الاستفتاء :محترم مفتی صاحب ! له ماسره ددلګۍ موټر سایکل ده ،کله چې کورته راشم نوراسره وي خو زه يې کله په خپل کار کې هم استعمال وم ،نوپوښتنه داده :چې ماته شرعاددغه موټرسایکل استعمال دخپلو شخصي ضروریاتو لپاره رواده اوکنه ؟ یومجاهد
الجواب حامدا ومصلیا وبعد ،
په مذکوره صورت کې : که دغه موټرسایکل ددلګۍ دټولو ملګرو مشترک وي اوبیاټولو ددې موټرسایکل داستعمال اجازه ورکړيوه نو په صحیح طریقه سره يې دضرورت په وخت کې په شخصي کارونو کې استعمالولی شي . اوکه دغه موټرسایکل دبیت المال وي نوبیا چې امیراجازه ورته کړي وي نوهم په مذکوره طریقه سره يې استعمال جائز ده ، اوکه نه دملګرو اجازه وي اونه دبیت المال نوبیایې استعمال نه دی ورته روا .اوکه يې استعمال کړي اوڅه تاوان ورته ورسیږي نوبیاچې قدرت ومومي هغه تاوان دي ورکړي .
والدلیل علیه مافی الموسوعة الفقهیة ۸\ ۲۴۵: وکون الحق فی التصرف فی اموال بیت المال للخلیفة لیس معناه أن یتصرف فیها طبقا لمایشتهی ، کما یتصرف فی ماله الخاص … بل ینبغی أن یکون تصرفه فی تلک الأموال کتصرف ولی الیتیم فی مال الیتیم کما قال عمر بن الخطاب رضی الله عنه : انی أنزلت نفسی من هذالمال بمنزلة ولی الیتیم ، أن استغنیت استعففت ، وان افتقرت أکلت بالمعروف ، فأذا أیسرت قضیت ویعنی ذلک أڼ یتصرف فی المال بالذی یری أنه خیر للمسلمین وأصلح لأمرهم ، دون التصرف بالتشتهی والهوی والأثرة .
والله اعلم بالصواب ،













![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه