الاستفتاء : محترم مفتي صاحب یوه ډیره اړینه پوښتنه لرواوهغه داچې ډیرخلګ داسې دي : چې شهیدان یانور مړي امانة خښوي بیا چې یې قریبان پیداشې نو له قبرونوڅخه کاږي اوخپل وطن ته یې وړي . نوپوښتنه داده چې آیا شرعا دشهیدانو یانورو مړو خښول دامانة په ډول سره روادي اوکنه ؟
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: علامه شیخ عبدالعلي رحمه الله دهدایة شرح البدایة ۱\۱۶۵ په حاشیة کې لیکلي : چې دغه عمل نه اصل لري اونه شرعا روادی . البته داخبره دفقهي نږدي ټولوکتابونولیکلي ده چې کله مړی خښ شې نوبیا بیرته له هغه ځایه ښکل اوبل ځای ته انتقالول مکروه تحریمي دي .
یقول : وامادفن المیت امانة ثم نقله الی موضع آخر فلااصل له ، ولایجوز ، قال ابن الهمام صاحب فتح القدیر : اتفقت کلمة مشائخنا في امرأة دفن ابنها وهي غائبة في غیربلدها فلم تصبر وارادت نقله علی انه لایسعها ذلک ، فتجویز شواذبعض المتاخرین لایلتفت الیه ، واما نقل یعقوب ویوسف علی نبینا وعلیهم السلام من مصر الی الشام لیکونا مع ابائهما الکرام فهوشرع من قبلنا ولم یتوقر فیه شروط کونه شرعا لنا ، وتمام البیان في فتح القدیر ،
وفي ردالمحتار ۲\۶۰۲ وفي البزازية : ونقل المیت من بلدالی بلد آخر قبل الدفن لایکر ه وبعده یحرم الخ .
والله تعالی اعلم
کتبه مفتي ابویاسر عفی عنه












![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه