حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • داسلام ددښمنانو ترټولو ستره هیله .
    05/19/1394 ساعت: 20:30
    بازدید 897
    ♥3

      قال الله  تعالی  : وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا [۱۰۲]  آل عمران ژباړه : اوټول دالله تعالی په کتاب منګولي ولګوئ ! اختلاف مه کوئ ! دالله تعالی نعمتونه دریادکړئ ، چې کله تاسو سره دښمنان واست ، اوبیا الله […]

    پ
    پ

     

    قال الله  تعالی  : وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا [۱۰۲]  آل عمران

    ژباړه : اوټول دالله تعالی په کتاب منګولي ولګوئ ! اختلاف مه کوئ ! دالله تعالی نعمتونه دریادکړئ ، چې کله تاسو سره دښمنان واست ، اوبیا الله تعالی ستاسو په زړونو کي محبت واچول نووګرزیدئ دالله تعالی په  رحمت سره ديني ورورڼه .

    لنډ تفسیر : ابن حبان رح لیکلي : وروسته له هغه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دارالهجرت کې داوس اوخزرج ترمینځ مخالفت پای ته ورسول ،اودواړو قامونو خلقو دوحدت اومحبت په فضاء کې ژوند کاوه ، ناڅاپي یوه ورځ دثعلبه بن غنم اوسي اوداسعد بن زراره خزرجي ترمینځ دقومي غوراوي خبره یاده شوه ، ثعلبه اوسي وویل : زموږ قوم په اسلام کې وړاندي دی ، ځکه هغه خزیمه بن ثابت زموږ له ټبر سره تړاو لري چې يواځې دده شاهدي ددوو کسانو په ځای کفایت کوي ،اوهغه حنظله هم زموږ له قام څخه ده چې له شهادت وروسته ملائکه و غسل ورکاوه ، عاصم بن ثابت او سعدبن معاذ هم زموږ له قبیلي  سره تعلق لري چې په رحلت يې عرش لړزیده .

    اسعد ورته وویل : له موږ څخه څلور تنه داسې دي چې قرآن يې ډیرمحکم ګرزولی یعني دقرآن کریم ترټولو ښه عالمان ، پوهان اوحافظان زموږ له ټبر څخه دي : [ابی بن کعب ، زیدبن ثابت ، معاذبن جبل اوابوزید ر ض يې مراد و] همداراز سعدبن عباده چې دانصار سرداراوخطیب دی اوداسې نور ….

    خبره له دي هم پورته شوه ،غصي راوپاریدي ، یوه بل ته بد رد وويل شول ، نږدي وچې داوس اوخزرج داتحاد اواتفاق دغه مزی قطعه شي ،دښمنان چې دمنافقانو په جامه کې و خپل شوم هدف ته ورسیږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر شو ، اودغه آيتونه نازل شول.

    له دي آية څخه څرګنده شوه : چې داسلام دښمنان لکه څومره چې په نظامي میدان کې دمسلمانانو خلاف دهیڅ ډول وسائلو له استعمال څخه ډډه نه کوي همداراز دمسلمانانو په مينځ کې په خپل ټول توان سره زیار باسي چې دمسلمانانو قوت چي هغه په اتحاد اواتفاق کې دی له مینځه یوسي ،

    که موږ لیږ نور ځيرشو نو درسول الله صلی الله علیه وسلم په عین هغه حالت کې چې له دښمن سره په سخته مبارزه بوخت و اودکفارو لپاره به داوس اودخزرج له قومونو څخه دمجاهدینو لوی لوی تشکیلونه کیدل ، دښمن لمړۍ حربه دهمدغه قوت دماتولو کوله .

    الله جل جلاله مسلمانانو ته داسې هدایت وکړل چې که عمل پري وکړي نوترقیامته به يې په هرحالت کې کفایت وکړي ،اوهغه داچې دالله تعالی کتاب دروړاندي کړئ په هغه مضبوطي منګولي ولګوئ خپلي فیصلي دالله تعالی په همدي کتاب وکړئ ،له خپلو خواهشاتو اونفسي هواداریوڅخه تېرشئ ،دالله تعالی ددين په وړاندي هیڅ شي ته ترجیح مه ورکوئ . دالله تعالی نعمتونه دریادکړئ چې خلقوته يې اسلام اوبیا ترټولو دسپيڅلي جهادي قافلي ملګرتیا ورپه نصیب کړي .

    په اسلام کې چې لمړی اختلاف خوارجو وکړ نتائج يې څومره سخت اوتلپاتي بدبختي وګرزیده ،

    بي خي ښکاره ده چې دمسلمانانو په یووالي کې دهغوئ   دنیوي اواخروي   ګټي نغښتي دي . کله چې دمسلمانانو صف متحد وي نودمسلمانانو پت ، عزت ، اوشوکت په کې خوندي وي ، الهي نصرتونه اوفتوحات همدغه مهال وي ،ددښمن په زړه کي ددوئ رعب ، ویره له همدغه قوت سره تړاولري .

    موږ باید پوه شو چې داسلام ددښمنانو ترټولوستره هیله دجهادي قوت ختمول اوداتحاد مزی پري کول دي ، اومخلص مؤمنان به کله هم ددښمن دغه هیله پوره نه کړي .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.