حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 07/01/1394 ساعت: 7:53
    بازدید 744
    ♥2

    الاستفتاء که دیوتن دپلار زوندی وي ، او دغه زوی یې کار کوي نو که پلار ته اختری وکړي اوزوی یې ونه کړي ،نو دزوی غاړي خلاصیږي اوکنه ؟ موږ اوریدلي چې دزوی دینا دپلار وي ،. اکبر خان   الجواب حامدا ومصلیا وبعد : که چیري دغه زوی [زامن ] دپلار  مال  [روفۍ وغیره […]

    پ
    پ

    الاستفتاء

    که دیوتن دپلار زوندی وي ، او دغه زوی یې کار کوي نو که پلار ته اختری وکړي اوزوی یې ونه کړي ،نو دزوی غاړي خلاصیږي اوکنه ؟ موږ اوریدلي چې دزوی دینا دپلار وي ،. اکبر خان

     

    الجواب حامدا ومصلیا وبعد : که چیري دغه زوی [زامن ] دپلار  مال  [روفۍ وغیره ] چلوي اوپه هغه باندي کوم تجارت کوي ،او خپله دومره دنیا [مال ] ونه لري چې نصاب ته رسیږي اختری ورباندي واجب نه دی ،

    اوکه دپلار په دنیا باندي کوم تجارت نه کوي بلکه خپله يې دنیا ګټلي وي مثلا : روزانه کوي يایې له چاڅخه  په قرض پیسي راوړي وي اوتجارت يې باندي کړی وي نوبیا که یې دغه خپل مال نصاب ته ورسیږي اختری ورباندي واجب دی اوکه ونه رسیږي نواضحیه ورباندي نشته ،

    لهذا که یې په لمړی صورت کې دپلار لپاره قرباني وکړه نوصحیح دی ،اوپه دوهم صورت کې که یې پلار ته قرباني وکړه اوخپله یې ونه کړه نوپه دغه تن باندي اضحیه واجبه پاته ده ، لهذا له پلار سره دتبرع په ځای باندي باید خپل واجب اداکړي ،که نه نودواجب اضحیه اعاده به هم کوي اوګناهګاره هم دی .

    اوپاته شوه داخبره چې دزوی مال دپلار دی

    نوپه دي اړه زموږ دفقهاؤ رحمهم الله فقهي قاعده داده چې ددرو شرطونو په وجود کى د زوى مال د پلار بلل کيږي ۱ چي کار ئي سره يو وي ۲   او دوئ دواړه مخته جدا جدا مال نه لري ۳   او د زوى معاش زندګى خوراکه له پلار سره وى ،او که په دې شرطونو کى يو نه وو بيا د زوی مال دپلار مال نه بلل کيږي ،

    ديوه کار مثال لکه دواړو یوه بزګرى کوله ،يا يي يوه رمه څروله ،دادپلار ده او که ئي جدا جدا کوله بيا د هر يوه خپل مال ده حتى که دپلار جدا دکان وو او د زوى جدا او دواړو چاړې جوړه ولى ،د هر يوه خپل مال ده که څه هم زوى په معاش کى ورسره شريک وي ،

     

    کما فى شرح المجلة لخالد الاتاسى ۴\۳۲۰ تحت المادة ۱۳۹۸ قال فى الفتاوى الخيرية قول علمائنا اب وابن يکتسبان فى صنعة واحدة ولم يکن شئ سابق لهما ثم اجتمع لهما قال يکون کله للاَب اذا کان الابن فى عياله هو مشروط کما يعلم من عبارتهم بشروط منها اتحاد الصنعة وعدم ما سابق لهما وکون الابن فى عيال ابيه فاذا عدم واحد منها لايکون کسب الابن للاب الى قوله ليس المراد بالا تحاد اتحاد ها نوعا بل المراد ان يعملا بها يداً واحداً ويکون الکسب الحاصل غير متميز حتى لو کان منهما حداداً مثلاً الا ان کلا منهما يعمل فى دکان على حدة وام الابن فى عمله ليس عائداً لابيه لايکون معينا له وان کان فى عياله بل يکون کسبه له خاصة ومثله فى تنقيح الحامدية لابن عابدين ۲\۱۷ والخيرية ۱\۱۸۵ على هاش تنقيح الحامدية ۱\۹۲ ودررالحکام شرح شرح المجلة ۳\۴۲۰ ورد المحتار ۶\۴۹۷ وعالمګيرية ۲\۳۲۹ و فتاوى کامليه \۵۰

    [ تنبيه ]داخبره چي اوس عام خلك په اخته دي : چي موږ خپله دنیا پلار یامشر وروريامور ته وربخشلي داسمه خبره نه ده . ځكه چي له زړه يي نه وربخشي هسي پخوله دغه خبره كوي ځكه بله ورځ بيا په زر روپو باندي لس جنګونه سره كوي حتى تر وهلو اووزلو سره ورسيږي ،اوبل كه دابخشنه رښتيا وي هم نه ده صحيح ځكه داهبه دمشاع راځي اوهبه دمشاع دفقهي ټولو كتابونو ناجائزه بللي ده كما في الهداية ۳\۲۸۳ ولايجوز الهبة فيمايقسم الامحوزة مقسومة الى قوله ولنا ان القبض منصوص عليه في الهبة فيشترط كماله والمشاع لايقبله الا بضم غيره اليه وذلك غير موهوب .

    وفي كنز الدقائق ص\ ۳۵۷ ولاتصح الهبة في مشاع يحتمل القسمة الخ

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.