کوي

    اوبياالله تعالی ددغه اجرونو دترلاسه کولو ځای اومحل ته اشاره وفرمايله : ولتکبروالله ، يعني کله چې مو شماره پوره کړه نوبیادالله تعالی لويې بيان کړئ

    او دصبا داختر دلمانځه ته ولاړشئ ، یعني صباداخترپه لمانځه کي دالله تعالی لويې بيان کړی له دغه لمانځه څخه يې په تکبيرونو ځکه تعبير وکړ چې په دغه لمانځه کې تکبيرونه زيات دی ، همداراز چې کله امام خطیه وایې : نودخطبی په مينځ کي ډیر ډیر تکبيرونه ویل سنت دی ، الله اکبر الله اکبر .

    چي کله مسلمانان داخترلمانځه ته راجمع شي نوالله تعالی ملايکه وته وايې وګورئ کله چي مزدور خپل کار سرته ورسوي نوبدله یې څه ده ؟ ملايکه ورته وايې : چې بايدپوره پوره بدله ورکړه شې .

    اوبيا الله تعالی اعلان کوي

    لابدلن سياتهم حسنات دغه خلګوغلطياني به په ثوابونووربدلي کړم ددغه تورو یوه معنی داده چي دا کمزره بندګان دي که دعبادت حق يې صحيح نه دی اداکړی ،کله به يې دعبادت لوري ته توجه نه وه اوکله به له نوروحدودو تيريدل خوڅرنګه چې اوس راغلي اوناست دي او دخپل تقصيراتوفکر ورسره دی چي دروژي حق موادانه کړ بس ټولو ته دمغفرت حکم دي

    اوبیا الله تعالی ارشادوکړ

    لعلکم تشکرون : یعنی الله تعالی ستاسو دغه مات ګوډ عبادات او روژه قبوله کړه   ددي لپاره چي دالله تعالی شکر اداکړي ،

    ملخص من ابن کثېر وروح المعاني وابي سعود ومن تقریرشیخ الاسلام العثمانی .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.