حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • په هالنډ او ورته هیوادونوکې دروژې نیولو په اړه
    03/27/1394 ساعت: 17:22
    بازدید 647
    ♥2

    الاستفتاء رقم:  ۷۵۱ـــــ سلامونه او نيکي هيلي : زه خالد له درو کالو راهيسي دلته په هالنډ هيواد کي اوسم دلته د سهار سپيدې په څلورنيمو بجو راخيژي،او لمر بيا پر لس نيمې بجې لويږي په دومره اوږده ورځ کي طبعاً روژه نيول ډيره ګرانه وي ،نو آيا نسي کيداي چي لکه د ځينو نورو […]

    پ
    پ

    الاستفتاء رقم:  ۷۵۱ـــــ سلامونه او نيکي هيلي : زه خالد له درو کالو راهيسي دلته په هالنډ هيواد کي اوسم دلته د سهار سپيدې په څلورنيمو بجو راخيژي،او لمر بيا پر لس نيمې بجې لويږي په دومره اوږده ورځ کي طبعاً روژه نيول ډيره ګرانه وي ،نو آيا نسي کيداي چي لکه د ځينو نورو هيوادونو په څير موږ هم روژه د ساعتونو په حساب ونيسو؟

    که داپوښتنه لږ تفصيلي راته ځواب کړئ ترڅو د همدلته ميشتو مسلمانانو لپاره

    د يو لاسوند کار ورکړي

    په درنښت : خالد

    له هولندا هيواد نه

    الجواب حامدا ومصليا وبعد: روژه داسلام دمبارک دين له اساساتوڅخه ده ، په قرآن کريم اوحديثوکې ددې عظيم عبادت په کميت اوکيفيت تفصيل موجود دی ، دامت لوړو مجتهدينو يې پوره تشريح کړي ،

    په قرآن کريم کې دروژي پيل دسپيدو له چوولو سره سم ښوول شوی ،او ماتول يې دلمرلويدو سره سرته رسيږي . په حديثوکې هم دغه تشريح په تفصيل سره موجوده ده ، اوددي امت اجماع هم په همدغه عمل ده .

    څرنګه چې دروژي ددې عظيم عبادت دپيل اوپای وقت معلوم دی ، يعني له سپېدو څخه ترلمرلويدوپوري ، نواوس که دروژي دنيولو مياشت په داسې موسم کې راشې چې ورځې يې خورالنډي اوشپې يې اوږدي وي نوهم دغه عبادت به له سپيدو څخه ترغروب پوري دوام کوي ، اوکه بالعکس ورځې اوږدې اوشپې لنډي شې هم همداحکم دی ، همداراز که دجغرافيايې موقعيت په بناء دکوم هيواد شپي اوورځې لنډي يا اوږدي شې نوهم په وړانديني حکم کې څه فرق نه راځې ،

    تردې چې که چېرته په کوم وطن کې ورځې دومره اوږدي شې چې يواځې دوه يادري ساعته شپه وي نوهم څرنګه چې دلته طلوع الفجر [سپېدي ] اوغروب موجود دې نودروژي عبادت له همدغه طلوع اوغروب سره تړاولري ،

    البته : لکه څرنګه چې مسافر ،بيمار ،ضعيف اونورومعذورينو ته دشرعي عذرونو له امله په عادې ورځوکې دروژي دنه نيولو اوبياقضاء راوړلو اجازت شته همداسې په هغه هيوادوکې چې هلته ورځې ډيري اوږدي وي هم دغه ډول معذورينوته دروژي خوړل اوبيا داقامت ،صحت اوقوت په وخت کې ياپه لنډو ورځوکې يې قضاء راګروزول جائز دي ، همداراز که يوتن په روژه کې داسي تنده ونيسې چې دمرګ يا ديوه اندام دضائع کيدو ويره يې وي نو نيولي روژه هم ماتولی شې .

    همداراز زموږ فقها ؤ ليکلي دي : چې که چېرته يو وطن په داسې ځای کې موقعيت لري چې هلته بي خي شپه نه وي اومسلسل ورځ وي نودسيمي اوسيدونکو مسلمانانو څخه بياهم روژه نه ساقطيږي   بلکه هغه به دورڅېرمه هيواد دطلوع اوغروب داوقاتوپه اندازه په نظرکې نيولو سره دخپلو لمونځونو اوروژو خيال ساتي .

    الحاصل : که په هولندا کې دغه مهال ورځې اوږدي دي خوڅوساعته شپه هم لري نودروژي دنيولو لپاره طلوع اوغروب موجود دي اوروژه نيول دهمدغه هيواد له سپېدوڅخه پيل کيږي اودهمدغه هيواد دغروب سره به پای ته رسيږي ، په داسې اوږدو ورځوکې که څه هم روژه نيول يوڅه ستونزمن کار دی ،مګر دالهي فريضي له مخي بايد دغه ډول ستونزي وزغمل شي ،په جهادکې تردې ډير تکليفونه وي مګر هغه خلګ چې لوی خدای دهمدغه فريضي لپاره موندلي دغه ډول ربړونه ګالي ، موږ بايد دهري ستونزي دهواري لپاره خپل رب ته تل خپل لاسونه لپه کړو اوله خپل رب څخه دتوفيق سوال وکړو .

    ماخذونه اومصادر :

    قال الله تعالی :

    ۱= وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ} [البقرة: 187 :

    ژباړه : تاسوخورئ اوڅښئ ترهغه چې تاسوته سپين تار له تورتار څخه څرګنديږي ، اوبياروژه ترشپي [لمرلويدو]پوري رسوئ .

    ۲= وفي الحديث : عَنْ سَهلِ بنِ سَعدٍ قالَ: أُنْزِلَتْ: {وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ} ولمْ يَنْزِلْ {مِنَ الْفَجْرِ}، فَكانَ رجالٌ إذا أرادوا الصَّومَ، ربطَ أحدُهمْ في رجلِه الخيطَ الأَبيضَ. والخيطَ الأَسودَ، ولَمْ يزَلْ يأْكُل حَتَّى يَتَبينَ لَهُ رؤيَتُهُما، فأَنْزلَ الله بعدُ: {مِنَ الْفَجْرِ}، فَعلموا أنهُ إنَّما يَعني اللَّيلَ والنَّهارَ. رواه البخاري في الصوم .

    ۳= وفي المبسوط ۴\۷ اول کتاب الصوم : وفي الشريعة عبارة عن امساک مخصوص وهوالکف عن قضاء الشهوتين شهوة بطن وشهوة فرج ،من شخص مخصوص ،وهوان يکون مسلما طاهرا من الحيض والنفاس ،وفي وقت مخصوص ، وهومابعد طلوع الفجر الی وقت غروب الشمس ،بصفة مخصوصة ، وهوان يکون علي قصد التقرب ، فالاسم شرعي فيه معني اللغة .

    ۴= وفي الهنديه ۱\۱۹۴ فاماتفسيره [ای شرعا]فهوعبارة عن ترک الاکل والشرب والجماع من الصبح الی غروب الشمس بنية التقرب من الاهل .کذافي الکافي. ومثله في  البحرالرائق    452/2 ومجمع الانهر ۱\۳۴۰ والبدائع ۲\۷۵وغيرها وفي الدرالمختار383/3 والصوم  لغةً الامساك مطلقا ، وشرعاﺇمساك  عن المفطرات الاتية[ اى الاكل والشرب  والجماع ] حقيقة  أوحكما الخ 

    ۵= وفي مجموعة الفتاوی ۱\۶۹۶ صوم وصلوة وغيره احکام کي نصوص مکلفين کيلي هرشهر اورهر زمانه مين عام هين لهذا اقاليم اورطول النهار کي وجه سي کويي خلل نه پړيګا

    ۶= وفي الحقانية ۴\۱۴۵ وترجمة عباراتها: البته که له څلورويشتو ساعاتوڅخه ورځ دومره اندازه کمه وي چې دپشليمي اوروژه ماتي دخوراک وخت وي اوطلوع اوغروب وي نودهماغه هيواد دورزي مطابق به روژه نيسي ،البته :دبيمارانو لپاره په شريعت کې مراعات شته

    ۷= وفي الفتاوی المحمودية ۱۰\۲۲ وترجمة عباراتها : په کوم هيوادکې چې اتلس ساعته يا ترهغه هم زياته ورز وي نوهلته عموما دهغه وطن خلګ دداسې لویو ورزو کې دروژي تحمل کولای شې ځکه نوهلته دهماغه هيواد ورز اعتبارلري .

    ۸= وکذافي جديدفقهي مساېل ۱\۱۸۰ وترجمة عباراتها :که ورځې ډيري اوږدي شي ، مثلا ۲۰ يا ۲۲ ساعته ورځي وي اوکم وخت شپه وي نو هم دقرآن کریم دعمومي احکاموتقاضا داده چې له سپېدو راختلو بياترلمرلويدلو پوري به روژه نيسي  اوپه دې قول فتوی هم ده ، البتة  ډيرځله  ددي اوږدو ورځو له امله  يوغيرمعمولي تکليف پيداکيږي  او دډيرعمرلرونکو او کمزورو کسانولپاره  روژه نيول خورا ګران وي نو دهغوی لپاره  دااسانتياشته چې  دروژي مبارکي په مياشت کې دي روژه نه نيسي بلکه کله چې موسم برابر او دروژي نيولو دبرداشت وړتيا ولري بيادي روژي ونيسي .

    ۹= الهندية ۱\۲۰۹ ولولم يقدر لشدة الزمان کالحر فله ان يفطر وينتظر الشتاء فيقضي کذافي فتح القدير هذا اذالم يکن نذره بالابد هکذافي الخلاصة .

    ۱۰ =احسن الفتاوی ۲/۱۱۳

    ۱۱=وبوادرالنوادر ۲۳۹،

    والله تعالی اعلم وعلمه اتم

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.